د عبد الله وردک لیکنی

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه - دویمه برخه

زه غواړم چې د دغې لیکنې په پیل کې، یوه ریښتنۍ کیسه، چې د دغې لیکنې سره تړاو لري، درته وړاندې کړم. زه چې کله په ۱۳۴۸ شمسي کال کې  په ثانوي تخنیک کې شاګرد وم، نو ما ډېر ښه تکړه مسلمان ملګري لرل، او ما د هغوی ټولو سره، خاص د الله(ج) په خاطر، ډېره پاکه مینه لرله. زه دغه خبره په ډېر صداقت سره تاسې ته لیکم، چې د زما د ژوند یوه ډېره مهمه برخه زما ښه ملګري تشکیلوي. کیسه خو داسې وه، چې زما د یوه ملګري څخه به د هر مضمون استاد، د امتحان پارچه په ډېر زور اخستله، او ده عاجز به هر استاد ته ویل‌، چې ”یک دقیقهٔ دیګر“، او دغه د ده کار و. یوه ورځ ما ورته وویل ”چرا زود زود نوشته نمی کنی“. هغو په ځواب کې راته وویل چې ”عبدالله! من مقصد س...
نور ولوله

ناروغ او د هغه پوښتنه!

ښه صحت او سلامتي د الله(ج) د بې شماره نعمتونو څخه یو لوی نعمت دی. یو څوک به د یوه شي په قدر او ارزښت هغه وخت پوه شي، چې هغه شی له لاسه ورکړي. د ښه صحت په قدر به هم یو څوک هغه وخت پوره پوه شي، چې هغه ډېر سخت ناروغ شي. الله(ج) خپلو بندګانو ته څومره نعمتونه خوشې (مفت) ورکړي دي. د مثال په توګه: د خبرو کولو توان، د لیدلو توان، د اورېدلو توان، د بویولو توان، د یوه شي د خوند د معلومولو توان، او د تګ او راتګ توان، او داسې نور. دغه ټول بې حسابه نعمتونه، مونږه ته الله(ج) مفت په نصیب کړي دي. انسانان، باید هر وخت د دغو نعمتونو شکرانه اداء کړي. د خبرو کولو شکرانه داده، چې سړی باید خپله خوله هر وخت د حق په ویلو خلاصه کړي، او یو مسلمان باید په هېڅ وخت کې له خپلې خولې څخه...
نور ولوله

له کنځلو‌ خپل ځانونه وساتئ !

کېدای شي، چې په اوسني وخت کې ځینې افغانان په مجاني سوشیل مېدیا، لکه فسبوک، واټس اَپ، ټوېټر، انستګرام، او داسې نورو کې د نړۍ تر ټولو وګړو ډېر مشغول وي. د ”مجاني“ ټکي ته پدې خاطر اشاره شوېده، چې ځینې افغانان مجاني شیان ډېر زیات خوښوي. یا په بل عبارت، که د دغه سوشیل مېدیا کارول مجاني نه وای، نو بیا به شاید ډېرو کمو افغانانو برخه پکې اخستې وای! ډېره د خفګان خبره خو بیا دا ده، چې ځینې افغانان بیا د کنځلو څخه پرته، دغه سوشیل مېدیا ته بل هېڅ ګټور څیز نشي وړاندې کولی! دا باید ټولو ته ښه معلومه وي، چې یوه کنځله، د بلې کنځلې دپاره زمینه برابروي. یعنې که ته یوه چا ته یوه کنځله وکړې، نو کېدای شي هغه تاته دوه کنځلې وکړي...
نور ولوله

سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه - لومړۍ برخه

نن سبا د زیاتره افغانانو وروڼو او خویندو څخه دغه خبره ډېره اورېدل کیږي، چې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو، د خپل ملت سره ډېر ستر خیانت کړی دی، او متأسفانه دغه وروڼه او خویندې، د ټولو سیاسي ګوندونو په هکله یو شانته قضاوت کوي. زه پخپله، له دغه خبرې سره موافق نه یم. زما په فکر سره ټولو سیاسي ګوندونو، نه، بلکې ځینو ګوندونو په ریښتیا د ملت سره ستر خیانت وکړ. غواړم خپل شخصي نظر، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته په لاندې ډول وړاندې کړم. ۱- ګمان نکوم چې یو څوک به، په ټوله نړۍ کې یو داسې ملک په ګوته کړي، چې په هغه کې به په ښکاره او یا په پټه، سیاسي ګوندونه شتون ونلري. نو دا باید ومنو، چې د سیاسي ګوندونو شتون، یو حقیقت دی....
نور ولوله

هیله ده چې تر آخره ولوستل شي!

له سلام وړاندې کولو څخه وروسته، غواړم خپله لیکنه په یوه لنډۍ سره شروع کړم. د یادونې وړ ده، چې زه کوم شاعر نه یم. لېکن، دغه لاندې لنډۍ مې ډېره خوښیږي! ”د سپینې خولې یاران د نور دي، د شوتلو پنډو ته د زه نیولی یمه“ دغه پورتنۍ لنډۍ، د اوسني افغانستان حالت ډېر ښه تمثیل کوي. الف - د ښځې او خاوند په هکله: ځینو ښځو له خپلو خاوندانو سره، ډېرې د غریبۍ شپې او ورځې تېرې کړې دي. ډېرې لوږې او سختۍ یې ورسره ګاللې دي. خو چې کله یې د خاوند ژوند لږشانته ښه شي، نو بیا متأسفانه دغه بې انصافه خاوند، د بلې ښځې په فکر کې شي، او د لومړنۍ ښځې ټولې ...
نور ولوله

د ارغندیوال صاحب غبرګون!

ما د ارغندیوال صاحب د غبرګون ټولې خبرې ښه په دقت سره واورېدلې، او غواړم د هغه په هکله، خپل نظر په لاندې ډول سره وړاندې کړم. زه له ارغندیوال صاحب، او د هغه له هغو ملګرو څخه، چې د ده سره یوځای له حزب نه جلا شول، ډېر خفه وم، او هنوز هم ډېر خفه یم. زه به هغه وخت په ریښتیا سره خوشحاله شم، چې ارغندیوال صاحب، د حزب اسلامی نوم، بېرته اصلي حزب اسلامی ته تسلیم کړي، او دوی ټول د ګران او قدرمن مشر تر قیادت لاندې، له خپلو وروڼو او خویندو سره بیا یوځای شي. د یادولو وړ ده، چې ارغندیوال صاحب، او دده ملګرو، باید له لومړنۍ ورځې نه د ګران او قدرمن مشر قیادت، د زړه له کومي منلی وای. دده دپاره لازمه وه، چې د اسلام په رڼا کې یې خپل قضاوت په صحیح...
نور ولوله

آیا دوی به زمونږه او ستاسې په هکله کوم وخت فکر کوي او کنه!؟

نن سبا، د ځینو وروڼو او خویندو له خبرو، او لیکنو څخه داسې څرګندیږي، چې دوی د هغو وروڼو او خویندو په هکله، چې له حزب څخه جدا شوي دي، ډېر خفه معلومیږي، او دغه شانته فکر باید له مونږه ټولو سره وي! دا پدې خاطر، چې په ریښتیا سره، دغو جدا شوو وروڼو او خویندو، په حزب کې بې درېغه قربانۍ ورکړې دي، او زیاتې ستونزې یې ګاللې دي، او وروڼه او خویندې حق لري، چې ددغې وروڼو او خویندو، په جداىٔۍ خپل خفګان څرګند کړي. له بله پلوه، ځینې وروڼه او خویندې، بیا دغو جلا شوو، وروڼو او خویندو ته، ډېر په قهر معلومیږي، چې دا دې دوی حق دی، او وروڼه او خویندې باید دوی ملامت نکړي. دا پدې خاطر، چې دغو جلا شوو وروڼو او خویندو ته لازمه نه وه، چې له حزب څخه پدغه حساس وخت کې ځانونه جلا کړي...
نور ولوله

په شاګېرس کې زه اول شم

نن سبا، د ځینو افغانانو له خبرو داسې معلومیږي، چې افغانستان په ‌دغه شلو کلونو کې خورا زیات پرمختګ کړی دی، او ډېرې لاسته راوړنې لري. لېکن، ځینې افغانان بیا له دغه خبرې سره باالکل مخالف دي. زه غواړم پدې هکله، لومړی یوه کلیوالي کیسه درته وړاندې کړم. په یوه کلي کې، یو غریب عسکر نامزد شوی و، او کله چې په لومړي ځل یې، له خپلې کوزدنې (نامزدې) سره ولیدل، نو دواړو د چای چښلو په وخت کې، یو او بل ته خپلې کیسي کولې. په پای کې یې کوزدنې ترې پوښتنه وکړه، چې ته په قطار کې چېرته ولاړ وې!؟ عاجز نامزد یې په ځواب کې ورته وویل: چې کله ظابط صاحب ووایي، چې شاګېرس! نو زه اول وم. اوسنی افغانستان هم متأسفانه، په ځینو ښو کارونو کې د نړیوال قطا...
نور ولوله

د دروغجنو د پام وړ!

ټول وګړي، او په ځانګړې توګه، یو مسلمان افغان، باید د خپلو خبرو، لیکنو، او کړنو سره، ډېر احتیاط وکړي. دا پدې معنٰی، چې هېڅکله باید په چا پسې دروغ ونه ویل شي، د چا عزت ته په سپکه سترګه ونه کتل شي، او یا په چا پسې تهمت ونه تړل نشي. یا په بل عبارت، په هر حالت کې، اسلامي لارښوونې، او اسلامي اخلاق، په نظر کې ونیول شي. د یادولو وړ ده، چې په چا پسې دروغ ویل، لویه ګناه ده؛ او هر هغه څوک چې په یوه چا پسې دروغ وایي، نو هغه به حتمي په نورو کارونو کې هم، ډېر خراب سړی وي. هغه څوک، چې د یوه دروغجن سړي خبرو ته غوږ نیسي، هغوی هم په حقیقت کې سم کار نه کوي، او دوی هم یوه اندازه ملامت دي. ځینې خلک چې کله پوه شي، چې یو سړی، په چا پسې دروغ وایي،...
نور ولوله

شریک کور! د وطن شریک کور! - درېیمه برخه

نن سبا، د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په لیکنو، خبرو، او ویناوو کې ډېر زیات لیدل، او اورېدل کیږي. د لومړي شریک کور(د پلار د کور)، او د دویم شریک کور(د ګوند د کور) په هکله معلومات په تېرو لیکنو کې ‌وړاندې شوی دی. پدغه لیکنه کې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د درېیم شریک کور په هکله چې هغه د وطن شریک کور دی، یو څه معلومات په لاندې توګه وړاندې کیږي. د وطن په شریک کور کې، هغه وګړي سره راټولیږي، چې هغوی د هغه ملک د قانوني پېژندپاڼې، او پاسپورت لرونکي وي. د یادولو وړ ده، چې د یوه ملک ولسمشر، پدغه شریک کور کې، ډېر د اهمیت وړ رول لري. یعنې، ولسمشر دی، چې دغه د وطن شریک کور د امن، خوشحالۍ، او هم...
نور ولوله

شریک کور؛ د ګوند شریک کور! - دویمه برخه

نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو، ویناوو، او لیکنو کې ډېر زیات یادیږي. د لومړي شریک کور (د پلار د کور) په هکله معلومات په تېره لیکنه کې ‌وړاندې شوی دی. پدغه لیکنه کې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته د دویم شریک کور په هکله، چې هغه ګوندي شریک کور دی، یوه اندازه معلومات په لاندې توګه وړاندې کیږي. یو سیاسی ګوند، د هغه ګوند د ټولو غړو، شریک او ګډ کور دی، او باید همداسي وي. د یوه سیاسی ګوند په شریک کور کې هغه متعهدین سره راټولیږي، چې هغوی د یوه شریک سیاسی فکر، او یوه شریک هدف خاوندان وي، او دوی د یوې شریکې مفکورې په بنیاد سره یوځای شوي وي. د یاد...
نور ولوله

شریک کور! - لومړۍ برخه

د پلار شريک کور ! نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو، ویناوو، او لیکنو کې ډېر زیات یادیږي. په خاصه توګه، زیاتره وخت یادیږي چې یو سیاسی ګوند، د هغو د متعهدینو، شریک او ګډ کور دی. همدارنګه، ځینې وخت، ځینې خلک دا خبره هم په ځینو غونډو کې یادوي، چې وطن د ټولو افغانانو شریک کور دی. د یادولو وړ ده، چې د پلار شریک کور، د ګوند د شریک کور، او د وطن د شریک کور سره، ډېر توپیر لري. د پلار په شریک کور کې یوازې د پلار اولادونه راټولیږي. د ګوند په شریک کور کې هغه متعهدین سره راټولیږي، چې هغه د یوه شریک سیاسی فکر، او هدف خاوندان وي، او دوی د یوې شریکې مفکورې په بنیاد، سره یوځای شو...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک