د دروغجنو د پام وړ!
ټول وګړي، او په ځانګړې توګه، یو مسلمان افغان، باید د خپلو خبرو، لیکنو، او کړنو سره، ډېر احتیاط وکړي. دا پدې معنٰی، چې هېڅکله باید په چا پسې دروغ ونه ویل شي، د چا عزت ته په سپکه سترګه ونه کتل شي، او یا په چا پسې تهمت ونه تړل نشي. یا په بل عبارت، په هر حالت کې، اسلامي لارښوونې، او اسلامي اخلاق، په نظر کې ونیول شي.
د یادولو وړ ده، چې په چا پسې دروغ ویل، لویه ګناه ده؛ او هر هغه څوک چې په یوه چا پسې دروغ وایي، نو هغه به حتمي په نورو کارونو کې هم، ډېر خراب سړی وي.
هغه څوک، چې د یوه دروغجن سړي خبرو ته غوږ نیسي، هغوی هم په حقیقت کې سم کار نه کوي، او دوی هم یوه اندازه ملامت دي.
ځینې خلک چې کله پوه شي، چې یو سړی، په چا پسې دروغ وایي، نو بیا دوی، دغه دروغجن سړي ته، ډېر په غور سره غوږ نیسي، او د دوی دغه کړنه، ددې سبب ګرځي، چې دغه دروغجن سړی، نور هم خپلو دروغو ته نور زور ورکړي، او پخپلو دروغو ویلو کې نور هم وړاندې تګ وکړي.
ډېره د تعجب خبره خو بیا داده، چې ځینې خلک ښه پوهیږي، چې فلانی سړی دروغ وایي. لېکن، که همدغه دروغجن سړی، بیا دده په کوم سیال پسې دروغ ووایي، نو هغه بیا دغو دروغو ته، دروغ نه وایي، او کوښښ کوي، چی دې دروغو ته بیا د ریښتیا ویلو بڼه ورکړي، او ددغه دروغو څخه بیا د خپل سیال په خلاف ناوړه ګټه پورته کړي، چې دا یو ډېر ټیټ کار دی، او یو مسلمان افغان، باید هېڅکله دغسې یو کار ونکړي.
د یادونې وړ ده، چې هرې خبرې ته د دروغ ویلو نسبت کول هم یو غلط کار دی. یا په بل عبارت، داسې ونشي، چې د یوه سړي، ریښتیا ویلو ته هم، د دروغو بڼه ورکړل شي. کېدای شي، چې ددغه سړي خبره، باالکل حقیقت ولري، او دده مخالفین یې د دروغو په شکل تېره کړي.
د پام وړ ټکي:
ټولو خبرو ته، د دروغو نسبت کول، سم کار ندی. اورېدونکي، او لوستونکي، باید ریښتیا، له دروغو نه بېل کړای شي. دروغو ته، دروغ، او ریښتیا ته، ریښتیا وویل شي. داسې ونشي، چې خدای مکړه، دروغ او ریښتیا یو له بله سره ګډ شي.
که چا، په یوه چا پسې خدای مکړه، دروغ وتړل، نو هغه سړی، چې په هغو پسې دروغ تړل شوي دي، هغه باید دغه دروغ په معقولو دلایلو سره، رد کړي. که چېرې په چا ثبوت شي، چې دغه نفر، دروغ ویلي وو، نو بیا ټول خلک، باید هغه سړی په رسمي ډول دروغجن معرفي کړي، او که چېرې دغه نفر ریښتیا ویلي وي، نو بیا ددغه نفر خبره، باید ډېره جدي وګڼله شي، او د دغه خبرې پوښتنه وشي، او هغه مقابل نفر، ددغه خبرې وضاحت وکړي. کنه، نو بیا نورو خلکو ته سوالونه او شکونه پیدا کیږي.
بهتره خو داده، چې هرکله یوه چا د بل سړي په هکله، یوه بده خبره درته وکړه، نو ته دغه نفر ته په ښکاره ټکیو ووایه، چې ته غواړې، دغه خبره سپینه کړې! نو که هغه نفر دغسې وویل چې هو! سپینه یې کړه، نو کېدای شي، دغه خبره ریښتیا وي، او که سړي وویل، چې نه زما نوم به نه اخلې، نو پوه شه، چې دغه سړي، دغه خبره د الله(ج) دپاره نده کړې.
ډېر احتیاط وشي، چې په چا پسې دروغ ونه تړل شي. خو که څوک فکر کوي، چې دغه خبره دروغ ده، نو د هغو د ثابتولو دپاره، باید متهم نفر، خپل ټول دلایل او شواهد وړاندې کړي، تر څو نورو ته حقیقت معلوم شي.
هغه څوک چې د نورو په وړاندې، په چا پسې خدای مکړه، دروغ ووایي، نو ددغو دروغو وضاحت هم، د همدغه خلکو، په وړاندې وشي.
په پای کې دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
