No-IMG

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه - دویمه برخه

زه غواړم چې د دغې لیکنې په پیل کې، یوه ریښتنۍ کیسه، چې د دغې لیکنې سره تړاو لري، درته وړاندې کړم.

زه چې کله په ۱۳۴۸ شمسي کال کې  په ثانوي تخنیک کې شاګرد وم، نو ما ډېر ښه تکړه مسلمان ملګري لرل، او ما د هغوی ټولو سره، خاص د الله(ج) په خاطر، ډېره پاکه مینه لرله. زه دغه خبره په ډېر صداقت سره تاسې ته لیکم، چې د زما د ژوند یوه ډېره مهمه برخه زما ښه ملګري تشکیلوي.

کیسه خو داسې وه، چې زما د یوه ملګري څخه به د هر مضمون استاد، د امتحان پارچه په ډېر زور اخستله، او ده عاجز به هر استاد ته ویل‌، چې ”یک دقیقهٔ دیګر“، او دغه د ده کار و. یوه ورځ ما ورته وویل ”چرا زود زود نوشته نمی کنی“. هغو په ځواب کې راته وویل چې ”عبدالله! من مقصد سوال استاد را نمی فهمم، که چی خواسته؟ لهذا، من تمام نوت استاد را برایش نوشته میکنم، و می خواهم که خود استاد، جواب سوال خود را در این نوشتهٔ من پیدا کند“.

نو ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! زه هم د خپل ملګري په شان، د خپلو سترګو لیدلی، او پخپلو غوږو اورېدلی حال، ټول درته وړاندې کوم، او هر لوستونکی دې، د خپلې خوښې معلومات تري لاسته راوړي.

اوس غواړم، چې د داىٔود خان د حکومت په هکله یو څو نورې خبرې هم درسره شریکې کړم:

د داىٔود خان د پلان وزیر علی احمد خرم، د چا پواسطه په کابل کې په رڼا ورځ ووژل شو، او د داىٔود خان حکومت، هغه د اسلامي نهضت په غړو ور تاوان کړ. د داىٔود خان حکومت، د انجینرۍ د پوهنځۍ یو استاد، چې هغه ان شاءالله، تر اوسه به ژوندی وي، د پلان د وزیر په قتل کې ونیوه، او هغه یې بندي کړ. د علی احمد خرم د وژل کېدو څخه، بیا هغه د مرجان کیسه ترې جوړه شوه.

همدارنګه، ښاغلی محمد هاشم میوندوال، چې د ظاهرشاه د وخت یو صدراعظم و، هم د داىٔود خان د حکومت په دوره کې، په بندیخانه کې په مرموزه توګه مړ شو. د حکومت په رسمی اعلامیه کې وویل شول، چې میوندوال، خپل ځان پخپله نکتاىٔي، به بندیخانه کې غرغره کړی دی.

شاغلي میوندوال، د مساوات د ګوند مشر و، او د مساوات په نامه، یو اخبار به هم دده له طرفه نشر کېده، او دغه اخبار به نیږدې ټول، ده پخپل قلم لیکه، او د اخبار په آخر کې به یې هر وخت نوشته کول، ”بقلم میوندوال“.

د یادولو وړ ده، چې کله داىٔود خان، کودتا وکړه، نو په هغه وخت کې محمد موسٰی شفیق، د محمد ظاهرشاه د دورې آخرینی صدراعظم و. موسٰی شفیق، د افغانستان، یو ډېر تکړه مسلمان، او پوه صدراعظم و. یوه ورځ د کابل په پوهنتون کې یو نړیوال کنفرانس و، او د ده خبرې یې د دغه کنفرانس ګډونوالو ته، په ژوندۍ بڼه خپرولې. ده دغه خبرې په انګریزي ژبه کولې، چې زمونږه ټول ملګري، د ده پوهې ته حیران وو، او ټول ډېر خوشحاله وو، چې الله(ج) یو داسې صدراعظم، افغان ولس ته ورپه برخه کړی دی. همدغه ښه موسٰی شفیق هم، بیا د داىٔود خان د حکومت پواسطه، د ډېر وخت دپاره په بنديخانه کې بندی پاته شو.

همدارنګه، ډاکتر عبدالاحمد جاوېد، د کابل د پوهنتون رىٔیس و، چې بیا هغه له خپلې دندې ګوښه، او پرځای یې، ډاکتر حیدر، د کابل د پوهنتون رىٔیس وټاکل شو.

هېره د نه وي، چې په هغه وخت کې یوازې د کابل او د ننګرهار پوهنتونونه وو، او بس.

لکه چې ما په تېره لیکنه کې هم دغې ټکي ته اشاره کړېده، چې د داىٔود خان د حکومت په آخرو کلونو کې، د غرب په پلوۍ تغیرات تر سترګو کېدل، چې یو ښه مثال یې، د انجینرۍ د پوهنځۍ، بیا په پښو درول وو. دا مثال پدې خاطر د اهمیت وړ دی، چې د داىٔود خان حکومت، د انجینرۍ پوهنځۍ د امریکایانو د جاسوسۍ ځاله بللې وه، او هغه ته یې نوي محصلین نه نیول. اما، بیا یې د خپل حکومت په آخرو وختونو کې، د انجینرۍ د پوهنځۍ، د لومړی ټولګي دپاره هر کال، ۱۰۰۰ کسه شاګردان نیول شروع کړل.

د انجینرۍ په پوهنځۍ کې ځینو امریکاىٔي استادانو، او په پولیتخنیک کې ځینو روسي استادانو درس ورکاوه.

د یادولو وړ ده، چې د داىٔود خان په کودتا کې، ډګرجنرال عبدالکریم مستغني او د هغه ملګرو هم رغنده ونډه لرله. ډګرجنرال عبدالکریم مستغني، د داىٔود خان د حکومت په لومړني وخت کي د لوی درستیز په حیث وظیفه اجراء کوله. البته، د ملی دفاع وزارت ټولې چارې هم، د ښاغلي عبدالکریم مستغنى پواسطه سرته رسېدلې. ډګرجنرال عبدالکریم مستغني زما په فکر سره، یو وطني مسلمان جنرال و. یوه ورځ ما د یوه سړي څخه، چې هغو له مستغني سره ډېره نیږدې رابطه لرله، واورېدل، چې کله عبدالکریم مستغني د دفاع په وزارت کې، په لومړي ځل خپل کار شروع کړ، نو هغو په لومړنۍ ورځ په خپل دفتر کې د اوداسه دپاره د تشناب د جوړولو امر ورکړ، او هغو به خپل لمونځ او اودس، هلته په خپل دفتر کې کاوه. نو زما په فکر، دغه نظریه، چې د داىٔود خان کودتا، یوازې او یوازې، د خلقیانو او پرچمیانو، د پلویانو، له خوا سرته ورسېده، دومره سمه به نه وي. دا پدې معنا، چې ځینو مسلمانانو نظامي افسرانو هم په هغو کې، د عبدالکریم مستغني په مشرۍ، برخه درلوده.

هېره د نه وي، چې عبدالکریم مستغني، د داىٔود خان ښه نیږدې او اعتباري انډیوال و. د اورېدلو څخه، عبدالکریم مستغني، چې کله داىٔود خان، د ظاهرشاه، له حکومته لېرې کړل شو، نو مستغني هم په هماغه وخت کې د داىٔود خان له لېرې کېدلو سره یوځای، د داىٔود خان په ملاتړۍ استعفاء ورکړه.

همدارنګه، ما په خپلو غوږو، له یوه چا څخه اورېدلي دي، چې کله د حربي ښوونځۍ فارغان، روسیې ته د زده کړو لپاره استول کېدل، نو ښاغلي مستغني، ټولو شاګردانو ته په واضح ډول، ښې ملي خبرې او نصیحتونه وکړل. یوه خبره یې په ډېرو واضحو ټکو ټولو شاګردانو ته کړې وه، چې هر افغان محصل باید په درسونو کې زیات کوښښ وکړي، او په هېڅ صورت کې له روسۍ ښځو سره واده ونه کړي، او ټول هڅه وکړي، چې د خپل کلي او کور نجونه نېک بخته کړي. دغه ټکی یې ډېر ځله ورته ذکر کړی و.

د یادولو وړ ده، چې مسلمانانو کله ناکله ډېرې سهوې کړې دي، او حتٰی په ځینو وختونو کې یې په خپلو دښمنانو هم اعتماد کړی دی. هرچا ته، چې مسلمانانو د دوستۍ لاس ور وړاندې کړی، هغوی په مړوند کې غوڅ پرېکړی دی.

زما په فکر سره، د مستغني او د ده د ملګرو برخه اخستل د داىٔود خان په کودتا کې هم، د دوی یوه تاریخی تېروتنه وه، او هغه و، چې مستغني او د ده ملګري هم بیا ډېر ژر د پرچمیانو په اشاره، د داىٔود خان پواسطه، له قدرته ګوښه کړل شول.

زما ښه په یاد دي، چې زه کله په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته د یوه کار دپاره، په ۱۹۷۵ میلادي کال کې تللی وم، نو هلته ما، د افغانستان په اخبار کې ولیده، چې مستغني یې، پولنډ ته د سفیر په حیث لیږلی و.

د یادولو وړ ده، چې زه په ۱۹۷۵ میلادي کال کې، د فولبرایت د تعلیمي بورس پذریعه، د ۶ میاشتو لپاره، د درس دپاره امریکې ته تللی وم.

هېره د نه وي، چې حسن شرق، محمد خان جلالر، نعمت الله پژواک، او ځینې نورو هم د داىٔود خان په حکومت کې رغنده ونډه لرله.

دا خبره هم باید ذکر شي، چې داىٔود خان بیا د همدغه خپلو ملګرو له لاسه، له قدرته لېرې، او د کورنۍ له غړو سره یوځای ووژل شو.

 

د پام وړ ټکي:

داىٔود خان او محمد ظاهرشاه د تره زامن، او د داىٔود خان مېرمن، د محمد ظاهرشاه خور وه. کله چې محمد ظاهرشاه، په قانون کې دغه شرط علاوه کړ، چې صدراعظم، باید له شاهي کورنۍ څخه نه وي، نو د همدغې مادې له کبله، داىٔود خان د صدارت د چوکۍ څخه لېرې کړل شو. زما په اند، داىٔود خان د همدغې ورځې څخه، د محمد ظاهرشاه د حکومت د ړنګېدو په فکر کې شو.

زما په فکر سره، روسانو، او د خلق او پرچم د ګوندونو غړو، له داىٔود خان څخه، د اسلامي نهضت د غړو پر خلاف، ډېره ناوړه ګټه پورته کړه.

ویل کېدل به، چې داىٔود خان یو با ناموسه سړی و. البته، د اسلامي نهضت د غړو په هکله یې، ډېره ستره او نه جبران کېدونکې، جفاء کړېده، او دغه ټول کارونه یې، د روسانو، پرچمیانو، او خلقیانو په مستقیمه اشاره کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې د ده وراره، عزیز نعیم، چې د نعیم خان زوی و، هر وخت به یې په لندن کې، د روسانو د اشغال په ضد مظاهرو کې برخه اخستله، او د روسي اشغال ډېر مخالف و. هغه په کابل کې د سیاسي علومو د پوهنځۍ پخوانی استاد و.

دا چې ځیني پخواني بد افغانان، اوسني ځوان نسل ته ښه معلومیږي، دا د دوی ګناه نده. دا زمونږه خپله ګناه ده، چې متأسفانه ځینو افغانانو خپل ځانونه دومره ډېر خراب کړل، چې اوس هغه پخوانې بدې څېرې هم ځینو ته ښه ښکاره کیږي.

مونږه ټول باید هر وخت خپلو اعمالو ته ډېره پاملرنه وکړو، او له الله(ج) څخه هره لحظه، د نېکې او ایمانداره، خاتمې سوال وکړو. داسې نه، چې خدای مکړه، شروع مو ډېره ښه، او آخره مو بیا ډېره خرابه شي.

زه به کوښښ وکړم، چې په درېیمه لیکنه کې ان شاءالله، د ثور له کودتا څخه شروع وکړم.

له ټولو قدرمنو لوستونکو څخه هیله کوم، چې که چېرې، ما کومه سهوه کړې وي، چې هغه د تبصرو په بڼه، راته په ګوته کړي، او دا ځکه چې، ځوان نسل ته، حقایق، باید د حقایقو په بڼه وړاندې شي، او بس.

په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

والسلام

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک