د عبد الله وردک لیکنی

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځینې علتونه! - لومړی برخه

دغه تریخ حقیقت خو ټولو ته معلوم دی، چې بدبختانه په اوسني وخت کې مسلمانان ډېر بې اتفاقه دي، او دغه د بې اتفاقۍ ټکي ته په هر مجلس او هره غونډه کې اشاره کیږي. اما، شاید ټول مسلمانان په دغه خبره سره متفق وي، چې مسلمانان د ژوند په ډېرو برخو کې د نړۍ له ډېرو خلکو څخه وروسته پاته دي. ځینو یو ډول علتونه، او ځینو بل شانته علتونه وړاندې کړي دي. زه هم غواړم چې په خپل نوبت سره خپل نظر قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم. د یادونې وړ ده، چې د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ډېر علتونه دي، لېکن، یو تعداد خلک د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو اصلي علت د دین او سیاست یوځای کېدل ګڼي، او دوی په دغه فکر دي چې دین له سیاست څخه باید جدا شي. زه پخپله له دغه مفکورې او نظریې سره د زړه له کومي مخالفت لرم، او دغه نظریه باالکل...
نور ولوله

د یوې علمي مقالې لیکنه!

نن سبا، د نړۍ د زیاتره پوهنتونو استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په مشهورو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. دغه د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت کې ډېر مهم رول لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د پوهنتون د بودیجې په زیاتوالي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي. د یادونې وړ ده، چې په بین المللي مجلو (Journals) کې هم فرق شته. یا په بل عبارت، ځینې یې د ډېر، او ځینې یې د لږ څه کم اهمیت وړ وي. همدارنګه، په بین المللي کنفرانسونو کې هم فرق شته، او ځینې یې ډېر په  لوړه سویه وي. د مثال په توګه، د ...
نور ولوله

د امریکې جمهور رىٔیس!

نن سبا، په زیاتره افغاني رسنیو کې دا بحثونه کیږي، چې د امریکې بهرنۍ تګلاره، د امریکې د جمهور رىٔیس سره کوم ښکاره تړاو نلري، او د جمهور رىٔیس له بدلېدلو سره، دغه تګلاره ډېره نه بدلیږي. د دغه نظر خاوندان دغه دلیل وړاندې کوي، چې په امریکه کې بهرنۍ تګلاره، د یوه خاص ګروپ له خوا تعین او څارل کیږي، او جمهور رىٔیسان یوازې هغه په عمل کې پیاده کوي، او بس. زه په ډېر معذرت سره، له دغه نظر سره لږشانته مخالفت لرم. زما په اند، د امریکې جمهور رىٔیس، د امریکې په بهرني سیاست کې هر وخت رغنده رول لري. د نړۍ خلکو ته معلومه شوه، چې دونالد ترمپ پدغه تېرو څلورو کلونو کې هغه کارونه وکړل، چې د امریکې بل جمهور رىٔیس نه وو کړي....
نور ولوله

دونالد ترمپ یا جو بایدن!

سږکال د امریکې انتخابات، د نړۍ ډېرو وګړو ته، ډېر په زړه پورې او ډېر مهم برېښېدل. په ځانګړې توګه، ځینو افغانانو، د دغه انتخاباتو پایلو ته، په ډېره بې صبرۍ لحظې شمېرلې. کېدای شي، ځینو افغانانو د امریکې د اوسني جمهور رىٔیس، دونالد ترمپ بیا انتخاب، د افغانستان په ګټه بللی وي، او ځینو بیا شاید د جو بایدن انتخاب ګټور بللی وي. د یادولو وړ ده، چې افغانان باید خپل ځانونه نور د دغو غلطو کړنو او فکرونو څخه خلاص کړي، او د خپلو وګړو او ځانونو په هکله، په ډېر غور سره فکر وکړي. افغانان باید په یاد ولري، چې دوی لومړی مسلمانان، او بیا افغانان دي. دوی باید په هره مسىٔله کې اسلامي او افغاني فکر ولري، او د اسلام په رڼا کې باید د خپل ملک ملي ګټ...
نور ولوله

د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای!

د محصلینو لپاره د امتحانو وخت ډېر مهم دی. دا ځکه چې د دوی د یوه کال د خواریو او زحمتونو نتیجه، به همدغه امتحان تعینوي. غواړم، د زده کړې په ټولو مرحلو کې د یوه شاګرد په حیث، او همدارنګه، په افغانستان او انګلستان کې د یوه معلم په حیث، دغه لاندې ټکي قدرمنو محصلینو ته وړاندې کړم: د امتحانو په وخت کې محصلین، د درس ویلو او تیارۍ نیولو لپاره، دغه لاندې ځایونه په نظر کې نیسي. الف - ځینې محصلین د امتحانو په وخت کې، خپله تیاري د پوهنتون په کتابخانه کې سرته رسوي. د دوی دلیل دا وي، چې هلته، ټول لازم کتابونه موجود وي، او هم غالمغال نسبتاً کم وي. د دوی دغه خبره، د کتابخانې په هکله درسته ده، چې بېشکه کتابونه به وي، او په نسبي توګه، به غال...
نور ولوله

ځیني خلک اوږدې لیکنې نه خوښوي!

نن سبا، ځینې لوستونکي لنډې لیکنې، تر اوږدو لیکنو، ډېرې خوښوي، او دا دلیل وړاندې کوي، چې دوی وخت نلري، چې اوږدې لیکنې ولولي! د یادولو وړ ده، چې ځیني لیکنې باید اوږدې ولیکل شي، تر څو یوه موضوع په هر اړخیزه توګه تحلیل او وڅېړل شي. د ګرانو او قدرمنو لوستونکو پام، دغه لاندې ټکو ته راګرزوم. ۱ - فرضاً یو ښه دیني عالم، د یوې موضوع په هکله، ډېر ښه بیان ورکړي، او د موضوع ټولې ګټې، او تاوان، په واضح توګه، حاضرینو ته وړاندې کړي، نو دغه بیان به تر هغه بیان ډېر ښه وي، چې هغه ډول ډول شکونه، او پوښتنې د حاضرینو په وړاندې را پیدا کړي. کېدای شي، ځینې ګډونوال، دغه بیان ډېر خوښ کړي، او دغ...
نور ولوله

د ښه ملګري ځینې ځانګړتیاوې

ډېر خوشحاله یم چې الحمدلله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو وروڼو او خویندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې دغه لیکنه د دوی په نظر ګټوره وي، نو د هغه په تطبیق کې بایدعملی ګامونه واخلي. تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلي ټکی باید د لمر په شان ټولو ته واضح او څرګنده وي، چې د یوه چا سره ملګري او دوستي کول باید یوازې او یوازې د الله(ج) په خاطر وي، او بس. هغه ملګریتوب او دوستي چې دالله(ج) د رضاء لپاره وي، هغه حقیقی دوستي اوملګري ده، او همدغه شانته دوستي باید د ملګرو په منځ کې موجوده وي. هغه ملګریتوب چه غیر له دغه مهم اصل څخه په بل هرشي باندې استوار وي، هغه ټول مجازي...
نور ولوله

د ځینو مهمو ټکو سم لیکل !

نن سبا، ځینې وروڼه او خویندې ډېرې ښې لیکنې کوي، چې الحمدلله، دا یو ډېر ښه کار دی، او باید ټول وروڼه او خویندې، باید خپلو ښو لیکنو ته ادامه ورکړي. د یادولو وړ ده، چې ځینې ټکي، باید په سمه توګه ولیکل شي. د مثال په توګه: ۱- الحمدلله (✅). الحمدلله، یو عربی ټکی دی، چې د هغې سم لیکل، باید په قرآن شریف، کې ولټول شي، او هغه د قرآن شریف په ډېرو ځایونو کې په لیکلي ډول شته. زه یوازې، د وروڼو او خویندو توجه، د سورة‌ الفاتحه، د سورة الانعام، او سورة الکهف، شروع ته راګرځوم. د یادونې وړ ده، چې د آیت ن...
نور ولوله

د ښې لور ځینې ځانګړتیاوې!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېر خوشحاله یم چې الحمدلله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو قدرمنو لورانو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي. د یادولو وړ ده، چې دغه لاندې ټکي زه د خپل ژوند د ۶۷ کالو د تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ وړاندې کوم. تر ټولو لومړی باید دغه مهم او اصلی ټکی ټولو لورانو ته په شه توګه معلوم وي، چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د...
نور ولوله

د ښې لور ځینې ځانګړتیاوې!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېر خوشحاله یم چې الحمدلله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو قدرمنو لورانو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي. د یادولو وړ ده، چې دغه لاندې ټکي زه د خپل ژوند د ۶۷ کالو د تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ وړاندې کوم. تر ټولو لومړی باید دغه مهم او اصلی ټکی ټولو لورانو ته په شه توګه معلوم وي، چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د...
نور ولوله

د ښه مېړه ځینې ځانګړتیاوې!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېرخوشحاله یم چې الحمدلله یوځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو لوستونکو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي. د یادولو وړ ده چې زه د الله(ج) په فضل سره د ۱۸ کلنۍ څخه را پدیخواه د یوې صالحې مېرمنې مېړه پاته شوی یم. زه غواړم چې د خپلې اوږدې عملي تجربې په نظر کې نیولو سره خپل نظر په ډېر صداقت او امانتدارۍ سره تاسې ته وړاندې کړم. تر ټولو لومړی دغه مهم ...
نور ولوله

د ښې مېرمنې ځینې ځانګړتیاوې

ډېر خوشحاله یم، چې الحمدلله یوځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو وروڼو او خویندو  څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې ماته په قهر نشي، او دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا د عمل په ډګر کې پیاده کړي. د یادولو وړ ده چه زه د الله(ج) په فضل سره د ۱۸ کلنۍ څخه را پدیخواه د یوې نېکې او صالحې مېرمنې سره د اسلام په رڼا کې تر اوسه ګډ ژوند لرم. زه غواړم چې د خپلې اوږدې عملی تجربې په نظر کې نیولو سره خپل نظر په ډېر صداقت او امانتداری سره تاسې ته وړاندې کړم. تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو وروڼو او خویندو ته په ښه توګ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک