شریک کور! - لومړۍ برخه
د پلار شريک کور !
نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو، ویناوو، او لیکنو کې ډېر زیات یادیږي.
په خاصه توګه، زیاتره وخت یادیږي چې یو سیاسی ګوند، د هغو د متعهدینو، شریک او ګډ کور دی.
همدارنګه، ځینې وخت، ځینې خلک دا خبره هم په ځینو غونډو کې یادوي، چې وطن د ټولو افغانانو شریک کور دی.
د یادولو وړ ده، چې د پلار شریک کور، د ګوند د شریک کور، او د وطن د شریک کور سره، ډېر توپیر لري.
د پلار په شریک کور کې یوازې د پلار اولادونه راټولیږي. د ګوند په شریک کور کې هغه متعهدین سره راټولیږي، چې هغه د یوه شریک سیاسی فکر، او هدف خاوندان وي، او دوی د یوې شریکې مفکورې په بنیاد، سره یوځای شوي وي.
همدا شانته، د وطن په شریک کور کې، هغه وګړي سره راټولیږي، چې هغوی د هغه ملک د قانوني پېژندپاڼې، او پاسپورت لرونکي وي.
هېره د نه وي، چې په ټولو کورونو کې، د پلار کور ډېر شیرین کور وي. هېڅوک هم د خپل پلار کور، کله هم نشي هېرولای. د پلار د کور هره برخه، سړي ته هر وخت ورپه یادیږي. د پلار کور د اولادونو د خاپوړو کور وي، او همدغه د پلار کور دی، چې په هغه کې یو اولاد، د خپل راتلونکي ژوند لومړنی قدم اخلي، او په هغه کې د خپل راتلونکي ژوند دپاره، خپل ځان تیاروي. همدغه د پلار کور دی، چې اولادونه پکې د ساتنې، او آرامۍ حس کوي.
البته، پخپله پلار او مور، پدغه شریک کور کې، ډېر د اهمیت وړ تأثیر لري. یعنې، پلار او مور دي، چې دغه کور هم د خوشحالۍ، او هم د غم پر ځای بدلولای شي.
که یو پلار او مور، د خپل اولاد په منځ کې فرق ونکړي، او دوی دواړه ټولو اولادو ته په یوه سترګه وګوري، نو بېشکه، چې پدغه کور کې به هر وخت خوشحالي، اتفاق، او اتحاد موجود وي. ددغې کورنۍ پټ او ښکاره دښمنان به بیا هېڅکله ددې جرأت ونکړي، چې د دغه کور د غړو د پاشلو هلې ځلې وکړي.
هېره د نه وي، چې د یوې کورنۍ دښمنان، هر وخت د هغې کورنۍ په یوه کمکي درز پسې ګرزي، او چې کله یې دغه کمکی درز پیدا کړ، نو هغه دی، چې بیا متأسفانه دښمن کامیاب شو، او بیا دغه دښمن شپه او ورځ لګیا وي، چې دغه درز نور هم غټ کړي.
همدارنګه، که یو پلار او مور، د خپل اولاد په منځ کې فرق کوي، او ټولو ته په یوه سترګه نه ګوري، نو پدغه کور کې به هر وخت بې اتفاقي، جنجال، او خفګان وي. ددغې کورنۍ دښمنان به هر وخت پدې هڅه کې وي، چې ددغه کور غړي په څه ډول سره، تیت او پرک کړي.
د یادولو وړ ده، چې یو پلار او مور، د خپلو اولادونو ځانګړو اړتیاوو ته، خاصه پاملرنه وکړي، او دغې خاصې پاملرنې ته باید د فرق کولو نوم ورنکړل شي.
د مثال په توګه، که کوم اولاد معیوب وي، نو د هغه باید ډېر خیال وساتل شي، او نور اولادونه، باید داسې فکر ونکړي، چې د دوی پلار او مور، د دوی ترمنځ فرق کوي.
همدارنګه، که کوم اولاد غریب وي، نو د هغو لاس نیوی وشي، او دغو ته فرق کول نه ویل کیږي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه پلار ټول اولادونه هم، تر خپل وس او توان پورې، ددغه شریک کور په وړاندې مسىٔولیت هم لري، او هغه باید په سمه توګه اداء کړي.
د یوه پلار اولادونه، باید ددغه شریک کور، قانون او اصول، هم د زړه له کومي مراعات کړي. دا پدې معنا، چې که پدغه شریک کور کې د دوی، حق شته، نو دغه شریک کور هم، په دوی ټولو باندې حق لري.
همدارنګه، ددغه شریک کور غړي، باید تر خپل وس پورې، ددغه شریک کور خدمت وکړي، او پرېنږدي، چې یو څوک دغه شریک کور ته په بده سترګه وګوري.
که چېرې خدای مکړه، یو پلار او مور په خپل کور کې سپک شول، نو هغوی به بیا په بل هېڅ ځای کې درانه ونه لیدل شي. نو د یوه پلار او مور د اولادونو دپاره، دا لازمي ده، چې د خپل پلار او مور قدر وپیژني، او د هغوی خدمت، په دواړو لېمو تر سره کړي.
هېره د نه وي، چې کله یوه لور، د پلار له کوره واده شي، نو هغې ته بیا د خپل پلار همدغه شیرین کور، بل شانته ښکاریږي. نو د پلار، مور، او وروڼو دپاره لازمه ده، چې هغوی خپله لور او یا خور، هر وخت خپل پلرني کور ته، په ډېر قدر او عزت راوغواړي.
د پلار کور، د هغه له مرګه وروسته، د هغه اولادونو، او ښځې (ښځو) ته، په میراث پاته کیږي، او هغه باید د دوی ترمنځ، د اسلام په رڼا کې ووېشل شي.
د پام وړ ټکي:
په افغانستان کې متأسفانه، د ځینو ماشومانو، ټول عمر په خېمو، او یا په کرایي کورونو کې تېر شوی وي، او د پلرني کور د لرلو څخه محروم پاته شوي وي. نو کېدای شي، چې دوی داسې و انګیري، چې دوی خو د پلار د شریک کور، له نعمته محروم دي. نه داسې نده. د پلار شریک کور، هر هغه ماحول ته وایي، چې د یوه پلار اولادونه په هغه کې لوىٔیږي. که هغه خېمه، څپره، او یا کراىٔي کور وي.
هېره د نه وي، چې د یوه پلار دپاره لازمه او ضروری ده، چې په کور کې، د خپلو اولادونو دپاره، تر خپلې وسې پورې، د آرامۍ او خوشحالۍ فضاء برابره کړي.
یو پلار او مور، باید هېڅکله خپل اولادونه له کوره ونه شړي. کېدای شي، ځینې پلرونه، خپل اولادونه، د اصلاح په نیت، له کوره وشړي، چې البته دغه یو سم کار ندی، او باید تر سره نشي.
همدارنګه، پلرونه او وروڼه باید واده شوې لوڼې او خویندې، هر وخت دغه شریک کورته راوبلي، او تر خپل وس او قدرت پورې، د هغوی ښه خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د شریک کور په دویمه برخه کې به کوښښ وشي، چې د یوه بل شریک کور په هکله، چې هغه ګوندي شریک کور دی، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، معلومات وړاندې شي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com
