No-IMG

د ارغندیوال صاحب غبرګون!

ما د ارغندیوال صاحب د غبرګون ټولې خبرې ښه په دقت سره واورېدلې، او غواړم د هغه په هکله، خپل نظر په لاندې ډول سره وړاندې کړم.

زه له ارغندیوال صاحب، او د هغه له هغو ملګرو څخه، چې د ده سره یوځای له حزب نه جلا شول، ډېر خفه وم، او هنوز هم ډېر خفه یم.

زه به هغه وخت په ریښتیا سره خوشحاله شم، چې ارغندیوال صاحب، د حزب اسلامی نوم، بېرته اصلي حزب اسلامی ته تسلیم کړي، او دوی ټول د ګران او قدرمن مشر تر قیادت لاندې، له خپلو وروڼو او خویندو سره بیا یوځای شي.

د یادولو وړ ده، چې ارغندیوال صاحب، او دده ملګرو، باید له لومړنۍ ورځې نه د ګران او قدرمن مشر قیادت، د زړه له کومي منلی وای. دده دپاره لازمه وه، چې د اسلام په رڼا کې یې خپل قضاوت په صحیح توګه کړی وای، او هېڅکله یې د حزب په مقابل کې، طرف نه وای نیولای!

اوس راځم، دده غبرګون ته:

هغه پښتو متل حقیقت لري، چې پخوانیو خلکو، زېړ غوړي خوړلي، او لدې کبله تکړه معلومیږي. یعنې، ارغندیوال صاحب هم، د حزب په شریک کور کې یو زیات وخت تېر کړی دی، او د هغو اثرات نن څه ناڅه معلوم شول.

زما په اند، ارغندیوال صاحب، د خپلې برطرفۍ علتونه په ښه توګه د رسنۍ له لارې ښه وړاندې کړل. ده خپله تیاري په ښه بڼه نیولې وه.

دده له خبرو داسې معلومېده، چې دده په برطرفۍ کې، ډېره بې انصافي، او ډېره بې عدالتي شوې ده. ده، په ترتیب سره، د خپلې برطرفۍ هر ټکي ته په ښکاره الفاظو، ښه وضاحت ورکړ.

اوس باید هغه خلک، چې دده په برطرفۍ کې یې رغنده ونډه لرله، دده غبرګون ته د منلو وړ ځوابونه ووایي.

کېدای شي، ځینې افغانان ووایي، چې ارغندیوال صاحب دغه خبرې ولې هغه وخت نه کولې، چې هغه برحال وزیر و؟

دا ډول دلیل وړاندې کول، باید چا ته نور د منلو وړ نه وي. مقابل طرف ته لازمه ده، چې باید دده د برطرفۍ په هکله کره شواهد وړاندې کړي. کنه، بیا اصلي کار په دوی کې دی!

ارغندیوال صاحب، د غبرګون په جریان کې لږشانته خفه، او ناهیلی معلومېده. لېکن، جرأت ته یې هم باید د قدر په سترګه وکتل شي.

د یادولو وړ ده، چې په اوسني افغانستان کې ځینې کارونه سرچپه روان دي. د مثال په توګه، یو څه وخت مخکې، ولسي جرګې پنځو وزیرانو ته د اعتماد رأیه ورنکړه، او هغوی ټول تر ننه برحاله وزیران دي، او هغو وزیرانو ته چې ولسي جرګې د اعتماد رأیه ورکړه، هغوی برطرف شول!

هېره د نه وي، چې ارغندیوال صاحب دغه یادآوري هم وکړه، چې غواړي په مناسب فرصت کې به، د هغو خلکو نومونه واخلي، چې په دغه معامله کې یې برخه لرله.

هیله ده، چې ارغندیوال صاحب دغه کار وکړي. داسې ونشي، چې د نورو په شان بیا دغه وعده هېره شي!

 

د پام وړ ټکي!

د ارغندیوال صاحب، او دده د ملګرو دپاره لازمه وه، چې دوی دغه دندې هېڅکله هم نه وای قبولې کړې. اوس هم کېدای شي، چې دغه برطرفي به د دوی په خیر وي، ترڅو په نتیجه کې یې، ټول په اسلام او وطن مین افغانان، د اسلام تر متحد بیرغ لاندې سره یوځای شي، او په ګډه حقیقي اسلامي نظام قایم کړي.

هیله کوم، چې ارغندیوال صاحب او ملګري یې، او له حزبه نورې جلا شوې ډلې، ټولې خپل اصلي ټاټوبي ته په خیر سره بېرته راستون شي، او وروڼه او خویندې هم باید د دوی راتګ ته، د زړه له کومي ښه راغلاست ووایي.

همدارنګه، ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل او فصل شي.

نور باید خفګان نه وي، او ټولو وروڼو او خویندو ته لازمه ده، چې ددغه شریک کور په قدر پوه شي، او بیا هېڅکله هم ددغه شریک کور په ساتنه کې غفلت ونکړي.

همدارنګه، ټولو وروڼو او خویندو ته لازمه ده، چې حزبي اصولو ته د قدر په سترګه وکتل شي، او هېڅکله هم یو او بل ناحقه خفه نکړي، او پدغه شریک کور کې هېچا ته هم په بده سترګه ونه کتل شي.

په پای کې د الله(ج) لوی دربار ته د دعا دپاره لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې، ټول په اسلام او وطن مین افغانان سره یو موټی کړي، او الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته اسلامي نظام، او سوله راولي، چې الله(ج) ته د منلو وړ وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

والسلام.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک