No-IMG

ناروغ او د هغه پوښتنه!

ښه صحت او سلامتي د الله(ج) د بې شماره نعمتونو څخه یو لوی نعمت دی. یو څوک به د یوه شي په قدر او ارزښت هغه وخت پوه شي، چې هغه شی له لاسه ورکړي. د ښه صحت په قدر به هم یو څوک هغه وخت پوره پوه شي، چې هغه ډېر سخت ناروغ شي.

الله(ج) خپلو بندګانو ته څومره نعمتونه خوشې (مفت) ورکړي دي. د مثال په توګه: د خبرو کولو توان، د لیدلو توان، د اورېدلو توان، د بویولو توان، د یوه شي د خوند د معلومولو توان، او د تګ او راتګ توان، او داسې نور.

دغه ټول بې حسابه نعمتونه، مونږه ته الله(ج) مفت په نصیب کړي دي. انسانان، باید هر وخت د دغو نعمتونو شکرانه اداء کړي. د خبرو کولو شکرانه داده، چې سړی باید خپله خوله هر وخت د حق په ویلو خلاصه کړي، او یو مسلمان باید په هېڅ وخت کې له خپلې خولې څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي. د سترګو یوه شکرانه به دا وي، چې سړی حرامو شیانو ته ونه ګوري. او همداسې نور.

زه غواړم چې د خپلې ناروغۍ په هکله ستاسې توجه راوګرځوم.

الله(ج) ما ته الحمدلله، ۶۵ کاله مکمل صحت را په برخه کړی و. ما په دغه ۶۵ کالو کې یوه شپه هم په شفاخانه کې نوه تېره کړې. زه الحمدلله، د ډېر ښه صحت خاوند وم. کله کله به چې زه کوم ځای ته پیاده تللم، نو ما به له ځانه سره دا فکر کاوه، چې اې بوډا سړیه! لږ ورو ورو په لاره ځه، چې خدای مکړه څوک د په سترګو نه کړي!

هغه و، چې زما په چپ لَنګي کې یو هغه شانته درد شروع شو، چې ما د آګست له پنځمې نېټې څخه د آګست تر آتلسمې نېټې پورې یوه سترګه خوب هم ونکړای شو. د درد ټولو دواګانو هېڅ کار نه کاوه، او په آخر کې حتٰی د مارفین دوا هم کار نه ورکاوه.

د ۲۰۱۸ مېلادي کال، د آګست په ۱۸ نېټه، چې زه په هغه وخت کې د ۶۵ کالو وم، په شفاخانه کې عاجل بستر شوم. زما سترګې نه پټېدلې،  او زما خولې هم کار پرېښوده. ډاکترانو ګمان کاوه، چې Stroke به وي، خو الحمدلله، هغه نه و. زما په تداوۍ کې د څلورو مرضونو ډاکترانو برخه درلوده. دوی بیا فکر کاوه چې کېدای شي، زه کوم ډول سرطان ولرم. دوی د MRI، او CT Scan ډول ډول معاینې وکړې، او په آخر کې الحمدلله، کوم خطرناک مرض نه و.

زه په ریښتیا سره د خپلې خولې او خپلو سترګو په قدر هغه وخت پوه شوم، چې هغوی کار پرېښوده.

د یادونې وړ ده، چې الله(ج) ما ته دغه سترګې او خوله ۶۵ کاله مفتې راکړې وې. زه د هغوی په قدر نه پوهېدم.

د انسان په بدن کې، الله(ج)، څومره لینونه او تارونه یو د بل سره، د مختلفو کارونو د اجراء کولو دپاره وصل کړي دي. د انسان د بدن ویرنګ (Wiring)، ډېر په عالي سویه سرته رسېدلی دی. که چېرې خدای مکړه، کوم لین او یا کوم تار کار ونه کړي، نو د هغه تأثیرات به ډېر ناوړه عواقب ولري. الله(ج)، دغه د بدن پوستکی، د ټولو لینو او تارونو د ساتلو دپاره په څومره مهارت کارولی دی. (سبحان الله!).

کله به چې ماته د دغه ښار خلک پوښتنې ته راتلل، نو ټولو به په یوه خوله، دغه خبره راته کوله، چې دوی ټولو زما په هکله، د دغه شانته مریضۍ خبر نشو منلای، او دا ځکه چې الله(ج) ماته ښه صحت راپه برخه کړی و؛ او زه په ریښتیا سره د کامل صحت په اصلي مفهوم نه پوهېدم.

زه اوس هم داسې فکر کوم چې دغه مریضي به ان شاءالله، زما په ګټه وه. یعنې زه به ان شاءالله، له پخواه څخه نور هم زیات، د الله(ج) د نعمتونو شکرانه اداء کړم.

ما ته الحمدلله، خپلو خپلوانو، ملګرو، او دوستانو، ډېرې دعاګانې کولې، او الحمدلله، الله(ج) هغه زما په برخه کې قبولې کړې. زه یوې دعا په خاصه توګه ډیر متأثر کړم، او هغه د زما د پوهنتون د پخوانیو شاګردانو دعا وه. دغه شاګردان، د سعودي عربستان وو، او یوه شاګرد ماته په تلفون کې وویل چې هغه کعبې شریفې ته مخامخ ولاړ دی، او زما د مکمل صحت دپاره دعا کوي! دغه دعا په ما ډېر سخت تأثیر وکړ. زه تر اوسه حیران یم، چې زما شاګردان، څرنګه زما په مریضۍ خبر شول، او په څه ډول یې د شفاخانې د هغه برخې د تلفون شماره پیداکړه، چې زه هلته بستر وم. نو دغه ماته سل په سلو کې ثابته شوه، چې د دوستانو دعاګانو او د ډاکترانو درملنې ماته پوره ګټه ورسوله.

هېره د نه وي، چې زما مطلب دا ندی، چې زه یو څوک د تداوۍ څخه منع کوم. نه داسې نده. مونږه ټول باید د علاج دپاره ډاکتر ته مراجعه وکړو، لېکن اصلي شفاء ورکونکی، الله(ج) دی، او ډاکتر یې، یو سبب وګرځي.

مونږه ټول باید هر وخت د خپل صحت په برخه کې خاصه پاملرنه وکړو، او د بدن هره برخه د الله(ج) یو امانت دی، او دغه امانت باید په ښه توګه وساتل شي.

کله چې یو څوک مریض شي، نو په ریښتیا سره د هغو پوښتنه ډېر ثواب لري، او د هغه ثوابونه، په اسلام کې هرچا ته معلوم دي. لیکن، زه د دغو ۲ هفتو د مریضۍ د تجربې په آساس دغه وایم: چې په ریښتیا سره، یو ناروغ په خپله پوښتنه ډېر زیات خوشحالیږي. یو ناروغ، کمک ته ضرورت لري، او هغه د خپلو ملګرو او دوستانو راتګ ته هره شېبه سترګې په لاره وي. یوه ناروغ خپلې دوې سترګې د کوټې دروازې ته نیولې وي، چې اوس به یو څوک دده پوښتنې ته راځي. نو په ریښتیا سره، یو ناروغ، دېته ډېره اړتیا لري، چې یو څوک د هغې پوښتنې ته ورشي.

زه له خپل ځان او نورو وروڼو او خویندو څخه دا هیله کوم، چې د امکان په صورت کې، د ناروغ پوښتنې ته حتمي ورشي، ځکه چې ناروغ عاجز، خپلې ۲ سترګې د کوټې دروازې ته نیولې وي!

زه پخپله، له ټولو وروڼو او خویندو څخه، د زړه له کومي مننه کوم، او زما غریب له لاسه به څه پوره شي؟ خو زه دوی ټولو ته د الله(ج) له لوی او مهربان دربار څخه د عظیم اجرونو سوال کوم.

 

د پام وړ ټکي:

مونږه ټولو مسلمانانو وروڼو او خویندو ته لازمه ده، چې د خپل صحت په قدر پوه شو، او د الله(ج) د بې شماره نعمتونو شکرانه په سمه توګه اداء کړو. مونږه دغسې ونکړو، چې خپلې مریضۍ ته منتظر شو، او چې کله، مریضي راباندې راشي، نو بیا د صحت په قدر پوه شو. نه داسې باید ونکړو، او د مکمل صحت په وخت کې باید، د خپل صحت په قدر او شکرانه پوه شو.

همدارنګه، د امکان په صورت کې، هر څوک باید د ناروغ پوښتنه وکړي، او له هر ډوله عذرونو او بهانو څخه ځانونه خلاص کړي. په ریښتیا سره چې، یو ناروغ، په پوښتنه ډېر خوشحاله کیږي.

په پای کې زه د خپل ځان او ټولو وروڼو او خویندو، د کامل صحت دپاره د زړه له کومي دعا کوم، او الله(ج)، د ټولو وروڼو او خویندو ته کامل صحت او سلامتي ورپه برخه کړي. آمین یارب العٰلمین.

زه یو ځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یا رب العٰلمین.

والسلام.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک