شریک کور؛ د ګوند شریک کور! - دویمه برخه
نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو، ویناوو، او لیکنو کې ډېر زیات یادیږي.
د لومړي شریک کور (د پلار د کور) په هکله معلومات په تېره لیکنه کې وړاندې شوی دی.
پدغه لیکنه کې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته د دویم شریک کور په هکله، چې هغه ګوندي شریک کور دی، یوه اندازه معلومات په لاندې توګه وړاندې کیږي.
یو سیاسی ګوند، د هغه ګوند د ټولو غړو، شریک او ګډ کور دی، او باید همداسي وي.
د یوه سیاسی ګوند په شریک کور کې هغه متعهدین سره راټولیږي، چې هغوی د یوه شریک سیاسی فکر، او یوه شریک هدف خاوندان وي، او دوی د یوې شریکې مفکورې په بنیاد سره یوځای شوي وي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه سیاسی ګوند مشر، پدغه شریک کور کې، ډېر د اهمیت وړ تأثیر لري. یعنې، د ګوند مشر دغه شریک کور هم د خوشحالۍ، او هم د خفګان پر ځای بدلولای شي.
که د یوه سیاسی ګوند مشر، د خپلو غړو سره بې انصافي ونکړي، د مور او د میرې چلند ورسره ونکړي، او د ګوند ټولو غړو ته په یوه سترګه وګوري، نو بېشکه، چې پدغه ګوند کې به هر وخت خوشحالي، اتفاق، او اتحاد موجود وي. ددغې ګوند پټ او ښکاره دښمنان به بیا هېڅکله هم ددې جرأت ونکړای شي، چې د دغه ګوند د غړو د پاشلو هلې ځلې وکړي.
هېره د نه وي، چې د یوه سیاسی ګوند مخالفین او دښمنان، هر وخت په کمین کې ناست دي، او د خپل سیال ګوند د غړو ترمنځ د یوه کمکي اختلاف په هکله شېبې شمیري، او که خدای مکړه، یو ناڅیزه اختلاف پیدا کړي، نو بیا دغه قسم خوړلي دښمنان شپه او ورځ لګیا وي، چې دغه اختلاف ته لمن ووهي.
که چېرې خدای مکړه، د یوه سیاسی ګوند مشر، د خپل ګوند د غړو سره بې انصافي کوي، او ځینو ته د مور، او ځینو ته بیا د میرې په سترګه ګوري، نو پدغه ګوند کې به بیا هر وخت بې اتفاقي، سیاسي جنجال، سیاسي خفګان، او غم وي. ددغه ګوند دښمنان به هر وخت دغه آرزو لري، چې ددغه ګوند ټول غړي سره، تیت او پرک کړي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه ګوند مشر، د ځینو غړو ځانګړو اړتیاوو ته، باید خاصه پاملرنه وکړي، او دغه ځانګړې پاملرنې ته بیا د بې انصافۍ نوم باید ورنکړل شي.
د مثال په توګه، که کوم ګوندي غړی معیوب وي، نو د هغه باید ډېر خیال وساتل شي، او د ګوند نور غړي باید داسې فکر ونکړي، چې د دوی د ګوند مشر، د دوی ترمنځ فرق کوي.
همدارنګه، د یادولو وړ ده، چې د یوه ګوند ټول غړي، تر خپل وس او توان پورې، ددغه ګوند په مقابل کی مسىٔولیت هم لري، او هغوی ټول باید خپل مسىٔولیت، په سمه توګه اداء کړي.
د یوه سیاسی ګوند غړو ته لازمه ده، چي ددغه شریک ګوندي کور، قانون او اصول هم د زړه له کومي مراعات کړي. دا پدې معنا، چې که پدغه ګوندي شریک کور کې، د دوی حق شته، نو دغه ګوندي شریک کور هم، په دوی باندې حق لري، او دوی ټول ددغه شریک کور په ساتنه کې باید رغنده برخه واخلي.
ددغه ګوندي شریک کور غړي هم باید تر خپل وس اوقدرت پورې، ددغه شریک کور دفاع وکړي، او چاته اجازه ورنکړي، چې دغه شریک کور ته په بده سترګه وګوري.
د یوه سیاسی ګوند مشر هم، باید د خپل ګوند غړي، د دنیوي، او ٱخروي، کامیابیو لورته رهنمایي کړي. دغه مشر، باید هر وخت د اسلام لاره او احکام په نظر کې ونیسي.
د یوه سیاسي ګوند مشر ته، لازمه ده، چي کار اهل د کار ته وسپاري، او د غړو له استعدادونو څخه مناسبه ګټه واخلي.
همدارنګه، د ګوند ټول غړي، باید له خپل مشر څخه غیر اسلامی غوښتنه ونکړي، او د خپل مشر، او خپل ګوند حالت هم په نظر کې ونیسي.
هېره د نه وي، چې یو کم تعداد غړو، ځینې سیاسی ګوندونه بدنام کړل. دغو غړو د خپلو ګوندونو له غوښو، ښه ګټه پورته کړه، او اوس یې سپېره هډوکي نورو غړو ته پرېښودلي دي.
که چېرې خدای مکړه، یو مشر په خپل ګوندي کور کې سپک شو، نو هغه به بیا په بل هېڅ ځای کې دروند ونه لیدل شي. نو د یوه ګوند د غړو دپاره دا لازمي او ضروری ده، چې د خپل مشر قدر وپیژني، او د خپل مشر خدمت، په دواړو سترګو قبول او تر سره کړي.
ځینې غړي، متأسفانه، هر وخت له خپل سیاسي ګوند څخه، د امتیازاتو غوښتنه لري، او که چېرې امتیازات لاسته ورنشي، نو بیا ګوند پریږدي، او بیا ډول ډول علتونه، نورو ته وړاندې کوي.
د یوه ګوند، او د هغو غړو ته به ښه دا وي، چې خپلې ستونزې، د خبرو له لارې حل او فصل کړي. نه دا چې، یو د بل په خلاف څرګندونې وکړي.
دا خبره هم باید ټولو ته څرګنده وي، چې که یو څوک، د یوه ګوند غړي، دېته مجبوروي، چې ګوند پرېږدي، نو دغه خلک هم باید هېڅکله ونه بښل شي، او ددغې شانته خلکو باید په ګډه مخنیوی وشي، او کنه، بیا به ټول غړي لاسونه ټکوي، او ګټه به نلري!
د پام وړ ټکي:
د یوه سیاسی ګوند د مشر دپاره لازمه او ضروری ده، چې د اسلام په رڼا کې، د خپل ګوند د غړو دپاره تر خپلې وسې پورې، د آرامۍ، د خوشحالۍ، او د بریا فضاء برابره کړي.
د یوه سیاسی ګوند مشر، باید هېڅکله د خپل ګوند غړي، د ګوند له شریک کوره، په دایمی توګه ونه باسي.
کېدای شي، ځینې مشران د ځینو ګوندي غړو، غړيتوب، د اصلاح په نیت په موقتي توګه وځنډوي، تر څو دغه غړو ته زمینه مساعده شي، چې د ځانونو په هکله خپل وضاحت وړاندې کړي.
البته، دغه تګلاره د هغو غړو په هکله د منلو وړ نده، چې په کراتو سره یې د مشر، او نورو مخلصو غړو اسلامي او حزبي مشورې، په نظر کې ندي نیولیې، د ګوند اصول یې تر پښو لاندې کړي، او د خپلو شخصي ګټو په خاطر یې خپل ګوند پرېښی دی.
د یادولو وړ ده، چې د یوه سیاسی ګوند مشر، او ټول غړي یې باید اسلامي اصولو ته پابند وي، او د ټولو کړنه به یوازې د اسلام په تله تلل کیږي، او بس. که هرڅوک د دغې اسلامی تلې پواسطه کره وختل، هغه قبول، او که څوک ناکره وختل، هغه به د منلو وړ نه وي.
د ګوند غړي هم باید د ناڅیزه او ناحقه شیانو په خاطر تنقیدونه ونکړي، او باید ټول غړي اسلامي او ګوندي اصولو ته پابند وي. داسې نه وي، چې غړي د خپلو شخصي ګټو په خاطر، خپل ګوند ته شا کړي.
که خدای مکړه، د یوه سیاسی ګوند غړي، د سالم تنقید تر نامه لاندې، د ګوند د شریک کور پر ضد فعالیت کوي، نو په نورو غړو لازمي ده، چې د هغوی په مقابل کې سره یو موټی شي، او د هغوی مخنیوی وکړي.
د یوه سیاسی ګوند، د مشر او غړو ترمنځ اعتماد، ډېر مهم دی. بې اعتمادی، د یوه سیاسی ګوند ریښې وچوي، چې دا کار باید ونشي، او ټول مشکلات د خبرو له لارې حل او فصل شي.
د یادونې وړ ده، چې په دریمه برخه کې به کوښښ وشي، چې د یوه بل شریک کور په هکله، چې هغه د وطن شریک کور دی، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، معلومات وړاندې شي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com
