No-IMG

سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه - لومړۍ برخه

نن سبا د زیاتره افغانانو وروڼو او خویندو څخه دغه خبره ډېره اورېدل کیږي، چې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو، د خپل ملت سره ډېر ستر خیانت کړی دی، او متأسفانه دغه وروڼه او خویندې، د ټولو سیاسي ګوندونو په هکله یو شانته قضاوت کوي.

زه پخپله، له دغه خبرې سره موافق نه یم. زما په فکر سره ټولو سیاسي ګوندونو، نه، بلکې ځینو ګوندونو په ریښتیا د ملت سره ستر خیانت وکړ. غواړم خپل شخصي نظر، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته په لاندې ډول وړاندې کړم.

۱- ګمان نکوم چې یو څوک به، په ټوله نړۍ کې یو داسې ملک په ګوته کړي، چې په هغه کې به په ښکاره او یا په پټه، سیاسي ګوندونه شتون ونلري. نو دا باید ومنو، چې د سیاسي ګوندونو شتون، یو حقیقت دی.

ډېر امکان لري، چې دغه سیاسي ګوندونه په مختلفو وختونو کې د ضرورت له کبله، د هغې ملک د خلکو په غوښتنه منځ ته راغلي وي. یو پوه او هوشیار سوداګر به هم، لومړی د خپل تجارت د ځای د انتخاب په هکله، د هغې د ځایي خلکو غوښتنې په نظر کې نیسي، او بیا به د هغو د خوښې توکي مارکېټ ته وړاندې کوي. نو دغه خبره باید ومنل شي، چې د افغانستان سیاسي ګوندونه به هم، د ضرورت په خاطر منځ ته راغلي وي.

زه په ۱۳۴۸ شمسي کال کې د ثانوي تخنیک د لسم ټولګي زده کونکی وم. مونږه د ثانوي تخنیک د نوي تعمیر، لومړنۍ دوره وو. زما ښه په یاد دي، چې په هغو کلونو کې، چې د محمد ظاهرشاه وخت و، ډېرې مظاهرې وې. په هغه وخت کي د جوانان مسلمان، خلق، پرچم، شعلهٔ جاوېد، مساوات، افغان ملت، ستم ملی، او صدای عوام، سیاسي ګوندونه جوړ شوي وو. په هغه وخت کې په ولسي جرګه کې، مولوی صاحب محمد نبی محمدي، مولوی صاحب سیداکبر، ببرک کارمل، حفیظ الله امین او داسې نور، وکیلان وو. شاید دغه خبره به ځینو لوستونکو ته عجیبه ښکاره شي، چې په هغه وخت کې به د ولسي جرګې غونډې، د کابل راډیو له لارې خپرېدې.

په هغه وخت کې افغانانو ته یوه اندازه آزادي ورکړ شوې وه. ټولو سیاسي ګوندونو، لږ او ډېر غړي لرل.

د افغانستان ځوان نسل هم، په هغه وخت کې د خپل سیاسي فکر سره سم، په دغو سیاسي ګوندونو کې خپل ځانونه ځای پر ځای کړي وو. د ټولو ګوندونو غړو یو او بل ډېر ښه سره پېژندل. هرچا خپل ګوند ته، تر خپلې وسې کار کاوه.

د یادولو وړ ده، چې چپي ګوندونو په هغه وخت کې هم، ځینې امتیازات لرل، او علت یې دا و، چې هغوی په دولت کې ځینې ملاتړي لرل.

په هغه وخت کې به د ځینو ګوندونو غړو په ښکاره ډول روژه خوړله، او په اسلام او مسلمانانو باندې به یې په یوه ډول او بل ډول، ملنډې وهلې. یعنې، د هغه وخت حکومت هم په ښکاره او رغنده توګه، د دوی مخنیوی نه کاوه!

د محمد ظاهرشاه د سلطنت په وخت کې نیږدې ټولو سیاسي ګوندونو، خپلې جریدې هم لرلې. ټولو سیاسي ګوندونو به په ښکاره فعالیت کاوه، او چپي ګوندونو، په خاص ډول د پرچم د ګوند ډله ډېره فعاله معلومېده، او علت یې دا و، چې دوی په دولت کې خپل نفر لرل.

یو وخت پرچمیانو، د پرچم په جریده کې په لېنن درود ویلی و، او دغه کړنې یې د افغانستان د ځینو خلکو اسلامي احساسات سخت راوپارول، او د هرځای څخه دیني علماء او نور مسلمانان، د کابل د پل خیشتي په جامع جومات کې سره راغونډ شول. دغې غونډې ورو ورو ډېر زور واخیست، او د ګډونوالو شمېر ورځ په روځ زیاتېده، او په ډېر کم وخت کې د دوی ملاتړي ډېر زیات شول، او دوی ته به یې پخپله خوښه، پرېمانې اوبه او ډوډۍ وروړله.

د غونډې ګډونوالو، د پرچم د ګوند، د لوړ پوړو چارواکو محاکمه غوښتله.

په آخر کې حکومتي چارواکو، په شپه کې ددغې غونډې په ګډونوالو چاپه واچوله، او ټول ګډونوال یې یوه او بل ولایت ته یوړل، او دغه غونډه یې بې نتیجې د پرچمیانو په ګټه پای ته ورسوله. یعنې، د پرچم د ګوند لوړ پوړو چارواکو ته حکومتي چارواکو څه ونه ویل، چې په نتیجه کې یې پرچمیان نور هم سپین سترګي شول.

د یادونې وړ ده، چې الحمدلله، د اسلامي نهضت زیاتره غړي، ډېر ذکي، پاک، منظم، او د عالي اخلاقو څښتن وو. دوی به په همغه وخت کې منظمې تعلیمي حلقې لرلې، او په ډېره زیاته اندازه به قدرمنو خویندو هم، په دغو غونډو او مظاهرو کې د خپلو وروڼو تر څنګ برخه اخستله.

هېره د نه وي، چې شهید انجینر سیف الدین نصرتیار، او د اسلامي نهضت نورو مخکښو وروڼو او خویندو، د پوهنتون په مظاهرو کي ډېره فعاله ونډه لرله، او د دوی د مظاهرې د ګډونوالو شمېره به تر نورو ډېره زیاته وه.

د یادولو وړ ده، چې د محمد ظاهر شاه په وخت کې په نسبي توګه، ډېر امنیت و، او د خلکو وژنه باالکل کمه تر سترګو کېده. ليکن، دا هم باید وویل شي، چې د ظاهرشاه د حکومت آینده پالیسي سمه نه برېښېده. د ظاهرشاه حکومت پدې هکله ډېر ضعیف معلومېده، او په اسلام او وطن مین افغانانو به، په همغه وخت کې د دغه اوسني حالت خبرداری ورکاوه!

که چېرې مناسب او رغنده اقدام، پخپل وخت کې ترسره شوي وای، نو کېدای شوای، چې د ځینو اوسنیو بدبختیو مخه به نیول شوې وای!

۲ - یوه خبره باید ټولو افغانانو، او په ځانګړې توګه، ځوان نسل ته ښه واضح وي، چې داکتر نجیب، هېڅکله هم اسلامي او ملي سوله نه غوښتله. زما ښه په یاد دي، چې د پوهنتون په مرکزي لیلیه کې به چې کله ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي، خپلو ملګرو ته خبرې کولې، نو داکتر نجیب به له خپلو ملګرو سره په یوه برخه کې غلی ناست و. ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي به په وار وار په ډاکتر نجیب او د هغه په ملګرو غږ وکړ، چې اې نجیبه وروره! راځئ، چې یو او بل ته قناعت ورکړو. ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي به داکتر نجیب ته ویل، چې که ته مونږه ته قناعت راکړې، مونږه به ټول له تاسې سره یوځای شو، او که مونږه تاسې ته قناعت درکړ، نو تاسي باید له مونږه سره یوځای شئ، او کنه، دغه بې اتفاقي، او ځانځاني به مونږه او تاسې ټول په ګډه تباه او برباد کړي. لېکن، د داکتر نجیب او د هغه د ملګرو له طرفه به هېڅ ځواب نه اورېدل کېده.

دغه نظر، چې داکتر نجیب په ریښتیا سره ملي سوله غوښتله، یو ډېر غولونکی نظر دی. هغه، او د هغه ملګرو، هغه سوله غوښتله، چې اصلي قدرت باید له دوی سره پاته وي.

د یادولو وړ ده، چې ډاکتر نجیب د خپل حکومت په آخرني وخت کې، د یوې غربي رسنۍ سره په یوه مرکه کې خپل ځان دومره ټیټ کړ، چې باید هېڅ افغان هم خپل ځان یوه چاته دومره ټیټ نکړي.

د تعجب خبره خو بیا داده، چې ځینې ناخبره ځوانان، ډاکتر نجیب ته بیا د وطندوست خطاب کوي.

که چېرې د نړۍ اوسني حالت ته ښه په ځیر سره وکتل شي، نو معلومه به شي، چې د اوسني وخت ډاکتران، د انسانانو د روغتیا په هکله څومره هلې ځلې کوي، او خپل ژوند یې د نورو د خدمت په خاطر، له ستر خطر سره مخامخ کړی دی. لېکن، ډاکتر نجیب، چې هغه هم یو ډاکتر و، د افغانانو په وژنه کې یې بیا تر ټولو رغنده برخه لرله.

۳ - د محمد ظاهرشاه د حکومت په آخري میاشتو کې، د پوهنتون د محصلینو د اتحادیې لپاره انتخابات ترسره شول. پدغه انتخاباتو کې، الحمدلله، د اسلامي نهضت غړو، په غوڅ اکثریت سره څوکۍ تر لاسه کړې. همدغه بې ساري کامیابۍ، په دولت کې ځینې سیاسي کړۍ، او په ځانګړې توګه، روسان رابېدار کړل، چې په نتیجه کې یې د محمد ظاهرشاه سلطنت ته، د محمد داود خان د کودتا پذریعه د پای ټکی کېښود.

د یادولو وړ ده، چې محمد داود خان، نور احمد اعتمادی، ډاکتر‌ یوسف، محمد هاشم میوندوال، ډاکتر ظاهر، او موسٰی شفیق، د ظاهرشاه د دورې هغه صدراعظمان وو، چې زما په ژوند کې تېر شوي دي.

۴ - زما د محمد داود خان کودتا د نن ورځې په شان په یاد ده. زه د انجینرۍ د پوهنځۍ په اول صنف کې محصل وم. د مونږه دوره ۱۵ میاشتې د مظاهرو له کبله وځنډېده، چې په نتیجه کې یې د ۲ دورو محصلین سره یوځای شول.

زمونږه د اول صنف لیلیه په پوليتخنیک کې وه. کله چې د هغې ورځې په سهار مونږه غوښتل، چې خپلو درسونو ته لاړ شو، نو په دروازه کې عسکرو ودرولو، او د تګ اجازه یې رانکړه، او مونږه بېرته خپلو کوټو ته ولاړو.

د محمد داود خان په دوره کې د اسلامي نهضت ځینې غړي بندیان، ځینې شهیدان، او ځینې مهاجر شول.

الله(ج) دې، د حق د لارې ټول شهیدان وبښي، او الله(ج) دې، دوی ټولو ته جنت الفردوس ورپه برخه کړي، او الله(ج) دې، د دوی سپېڅلی ارمان، چې د یوه سوچه اسلامي نظام منځ ته راوړل وو، د مونږه په ژوند کې تر سره کړي. آمین یارب العٰلمین.

۵ - کله چې د محمد داود خان سپینه کودتا، په ۱۳۵۲ کال کې وشوه، نو هغه د سرطان د میاشتې ۲۶ نېټه وه. هغې ته ځکه سپینه کودتا ویل کیږي، چې په دغه کودتا کې، غیر د حبیب الله زرمتي څخه، چې هغه د پل آرتن په حصه کې د خپل ټانګ د چپه کېدلو له امله مړ شو، نور مرګ او ژوبله یې نه لرله.

هېره د نه وي، چې د محمد داود خان د کودتا په وخت کې، محمد ظاهر شاه د ایتالیې په رسمي سفر له ملکه بهر تللی و، او دده زوم جنرال عبدالولی، چې د قوای مرکز عمومي قوماندان و، بندي شو.

نو کله چې د محمد داود خان کودتا وشوه، نو د اسلامي نهضت په غړو د ژوند ساحه ډېره تنګه شوه. هېره د نه وي، چي قدرمن حکمتیار صاحب د محمد داود خان د کودتا څخه وړاندې، د محمد ظاهرشاه په وخت کې په بندیخانه، او غرونو کي ورځې او شپې سبا کولې.

د محمد داود خان، په لومړنۍ کابینه کې پرچمیانو او خلقیانو ښه غوښنه برخه لرله. پرچمیانو او خلقیانو ته خو د اسلامي نهضت فعال غړي ښه معلوم وو، نو دوی د دولتي‌ قدرت په واسطه، د اسلامي نهضت غړي، په یوه او بله بهانه بندي، او شهیدان کړل، او ځینې یې هجرت ته اړ کړل.

انجینر حبیب الرحمٰن هم د محمد داود خان د حکومت په دوره کې د کودتا د تور په بهانه، له نورو ملګرو سره شهید کړ شو، او الله(ج) دې، د هغه شهادت قبول کړي. آمین یارب العٰلمین.

د اسلامي نهضت نور تکړه غړي، یو پر بل پسې د دهمزنګ په قلعهٔ بلند کې په جېل کې واچول شول، چې وروسته متأسفانه، بیا د خلقیانو او پرچمیانو له خواه، د پلچرخي په بدنام جېل کې، په ډېره بې رحمۍ سره په ګډه په شهادت ورسېدل. الله(ج) دې، د دوی ټولو شهادت قبول کړي، او د دوی پاک ارمان د، الله(ج) د مونږه په ژوند کې ریښتیا کړي. آمین یارب العٰلمین.

محمد داود خان د خپل حکومت په لومړي وخت کې په بشپړه توګه، د روسانو، پرچمیانو او خلقیانو تر اغېزې لاندې راغلی و. پرچمیانو، او خلقیانو، له داود خان څخه، د اسلامي نهضت د غړو پر ضد، ښه ناوړه ګټه پورته کړه.

محمد داود خان د انجینرۍ پوهنځۍ د امریکا د جاسوسۍ ځاله بلله، او ډېر ژر یې د هغې د تړلو امر ورکړ. یعنې ګمان کوم چې نیږدې ۲ کاله یې نوي محصلین ورته ونه نیول.

محمد داود خان بیا ورو ورو، د خپل د عدلیې د وزیر، د پوهاند وفي الله سمیعی تر اغیزې لاندې راغی، او په آخرني وخت کې یې عربستان ته یو رسمي سفر هم درلود، چې عمره یې هم اداء کړه.

د یادولو وړ ده، چې محمد داود خان ټول عمر د پښتونستان بشپړه آزادي غوښتله. مګر کله چې د ذوالفقار علی بوټو له طرفه پاکستان ته دعوت شو، نو د بېرته راتګ نه وروسته یې سمدلاسه د پښتونستان خپرونه، چې د کابل رادیو له لارې به خپرېدله، له منځه یوړه، او بیا د پښتونستان مسىٔله باالکل په ټپه ودرېده.

هېره د نه وي، چې همدغه محمد داود خان بیا امر وکړ، چې هرکال باید د انجینرۍ پوهنځۍ ته ۱۰۰۰ کسه نوي شاګردان ونیول شي، چې په هغه وخت کې به شاید ټول پوهنتون ته، له ۵۰۰۰ شاګردانو زیات نه نیول کېدل.

د محمد ‌داود خان، د حکومت پالیسي په آخري وخت کې، روځ په روځ د غرب په لور روانه وه، او د افغانستان پنځه کلن پلان یې هم تصویب کړ. ځینې پروژې په ځینو ولایاتو کې شروع هم شوې.

محمد داود خان ګمان کوم چې غوښتل، تر روسانو، خپل ځان هوشیار وښیي، مګر خبر نه و، چې هرڅوک چې د بل چا پواسطه قدرت ته رسېدلی وي، نو هغه همداسې بیا په ډېره آسانۍ سره لرې کېدلای هم شي.

محمد داود خان خپل ځان ته، د ملي غورځنګ په نامه یو ګوند هم جوړ کړی و، او ګمان کوم، چې د دولت ځینې مامورین یې پکې بېدون د دوی له خوښې داخل کړي وو. ما ته په اوسني وخت کې د واټس اَپ مفت ګروپونه همداسې ښکاري، چې ته به خبر نه وې، او چا به په خپل سر پخپل ګروپ کې شامل کړی وې. نو زما په فکر سره، د محمد داود خان ګوند هم د اوسني واټس اَپ د ګروپ په شان، یو ګوند و.

دا به بې انصافي وي، چې دغه خبره هم ذکر نشي، چې ما پخپلو سترګو، د محمد داود خان زوی او خارجي نګور یې، د میوند د جادې منار ته نیږدې، په لیلامي بازار کې لیدلي دي، چې ځانو ته به یې حتمي څه لیلامي شیان اخستل.

د داود خان په هکله به دا هم ویل کېدل، چې ډېر باناموسه افغان و.

نو په لنډه توګه داسې ویلی شو، چې روسانو، او پرچمیانو د محمد داود خان څخه ډېره ناوړه ګټه پورته کړه.

په پښتو کې یو متل دی، چې مځکه، هغه سوځي، چې اور پرې بل وي. دا متل، د داود خان، او د اسلامي نهضت د غړو په هکله ښه تطبیق کیږي. یعنې، د داود خان کړنې او پالیسی، د اسلامي نهضت غړو ته، نه بښونکی، او نه جبران کېدونکی تاوان رسولی دی.

 

د پام وړ ټکي:

ګران او قدرمن لوستونکي، باید د اسلامي نهضت هغه وروڼه او خویندې ملامت نکړي، چې هغوی په ډېر پاک نیت سره، د محمد ظاهرشاه او محمد داود خان د حکومتونو پر ضد فعالیت شروع کړی و، او دا ځکه، چې په هغه وخت کې، دوی په دغه فکر وو، چې د محمد ظاهرشاه او محمد داود خان حکومتونه، په نسبي ډول ښه حکومتونه نه ‌وو. دغه وروڼو او خویندو په ریښتیا سره غوښتل، چې له هغو څخه ډېر بهتره اسلامي نظام مابین ته راوړي، او دا ځکه، چې دوی پخپله ډېر په اسلام او وطن مین افغانان وو، او دوی به هېڅکله، دغه اوسنی حالت نه غوښتلو.

زه له قدرمنو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما غلطۍ را په ګوته کړي، او دا ځکه چې ځوان نسل ته، باید حقایق، د حقایقو په اصلي بڼه وړاندې شي، او داسې ونشي، چې تاریخي حقایقو ته، بله بڼه ورکړل شي.

د هغه ملک ځوان نسل به نېک بخته وي، چې د دوی مشران، دوی ته حقایق، د حقایقو په اصلي بڼه وړاندې کړي، او خپله مالګه او مرچ ورسره ګډ نه کړي.

د یادولو وړ ده، چې پدغه لیکنه کې هغو ټکو ته اشاره شوېده، چې پخپله لیکوال پخپلو سترګو لیدلي، او همدارنګه د هغو شیانو څخه، چې د پردې تر شا، واقع شوي دي، لیکوال خپله بې خبري اعلانوي.

هېره د نه وي، چې نورو مسىٔلو ته به په راتلونکو برخو کې اشاره وشي.

په پای کې زه دواړه لاسونه په ډېره عاجزۍ سره، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

والسلام

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک