د عبد الله وردک لیکنی

د وخت له ټکي ناوړه ګټه پورته کول!

نن سبا، چې کله له یوه جګپوړي افغان مامور، او ځینو سیاستوالو څخه پوښتنه وشي، چې ولې پدغه شلو کلونو کې کوم ګټور پایدار کار په افغانستان کې سرته ندی رسېدلی، نو د دوی متحدالمال ځواب همدا وي، چې هر شی وخت ته ضرورت لري. یعنې، دغه (۲۰) کاله وخت، دوی ته هېڅ وخت نه ښکاري. پدغه (۲۰) کلونو کې آیا د برېښنا د تولید یوه فابریکه هم نشوای جوړېدلای!؟ همدارنګه، پدغه (۲۰) کلونو کې د سرطان د تشخیص او تداوۍ لپاره یوه شفاخانه هم متأسفانه جوړه نه شوه. یا په بل عبارت، دغه (۲۰) کلونه هم ځینو افغانانو ته کم وخت ښکاره کیږي؛ او حقیقت خو دا دی، چې دغه شل کلونه یو ډېر زیات وخت دی. زه غواړم، چې د وخت په هکله یو څه معلومات درته وړاندې کړم...
نور ولوله

د مجازي نړۍ د لیکوالو د پام وړ!

نن سبا، زیاتره خلک په مجازي نړۍ کې ډول ډول لیکنې، خبرې، او وېدیوګانې نشروي، چې ځینې یې هیڅ نوعه منل شوی ستندرد په نظر کې نه نیسي. په ډېر تأسف سره، دغه شانته کړنې، په ځینو افغانانو کې ساري مرض ګرزېدلی دی. د یادولو وړ ده، چې ځینې افغانان، خپلو ځانونو ته په ډېر افتخار سره، د مسلمان او افغان خطاب کوي، او متأسفانه ځینې کړنې یې بیا نه یوه مسلمان، او نه یوه افغان ته پاته کیږي. غواړم، دغه ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې زمونږه دوستي، او دښمني، باید خاص د الله(ج) په خاطر وي، او بس. همدارنګه، مونږه افغانان، باید ښو ته ښه، او بدو ته بد ووایو. یعنې په ښو او بدو ویلو کې هېڅکله قوم، قبیله، او ګوند په نظر...
نور ولوله

د انټرویو په هکله ځینې ټکي!

نن سبا، یوه په زړه پورې دنده پیدا کول آسانه کار ندی. یا په بل عبارت، په اوسني افغانستان کې د یوې مسلکي دندې پیدا کول ډېرې ستونزې لري، او پدې هکله زیات علتونه شته، چې هغه په ډېرو شیانو پورې تړلي دي. د یوې دندې د پیدا کولو لپاره لومړنی ګام، د یوې ښې CV ترتیب کول دي؛ او باید کوښښ وشي، چې یوه ښه CV ولیکل شي. د یوې ښې CV په نتیجه کې، یو کاندید شاید شارت لست شي، چې کاندید ته بې له شکه، ښه لومړنی زېری دی. لېکن، شارت لست کېدل دغه معنا نه ورکوي، چې د دندې لاسته راوړل به تضمین کړي. دنده، د یوې کامیابې انټرویو په نتیجه کي لاسته راتلی شي. د یادولو وړ ده، چې ځینې خلک ا...
نور ولوله

د دوستۍ او دښمنۍ ځانګړي معیارونه!

دا خبره خو هر مسلمان افغان ته معلومه ده، چې مونږه افغانان، که له چا سره دوستي، او یا دښمني کوو، نو هغه باید خاص د الله(ج) په خاطر وي، او بس. لېکن، نن سبا په اوسني افغانستان کې متأسفانه، دوستي، او دښمني د چوکۍ او یا پیسو په خاطر، تر سره کیږي، او بس. نو له هغو افغانانو څخه باید یو څوک ګیله ونکړي، او نه د هغوی خبرو ته کوم خاص اهمیت ورکړل شي، چې د هغوی د دوستۍ او دښمنۍ یوازینی معیار، قدرت او پیسې وي. په اوسني وخت کې به ډېرو افغانانو، د ځینو نورو افغانانو وېدیوګانې لیدلې وي، چې په یوه وخت کې یوه چاته هغه سپکې سپورې واىٔي، چې په اصطلاح تار په قطي کې نه پریږدي؛ او بیا همدغه سړی، بل وخت د همهغه سړي دومره صفت کوي، چې سړی ورته حیران...
نور ولوله

ښه CV او د هغه ارزښت!

نن سبا، یوه په زړه پورې دنده پیدا کول آسانه کار ندی. یا په بل عبارت، په اوسني افغانستان کې د یوې مسلکي دندې پیدا کول ډېرې ستونزې لري، او پدې هکله زیات علتونه شته، چې هغه په ډېرو شیانو پورې تړلي دي. په هر صورت، د یوې دندې د پیدا کولو لپاره لومړنی ګام، د یوې ښې CV ترتیب کول دي؛ او باید کوښښ وشي، چې یوه ښه CV ولیکل شي. په یوه CV کې باید هغه شی ولیکل شي، چې حقیقت ولري، او هېڅکله غلط معلومات پکې ځای پرځای نشي. یعنې، CV باید د یوه نفر د زده کړې او تجربې په هکله، ډېر کره او دقیق معلومات ولري. د یادولو وړ ده، چې د CV ټ...
نور ولوله

روبات ډوله انسانان !

نن سبا، د روبات (Robot) په هکله په رسنیو کې کله ناکله یادونه کیږي. له روبات څخه په هغو کارونو کې چې هغه ډېر تکراري، او یا له ډېر خطر سره مخامخ وي، کار اخستل کیږي. د یوه روبات د ډیزاین په هکله ډېر فکر په کار اچول کیږي، او بیا دغه روبات د یوه منظم پلان شوي پروګرام له مخې پکار اچول کیږي. روبات هغه کارونه او برنامې سرته رسوي، چې د روبات پروګرامر او یا کنترولر یې غواړي. د هرکار دپاره ځانګړي روبات ډیزاین، او بیا د همغه خاص کار د سرته رسولو دپاره ګمارل کیږى. د دغې لیکنې مقصد صنعتي روبات ندی، بلکې اصلي هدف یې، روبات ډوله انسانان دي، چې هغوی هم د صنعتي روبات په شان، د هغې د پروګرامر او یا کنترولر د برنامې له مخې، د هغوی پروګرام مخ ته وړي...
نور ولوله

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه - اوومه برخه

کله چې حفیظ الله امین، قدرت تر لاسه کړ، نو کېدای شي، چې روسانو  به هغه ته پوره ډاډ ورکړی وي، چې هغوی به د ده ملاتړ کوي، او الله(ج) ته به معلومه وي، چې ده به دغه د روسانو ملاتړ، د زړه له کومي منلی وي، او کنه!؟ د یادونې وړ ده، چې د خلق د ګوند مشرانو، هر یوه په نوبت سره د روسانو په دوستۍ ډېر فخر کاوه، او دغه دوستي به یې، په ډېر افتخار سره هرځای یادوله. البته، ببرک کارمل، د دوی له منځه، د روسانو په دوستۍ کې بې حده مخکښ و. حفیظ الله امین هم شپه او ورځ، د روسانو په ستاینه بوخت، او لدې نه ناخبره و، چې روسانو دده د مرګ پلانونه جوړول. روسانو خپل پلان د ۱۳۵۸ کال، د جدی په شپږمه عملي کړ. د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو د جملې څخه، یوه...
نور ولوله

سیاسي ګوندونوته یوه کتنه - شپږمه برخه

له بده مرغه، ځینو افغانانو، هر وخت د بهرنیو په مټو، خپل ځانونه واک ته رسولي، او بیا یې د هغوی په مرسته خپل بېچاره ولس له خاورو سره برابر کړیدی. د خلق ګوند، هم د روسانو په مټو خپل وطنوال بندیان، او شهیدان کړل، او نور یې ډله ایز مهاجرت ته مجبور کړل. د خلق ګوند، د خلقیانو او پرچمیانو، له ډلو څخه جوړ شوی و. کله چې د ثور کودتا کامیابه شوه، نو په لومړني کال کې دواړه ډلې سره یوځای وې، او په ګډه یې د خپلو وطنوالو په وړاندې ظلمونه، د یوې بهانی او بلې بهانې تر نامه لاندې، شروع کړل. د یادولو وړ ده، چې په لومړي سر کې د خلق او پرچم، د ګډ حکومت په ضد، په ډېره زیاته پیمانه مخالفت په ښکاره ډول په سترګو نه لیدل کېده. یوازې په ځینو ځایونو کې، مجاهدینو چریکي حملې کولې، او پد...
نور ولوله

د مونوګراف لیکنه او دفاعیه!

تر ټولو لومړی، هغو ټولو وروڼو او خویندو ته، چې د مونوګراف د لیکنې او دفاعیې مرحلې ته رسېدلي دي، د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم، او وروسته د دوی پاملرنه، دغو لاندې ټکو ته راګرزوم! د یادولو وړ ده، چې د مونوګراف د لیکلو په هکله، د ګرانو او قدرمنو لوستونکو، پاملرنه هغې لیکنې ته راګرزوم، چې د ”د یوې علمي مقالې لیکنه“ تر عنوان لاندې پخواه لیکل شوېده، او په ډیلي شهادت، او نورو وېب سایتونو کې، د تعلیم او تربیې تر عنوان لاندې خپره شوېده. په هغه لیکنه کې، د یوه مونوګراف د لیکلو په هکله هر اړخیزه معلومات وړاندې شوی دی. پدغه لیکنه کې د یوه مونوګراف د دفاعیې یا (Presentation) په هکله، دغه لاندې ټکي وړ...
نور ولوله

سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه - پنځمه برخه

کله چې د خلق ګوند په ټول ملک کې خپل کنترول ترلاسه کړ، نو بیایې سمدلاسه، د حکومت په ټولو کلیدي ادارو کې د خپل ګوند غړي وګومارل. د خلق ګوند په نسبي توګه زیات پوه او مسلکي کدرونه نلرل، او د دوی مقررۍ ډېرې بې انصافه وې. دوی ته ګوندي سابقه، او ګوند ته وفاداري، تر هر څه ډېره د اهمیت وړ وه. د یوه دولتي مامور په ټاکنه کې، د هغه علمي پوهه او تجربه په نظر کې نه نیول کېده. په هرځای کې دوی یوازې د خپل ګوند غړي ځای پرځای کول، او زما په فکر سره، د دوی د ناکامۍ د علتونو څخه، یو علت همدا و. د افغانستان ملي بیرغ یې په سره ګوندي بیرغ بدل کړ. په اردو کې یې  د اسلامي مفکورې لرونکي صاحب منصبان، په یوه او بل نامه بندي، او ورک کړل. په ټول ملک کې یې، په مسلمانانو ځمکه سور اور ګرزولې وه. د خلق د ګوند ځینو غړ...
نور ولوله

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه - څلورمه برخه

د ثور د کودتا څخه وروسته محمود سوما، د عالي تحصیلاتو د وزیر په حیث تعین شو. کله چې محمود سوما د کابل د پوهنتون په انګړ کې د وزیر په حیث معرفي کېده، نو د پوهنتون ټول استادان یې ورغوښتي وو. هغه استاد چې د علی احمد خرم د مرګ په قضیه کې بندي شوی و، هغه د ثور د کودتا څخه پخواه را خلاص شوی و. هغه ډېر تکړه مسلمان استاد و، او هغه د ثور د کودتا نه لږ مخکې، د فولبرایت په امتحان کې کامیاب شوی و، او د ماسترۍ د پاره امریکې ته روان و. ټول کارونه یې نیږدې خلاص شوي وو، چې دغه د ثور د کودتا آسماني ټکه، په ټول ملت راولوېده، او ټول شیان یې ګډوډ کړل. په آخر کې دغه استاد هجرت ته اړ، او د امریکا تګ ترې پاته شو. د محمود سوما د معرفي کېدو، په وخت کې د انجینرۍ یوه بل استاد، چې ورور یې، د داود خان په حکومت کې، د ی...
نور ولوله

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه-درېیمه برخه

پدغه لیکنه کې غواړم، د ثور د کودتا په هکله، هغه څه ولیکم، چې پخپلو سترګو مې لیدلي، او په خپلو غوږونو مې د اعتباري خلکو څخه اورېدلي دي. د یادولو وړ ده، چې د ثور د کودتا څخه یو څو ورځې مخکې، د داود خان حکومت، ښاغلی ګلبدین حکمتیار، د ده په غیاب کې په اعدام محکوم کړ، او د هغه د اعدام فیصله یې د کابل رادیو له لارې اعلان کړه. د ثور د کودتا په وخت کې زه د کابل د پوهنتون، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلم وم، او زما دفتر، د زاړه ثانوي تخنیک په تعمیر کې و. د داود خان د لور ځینې صنفونه هم د زاړه ثانوي تخنیک په تعمیر کې وو، او هغه به هر وخت ګمان کوم د سترجنرال خان محمد خان د لور سره یوځای ګرزېدله. د داود خان د لور خبره، د دې لپاره دلته یاده...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک