په روژه کې په خصوصي ډول د توکو لوړول سپک عمل او ظلم دی
د رمضان د مياشتې له نېږدې کېدو سره هر خوا د ورځو د شمېرلو سلسله، انتظار او پوښتنې زياتېږي، چې څو ورځې ورته پاتې شوې؟ روژه به کله وي؟ او داسې نورې پوښتنې...
ډېر مسلمانان به يې د عبادت، تلاوت، رحمت او برکت په خاطر منتظر وي، خو يو شمېر مسلمانان؛ په ځانګړي ډول لوی تجاران او واړه سوداګر به يوازې د دې په خاطر ورته منتظر وي چې د توکو قيمتونه يو په دوه کړي.
راځئ له اوسه ورته کمپاين وچلوو چې د دې بد کار مخنيوی وکړو، که بشپړ مخنيوی مو نه وي کړی، اقلا يو پوهاوی خو به مو کړی وي.
په روژه کې په خصوصي ډول د توکو لوړول سپک عمل او ظلم دی.
هيله ده هر ليکوال ورور په دې اړه د روژې تر پايه دا کمپاين بدرګه کړي.
رمضان د خواخوږۍ مياشت
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
