د اسد الله شهاب لیکنی
حتمي نه ده چې مونږ تل د نفرت په تصور کې ژوند وکړو
یوه له ستونزو دا هم ده چې مونږ ډېری مسلمانان ټوله نړۍ خپله دښمنه ګڼو، د دوی هر کار ته د شک په سترګه ګورو، فکر کوو چې دوی شپه او ورځ لګیا دي زمونږ د ختمولو په اړه فکر کوي او پلانونه جوړوي!
که دوی د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر هم ابتکارات او اختراعات کوي، مونږ یې له هغې زاویې ګورو چې د دښمنۍ دلایل په کې څرګند شي.
حال دا چې د تبین امر او په هر څه کې د شک نه کولو قراني حکم عام دی، خو مونږ له بده مرغه دا ډول احکام اصلا د اعتناء وړ نه بولو.
همدغه د شک او دښمنۍ فکر بیا د دې باعث کېږي چې مونږ د انتقام په جذبه کې د دعوت ژبه پرېږدو، د نرمۍ او عاطفې صفتونو ته اعتناء نه کوو، له همدې فکر پر اساس هر هغه مسلمان ته هم د دښمن په سترګه ...
نور ولوله
د پنجشير نيول د طالبانو ستر شهکار و
زما د مطالعې پر اساس د پنجشېر نیول او له هغه ځایه د وسلو د زېرمو تخلیه د هېواد سالمیت او یووالي لپاره تر هر څه ډېر اړین و.
همدا د وسلو زېرمې وې چې د دغه ځای (ځینې مشخص شریر او مغرض) خلک یې تر حد ډېر مغرور کړي و.
او همدا غرور بیا د دې باعث شوی و چې په هر ځای کې د زور منطق وچلوي.
پنجشېر په واقعیت کې د ډېرو تعصباتو په مرکزي نقطه بدل شوی و، د سمتي، لساني، ګوندي او قومي تعصباتو يوه اړیکه حتما له دغې درې سره تړل کېدله او هر هغه چا به چې په هېواد کې وروڼه قومونه د یو بل په تقابل کې درول او یا د هېواد تجزیې شعار به یې ورکاوه، یو ربط به یې حتما له دغه ځای سره موجود و.
پنجشېر د یاغیانو، باغیانو...
نور ولوله
حکومت په کوچني زړه، په تنګ فکر، د اختیاراتو په انحصار او د موقفونو په احتکار نه کېږي
واکمني که یو شمېر امتیازات لري په مقابل کې د ډېرو فردي او سلیقوي اختیاراتو او ازادیو سلبېدل هم ورسره تړل شوي وي.
په دې ارتباط د هیلاري کلنټن خاطره جالبه ده، وایي کله چې مې مېړه بېل کلنټن د امریکا ولسمشر شو او زه یې لومړۍ مېرمن شومه، نو لور مې خوا ته راغله، راته یې ویل: مور جانې! سمه ده چې د امریکا لومړۍ مېرمن شوې، مګر له خپلې فردي ازادۍ محرومه شوې، نور ته په خپله خوښه خبرې، خوراک، لباس او حتی خندا هم نه شې کولی، ځکه چې تا پورې اوس د یو لوی ملت نوم او تاریخ تړل شوی دی، ستا هره کړنه او وینا به د دې ملت او تاریخ په منظر کې تلل کېږي چې څه دې وویل، څه دې واغوستل، څنګه کېنستلې، ولې دې وخندل او څنګه دې وخندل؟! هر څه به دې کامرو او تبصرو لاندې وي!
دې وایي د لور دې...
نور ولوله
طالبانو ته بايد وخت ورکړل شي
د ليکلو ډېر څه لرم، خو وخت يې نه دی، لا وختي دی او ډېر وختي.
هغه چې پر طالبانو نيوکې کوي، حق يې دی، مګر وخت يې نه دی. بايد وخت ورکړل شي، اقلا دومره وخت چې نقد د معقوليت رنګ پيدا کړي.
تېر دولت ته به مو مبررات لټول چې په جنګ کې دخيل دی، جنګ د هر ډول فساد زېږنده ده او دولت نه شي کولای ټولې ستونزې په يو وار هوارې کړي.
زما په نظر د طالبانو مسئولين بايد نيم يا يو کال وخت ولري چې ولس يې د فساد پر وړاندې د مبارزې او د امنيتي ارګانونو په مسلکي او ملي کولو جدي کار وکړي، او همدا ډول نور ارګانونه هم.
له دغې نېټې وروسته بيا نقد ځای نيسي، له فرصت ورکولو دمخه نقد په حقيقت کې د دې څرګندونه کوي چې نقد اصلاحي...
نور ولوله
مونږ سوکاله، ارام او هوسا افغانستان غواړو
زمونږ دريځ معلوم دی، دريځ مو د سولې دی، د سولې پر لوري هر پورته شوی رښتينی قدم د ښکلولو دی، ولو که د هر چا وي.
په مقابل کې يې هر هغه عمل چې نفرتونو او بدبينيو ته په کې ګټه رسېږي، مردود دی، ولو که د هر چا له لورې وي.
مونږ سوکاله، ارام او هوسا افغانستان غواړو.
نظام ته که هر نوم ورکوئ، خو چې عدالت په کې نه وي، انساني کرامت او حقوق په کې پايمال وي او په وړو وړو خبرو پرې خلک تر مرګه او زندانه رسول کېږي؛ دا نظام د وحشت نظام دی. ملت نور له جنګونو ستړی دی، د سولې هسې د درواغو شائعه يې هم پر مخ مُسکا راولي، دا مظلوم او مجبور ولس حق لري چې تلپاتې مُسکا ولري او دا مُسکا يوازې په تلپاتې سولې راتلی شي.
...
نور ولوله
د دولت او طالبانو شور ما شور او د امريکا پټکې او گواښونه
د دويم ټولګي متعلم وم، زمونږ يو استاذ و؛ مولوي صاحب روح الله نومېده، هر چېرې چې وي، خدای دې ورته ښه ژوند ورکړي.
خو سخت ډارول يې کول، مونږ به پر ځمکه غوړېدلې درۍ کېناستلو، تقريباً څلويښت تنه ټولګيوال و.
طبيعي ده چې ماشومان شور کوي، خو استاذ به د ماشومانو په کنټرول سخت تکړه و، مونږ به خپلو کې خبرې کولې، دی به د کتاب په لوستلو بوخت و، چې لږ شور به زيات شو، اواز به يې ډډ کړ: ایییی ایییی وا لکه! نه سمېږئ؟!
بيا به يې د چوکۍ په دواړو دَستو لاسونه تکيه کړل، داسې به يې ځان جوړ کړ، لکه د کوټې اخري کونج ته چې ټوپ راووهي!
بيا به يې د ټولګي د اخري صف هلکانو ته س...
نور ولوله
د سولې په اړه مسلمانانو ته د الله تعالیٰ حُکم
مخالف لوری که بالفرض والتقدير سور کافر هم شي چې د سولې غږ وکړي، د خدای حکم مسلمانانو ته دا دی چې بايد سوله وکړي او جنګ بند کړي.
الله تعالی فرمایي:
وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ(٦١) وَإِن يُرِيدُوٓاْ أَن يَخۡدَعُوكَ فَإِنَّ حَسۡبَكَ ٱللَّهُۚ هُوَ ٱلَّذِيٓ أَيَّدَكَ بِنَصۡرِهِۦ وَبِٱلۡمُؤۡمِنِينَ(٦٢) الأنفال
ژباړه: او (اى نبي! صلی الله عليه وسلم) که دوى (دښمنان) سولې (او د جګړې پرېښودلو، مسالمت او روغې جوړې) ته هڅه (ميلان) وښيي، نو ته هم دې سولې ته تمايل وښيه او پر الله باندې توکل (اعتماد) وکړه، يقيناً (الله) هره خبره اوري او په هر څه پوه دى. او که هغوى ( د سولې په عنوان) ستا د تېر اي...
نور ولوله
هېواد کي د نويو کونډو او يتيمانو شمېر په زياتيدو دی
يو ملګری مې په ستره محکمه کې دنده لري. ويل يې د وثيقو جوړولو اکثره دوسيې راځي، چې وګورې تر نيمو زيات يې ځوانې کونډې خويندې وي، چې عمرونه يې تر پنځه ويشتو پورته نه وي، يو يا دوه يتيمان ورسره وي، ډېرې يې داسې وي چې د واده يې کال لا نه وي پوره شوی، سپين ږيري خسر سره په دفترونو ګرځي چې د دولت له خوا يو څه مرستې ترلاسه کړي.
بل يو مشر نن سهار قصه کوله چې کوم ملګری يې په بلخ کې يوه خيريه مؤسسه لري، ويل يې چې دا درې څلور کلونه کېږي چې کونډو او یتیمانو ته د ژوند يو څه ابتدايي خوراکي توکي او مرستې ويشو. وايي نه مو يادېږي چې يوې کونډې مېرمنې ته مو د مرستې بسته دويم ځل ورکړې وي، نوې کونډې دي او نوي يتيمان او هر کال د کونډو ليست په ډیرې تېزۍ سره اوږدېږي!
دا مو د وطن حا...
نور ولوله
ډوزمار انجينر او مسلکي انجينر
د ډوزمار انجينر او مسلکي انجينر تر منځ ګڼ توپيرونه شته، د انجينرۍ په برخه کې مصروف پاتې شوي کسان يې ډېر ژر پېژندلی شي.
خو عام او بې تجربې کسان يې نه شي پېژندلی، بلکې زيات امکان د دې شته چې دغه افراد شايد په ډوزمار انجينر د مسلکي او واقعي انجينر ګومان وکړي او په مسلکي او واقعي انجينر د غير مسلکي او ناپوه ګومان!
د مسلکي انجينر ستره نښه دا ده چې هرې پروژې لپاره منظمه نقشه جوړوي، د نقشې په ټولو نقاطو پوه وي او که څوک ترې وضاحت وغواړي، په ډېره معقوله توګه يې تشريح کوي، په خپل کار باوري وي، مثلاً د يو سړک يا تعمير په نقشه کې د هرې جزوي خبرې ګټې او ارزښت په دلايلو بيانوي، چې دا پلچک مې ولې دلته لازم ګڼلې دی، دا استنادي ديوال ولې مهم دی، د تعمير په دې برخه کې دا ک...
نور ولوله
د لغمان د شهيد ماشوم انځور دردوونکی دی
د لغمان د شهيد ماشوم انځور دردوونکی دی، دغه انځور زمونږ د هېواد د زرګونو دغسې پېښو يوه وړه نمونه ده چې تر مونږ رارسېدلې.
که د چا ضمير يې نه وي دردولی هغه دې ځان په انسانانو کې نه شمېري.
خو هغه څوک دې له دغه انځور د خپلې کرکجنې عُقدې او کينې سړولو هڅه نه کوي چې څو اوونۍ وړاندې يې د سولې د ټينګښت په موخه د ح ا افغانستان لاريونونه مسخره کول!!
مونږ که تېره جُمعه د فلسطيني مسلمانانو په حمایت غونډه نيولې وه، خو تر دغې غونډې وړاندې مو په هېواد کې د بدمرغې جګړې د ختمولو په خاطر د زرګونو افرادو سولهييز لاريونونه هم ويستي و.
دا ځکه چې مونږ په رښتينې معنی د جنګ ورکېدل او د سولې ټينګښت غواړ...
نور ولوله
حزب اسلامي د اسرائيلي وحشت پر وړاندې غبرگون لپاره د سترې غونډې تابيا نيسي
نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي: مؤمنان په ملګرتيا، زړه سواندۍ او خواخوږۍ کې د يو جسد په څېر دي، کله يې چې يوه برخه درد ويني؛ ټول وجود يې د بې خوبۍ او تبې ښکار کېږي.
نن که په غزه کې اسرائـ،،ـيلي غاصب رژيم د فلسطين پر مظلومو مسلمانانو ظلم او وحشت کوي، د مؤمنانو دردېدل پرې ايماني احساس او وجداني مسئوليت دی.
هيڅوک دې دا نه وايي چې زمونږ يې د فلسطين له مظلومانو سره څه؟! دا کار د ايمان منافي عمل دی.
هو، دا نه وايو چې په خپل هېواد کې د خپلو مسلمانانو له دردونو بې پروا يو، دا چې د ليرې عضو په درد مو وجود دردېږي، په خپل درد خو طبيعي ده چې ډېر درېديږو.
همدا مهال د حزب اسلامي افغانستان په مرکزي دفت...
نور ولوله
د حزب اسلامي د دوهم لاريون خوندوره خاطره
د ننني لاريون خوندوره خاطره دا وه چې د لاريون په پای کې کله د وروڼو يو موټر په لاريون کوونکو اوبه او بيسکټ ويشل، د سړک له څنګه يو څو خويندې هم په ډاډه زړه موټر خوا ته ورغلې؛ اوبه او بيسکټ يې ترلاسه کړل، ترې روانې شوې او بېرته يې بيا په وروڼو غږ وکړ چې د حزب ااسلامی يو څو بيرغونه هم ورکړي، وروڼو بيرغونه ورکړل او دوی هم په افتخار سره د بيرغونو په رپولو سره ترې روانې شوې.
دا صحنه د هغو سپکو او منفي تبليغات کوونکو پر مخ درنه څپېړه ده چې تل په خپلو خبرو کې بهتان تړي چې حزبيان د ميرمنو پر مخونو تيزاب شيندي او پر ميرمنو غير شرعي محدوديتونه وضع کوي.
که خبره رښتيا هم دغسې وای، دغه صحنه به هيڅ وخت نه وه واقع شوې.
...
نور ولوله
