د عبد الله وردک لیکنی
د ځینو لوېدیزو ملکونو څو مخیزه سیاست!
که چېرې تاسې د نړۍ اوسني سیاست ته، ښه په ځیر سره وګورئ، نو دا به درته څرګنده شي، چې ځینې لوېدیز ملکونه، په نړۍ کې څو مخیزه سیاست چلوي. غواړم، دغه موضوع ته په لاندې توګه، اشاره وکړم:
الف - امریکا، او د لوېدیزې اروپا ملکونه، د خپلو ملکونو د وګړو په هکله، ډېر د منلو وړ سیاست پر مخ بیایي. په دغه ملکونو کې، ټاکنې ډېرې شفافې، رڼې، او له درغلیو پاکې وي. د ټاکنو نتیجه، هم بیا ډېر ژر اعلانیږي.
بایلونکي نوماندان، او مخالف سیاسي ګوندونه، ټول په یوه آواز سره، د ټاکنو پایله مني، او ټول بریالي نوماند ته، خپله مبارکي وړاندې کوي، او بریال سیاسي ګوند، د خپلې خوښې حکومت جوړوي.
د یادولو وړ ده، چې د دغو ملکونو ټول وګړي د قانون په وړاندې یو شان...
نور ولوله
د پلرو او میندو د پام وړ!
د قدرمنو پلرو او میندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې دغه لیکنه په ښه غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې پدغه لیکنه کې څه ګټور ټکي پیدا کړي، نو بیا د هغه په عمل کې پیاده کړي.
هېره د نه وي، چې نیږدې زما ټول عمر، یعنې ۶۸ کاله، په شاګردۍ او معلمۍ کې تېر شوی دی. زه غواړم چې ګرانو او قدرمنو پلرو او میندو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم :
۱- تر ټولو لومړی غواړم چې دغه خبره د لمر په شان واضح کړم، چې دغه لاندې ټکي د اسلام په رڼا کې وړاندې کېږي. یعنې، مونږه ټولو ته باید د خپلو اولادونو اسلام تر هرڅه نه باید مهم وي، او دغه ټکي هم ددې په خاطر وړاندې کېږي، چې د مونږه د اولادو څخه د اسلام په رڼا کې ښه انسان...
نور ولوله
د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو ځینې علتونه!
دغه خبره باید هر لوستونکي ته ښه واضح شي، چې دغه څه چې زه لیکم، دغه زما شخصي نظر دی، او دغه په هېڅ صورت کې ددې معنٰی نه ورکوي، چې هغه به د نیمګړتیاوو څخه خالي وي.
په اوسني وخت کې زیاتره مسلمانان په دغه فکر کې ډوب تللي دي، چې ولې د نړۍ په اسلامي او غیر اسلامي ملکونو کې، یو زیات شمېر خلک په مسلمانانو بې اعتباره شوي دي. ډېرو خلکو به، پدغه هکله ډول ډول نظرونه وړاندې کړي وي. زه هم پدې هکله خپل شخصي نظر په لاندې ډول سره وړاندې کوم.
زما په نظر سره د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو یو اصلي علت د مسلمانانو د قول او د عمل تر منځ څرګنده او ښکاره توپیر دی، او دغه د خبرو او عمل تر منځ توپیر ورو ورو مخ په زیاتېدو هم دى.
چه حتٰی په اسلام...
نور ولوله
د افغانانو د بې اتفاقۍ ځینې علتونه – دویمه برخه
نن سبا، د ملک نه بهر افغانان د نړۍ په هر ګوټ ګوټ کې په خپلو منځونو کې ډېر بې اتفاقه دي، او په افغانستان کې د ننه بیا دغه بې اتفاقي، د دوی د ژوندانه په ټولو برخو کې په ښکاره ډول تر سترګو کیږي.
د یادولو وړ ده، چې داسې نده چې خدای مکړه، دغه بې اتفاقي د افغانانو په وینه کې ځای پر ځای شوېده، او دوی باید هرو مرو بې اتفاقه وي.
افغانان الحمدلله مسلمانان دي، او مسلمانان باید د نېکو کارونو په کولو، او د بدو کارونو په نه کولو کې، یو له بله سره یو موټی او یو لاس وي.
د ډېر خفګان خبره خو بیا داده، چې په ډېر تأسف سره پر افغانانو باندې ډېر ناوړه کارونه، د دوی له خوښې پرته، تحمیل شوي دي، او د دوی پاک نیت او اصلي څېره د نړۍ وګړو ته تر اوسه ...
نور ولوله
د افغانانو د بې اتفاقۍ ځینې علتونه - لومړۍ برخه
الحمدلله، مونږه ټول افغانان سره وروڼه او خویندې یاستو، او باید د اسلام په رڼا کې ټول سره متحد او یو موټئ وو، او مونږه ټول باید له هغه خبرو او کړنو څخه ځانونه لرې وساتو، چې د هغه څخه د بې اتفاقۍ بد بوی راځي.
لېکن متأسفانه، حقیقت داسې ندی، او په اوسني افغانستان کې افغانان پخپلو منځو کې، تر هروخت نه زیات بې اتفاقه دي.
مونږه افغانانو ته لازمه ده، چې لومړی باید ددغې بې اتفاقۍ اصلي علتونه پیدا کړو، او بیا د هغه د تداوۍ او له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړو. په بل عبارت، لومړی د یوه مرض تشخیص او پېژندنه په صحیح توګه وشي، او وروسته بیا د هغه د علاج دپاره لازمه دوا په صحیح توګه استعمال شي.
غواړم چې د افغانانو د بې اتفاقۍ لومړی...
نور ولوله
د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه
د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو څخه، یوه ډیره بده ورځ شمېرل کیږي. پدغه ورځ د پخواني شوروی اتحاد، سرو لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ.
د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، هم د دغې تورې ورځې شروع وه.
پدغه توره ورځ، د افغانستان په تاریخ کې ډېر بد سړی، چې ببرک کارمل نومېده، د روسي عسکرو سره یوځای په روسي ټانکونو سپور، کابل ته راوړل شو. ببرک کارمل خپله د غلامۍ لومړنۍ بیانیه، په زیات ګمان سره له تاجکستان څخه نشر کړه. د پرچم د ګوند غړو، ډېرې خوشحالۍ وکړې، او یو او بل ته به یې مبارکي ورکوله. پرچمیانو، روسي یرغلګرو ته د سرو ګلانو په ګېډیو هرکلی ووایه، او پرچمیانو، دغه اشغال ته د ”مرحلهٔ نوین انقلاب ثو...
نور ولوله
د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځینې علتونه! څلورمه - برخه
زما په نظر، د مسلمانانو د وروسته پاتي کېدو یو بل ستر علت د مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي ده. زه په دې باور لرم چې زیاتره خلک به له ما سره په دغه خبره موافقه وکړي، او ډېر لږ خلک به وي، چې له دغې خبرې سره مخالفت ولري.
د یادولو وړ ده، چې زه په دغه لیکنه کې د سني او شیعه اختلاف، او بې اتفاقۍ ته اشاره نکوم. د اسلام ضد کړیو د سني او شیعه له اختلاف څخه ښه غوښنه، او په زړه پورې ګټه پورته کړېده. همدارنګه، زما د لیکنې هدف د مختلفو مذهبونو په حصه کې هم ندی. زما په نظر سره اصلاً په مذهبونو کې کوم بنیادي اختلاف نشته، ځکه چې هر یوه قدرمن امام دا خبره په واضح توګه کړې ده، چې د دوی هره خبره، چې د قرآن او سنتو خلاف وي، هغه به نه منئ، او هغه به نه عملي کوئ. نو لدې کبله، اصلي اختلاف الحمدلله نشته، اما، ځینو مس...
نور ولوله
د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځینې علتونه! - درېیمه - برخه
زه غواړم چې دغه نقطه په ښه توګه واضح کړم چې دغه لیکنه زما شخصي نظر دی، او دغه په هېڅ صورت کې ددې معنٰی نه ورکوي، چې هغه به هرچا ته د منلو وړ، او د نیمګړتیاوو څخه به خالي وي. نه، داسې نده، او دغه یو نظر دی، چې زه یې د ستاسي حضور ته په ډېره درناوۍ سره وړاندې کوم.
په اوسني وخت کې زیاتره مسلمانان په دغه فکر کې غرق تللی دي، چې ولې هغه مسلمانان چې یو وخت د ژوندانه په ټولو برخو کې تر ټولو مخکښ وو، اوس په نړۍ کې له ډېرو خلکو څخه ډېر وروسته پاته دي!؟ هر څوک په دغه برخه کې ډول ډول نظرونه وړاندې کوي. زه هم خپل نظر په لاندې ډول سره ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کوم.
زما په نظر سره د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو یو بل مهم علت د قدرمنو خویندو د استعداد څخه پوره ګټه...
نور ولوله
د یوه سلاکار ځینې ځانګړتیاوې!
نن سبا، په رسنیو کې ډېر زیات سلاکاران ښکاره کیږي، او خبرې کوي، او دوی ټول شپه او ورځ کوښښ کوي، چې د خپلو آمرینو، او مشرانو، د ټولو کړنو څخه دفاع وکړي.
په اوسني افغانستان کې، د جنرالانو، او سلاکارانو تعداد باالکل بې حده زیات شوی دی. کېدای شي، ځینې په ډېره سپین سترګۍ سره، دغې ته هم، یوه لاسته راوړنه ووایي.
د یادولو وړ ده، چې الحمدلله، په افغانستان کې ځینې ډېر ښه سلاکاران، او جنرالان شته، چې هغوی په اسلام او وطن مین دي، او الله(ج) دې، د هغوی تعداد نور هم زیات کړي.
همدارنګه، هرڅوک یوه ښه مسلمان، وطنپال، هوشیار، ځیرک، حق ویونکي، زړور، او پوه، سلاکار ته ضرورت لري، او هېڅوک هم له خپله ځانه پوره ندي.
...
نور ولوله
د استادانو مجلس!
په هغه پوهنتون کې چې زه ۲۷ کاله معلم وم، لږ تر لږه په میاشت کې یو ځلې، د هرې شعبې استادان سره کیني، او د شاګردانو په هکله هر اړخیزه بحث کوي، او په نتیجه کې یې لازمې فیصلې کوي.
د یادولو وړ ده، چې پدغه مجلسونو کې د شاګردانو استازي (نماینده ګان) هم فعاله برخه اخلي. د مجلس اجنداء، وخت، ځای، او نېټه مخکې له مخکې، ټولو استادانو او د شاګردانو نماینده ګانو ته د ایمېل پذریعه ور استول کیږي.
د شاګردانو استازي، د هر ټولګي د شاګردانو له طرفه، په آزاده فضاء کې انتخابیږي، او دوی بیا د استادانو په ټولو مجلسونو کې ګډون، او فعاله ونډه اخلي.
پدغه مجلسونو کې، استادان د درسي مضمونو په ټولو برخو کي، په غور سره بحث کوي، او کوښښ کوي، چې د یوه مضمو...
نور ولوله
د امتحان د سوالونو د جوړولو مرحلې!
د امتحان د سوالونو په جوړولو کې بايد له ډېر فکر او دقت څخه کار واخستل شي۰
د امتحان د سوالونو کيفيت د يوه شاګرد پوهه معلوموي۰ سوالونه بايد په روزمره ژوند کې عملي جنبه ولري۰ همدغه سوالونه دي چې د شاګردانو آينده ژوند ټاکي۰
نو له ګرانو اومحترمو استادانو څخه هيله کیږي، چې د امتحان د سوالونو په جوړولو کې ډېره جدي پاملرنه وکړي۰
د انګلستان په پوهنتونو کې د امتحان د سوالونو جوړول څو مياشتې نيسي، او هغه څو مرحلې لري چې په لاندې ډول سره وړاندې کيږي:
۱ـ د امتحان په پارچه کې شاګردانو ته لازم هدايات، او تعين شوی وخت په واضح ډول ليکل کيږي۰
۲ـ د مضمون استاد سوالونه او د هغه ښه واضح حل ترتيب کوي۰
۳ـ ...
نور ولوله
د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځینې علتونه! دویمه برخه
د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو، یو بل علت د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله ده. د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ، دغه لوی واټن ددې سبب شوی دی، چې د مسلمانانو بشري او علمي پانګه، په ۲ برخو سره ووېشل شي، او بیا دغه دواړه علمي پانګونې، د یو او بل په ضد وکارول شي. که چېرې ښه په غور سره ځیر شو، نو دا به راته څرګنده شي، چې په ریښتیا سره د اسلام مخالفینو له دغې نقطې څخه ډېره ناوړه ګټه پورته کړېده.
د پوهنتون محصلین د مدرسو شاګردانو ته، او د مدرسې شاګردان د پوهنتون محصلینو ته، په ښه سترګه نه ګوري، او د اسلام مخالفینو په ډېره آسانه توګه د مسلمانانو علمي او بشري طاقت په ۲ برخو تقسیم کړی دی. حقیقت خو باید داسې وای، چې دغه دواړو ډلو، د اسلامي ورورګلوۍ او مینې لاسونه، یو او بل ته ورکړي وای، یو د بل مو...
نور ولوله
