شریک کور! د وطن شریک کور! - درېیمه برخه
نن سبا، د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په لیکنو، خبرو، او ویناوو کې ډېر زیات لیدل، او اورېدل کیږي.
د لومړي شریک کور(د پلار د کور)، او د دویم شریک کور(د ګوند د کور) په هکله معلومات په تېرو لیکنو کې وړاندې شوی دی.
پدغه لیکنه کې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د درېیم شریک کور په هکله چې هغه د وطن شریک کور دی، یو څه معلومات په لاندې توګه وړاندې کیږي.
د وطن په شریک کور کې، هغه وګړي سره راټولیږي، چې هغوی د هغه ملک د قانوني پېژندپاڼې، او پاسپورت لرونکي وي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه ملک ولسمشر، پدغه شریک کور کې، ډېر د اهمیت وړ رول لري. یعنې، ولسمشر دی، چې دغه د وطن شریک کور د امن، خوشحالۍ، او هم د جنګ او خفګان پر ځای بدلولای شي.
که د یوه ملک ولسمشر، د خپلو وګړو په مابین کې فرق ونکړي، او د ملک ټولو وګړو ته په یوه سترګه وګوري، نو پدغه ملک کې به هر وخت امن، خوشحالي، اتفاق، او اتحاد موجود وي. ددغه ملک وګړي به ناهیلی نه وي، او دا ځکه چې کار به هر وخت اهل د کار ته سپارل کیږي. بې انصافي، او بې عدالتي به نه وي، او ټول وګړي به دغه کور ته، د شریک کور په حیث ګوري، او د هغه څخه به په ټول توان سره د زړه له کومي دفاع کوي. ددغې ملک پټ او څرګند دښمنان به بیا هېڅکله هم ددې جرأت ونه کولای شي، چې ددغه ملک د وګړو د بې اتفاقۍ هلې ځلې وکړي.
هېره د نه وي، چې د یوه ملک مخالفین او دښمنان، هر وخت د یوه ملک د وګړو ترمنځ، په قومي، او ژبني اختلافونو پسې ګرزي، او چې کله یې دغه اختلافونه پیدا کړل، نو بیا دغه دښمن شپه او ورځ لګیا وي، چې دغه اختلافونه نور هم پسې زیات کړي.
همدارنګه، که د یوه ملک ولسمشر، د خپل ملک د وګړو په منځ کې فرق او بې انصافي کوي. یعنې ځینو ته د مور، او ځینو ته د میرې په سترګه ګوري، نو پدغه ملک کې به بیا هر وخت بې امني، بې اتفاقي، جنګ، خفګان، او غم وي. ددغه ملک دښمنان به هر وخت پدې هڅه کې وي، چې ددغه ملک ټول وګړي، د یو او بل پذریعه، له منځه یوسي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه ملک ولسمشر، د خپلو وګړو ځانګړو اړتیاوو ته، باید خاصه پاملرنه ولري، او دغه ځانګړې پاملرنې ته باید د فرق کولو په شکل ونه کتل شي.
د مثال په توګه، د معیوبینو باید ډېر خیال وساتل شي، او نور وګړي، باید داسې فکر ونکړي، چې د دوی ولسمشر، د ملک د وګړو ترمنځ فرق، او بې عدالتي کوي.
همدارنګه، د یادولو وړ ده، چې د یوه ملک ټول وګړي، تر خپل وس او توان پورې، ددغه ملک په مقابل کی هم جدي مسىٔولیت لري، او هغوی ټول باید خپل مسىٔولیت، په سمه توګه اداء کړي.
د یوه ملک وګړي باید د ملک د شریک کور، قانون او اصول هم د زړه له کومي مراعات کړي. دا پدې معنا، چې که پدغه شریک کور کې، که د دوی حق شته، نو دغه شریک کور هم، په دوی باندې بیا حق لري.
همدارنګه، ددغه ملک وګړي هم باید تر خپل وس او قدرت پورې، د دغه شریک کور ساتنه وکړي، او پرېنږدي، چې یو څوک دغه شریک کور ته په بده سترګه وګوري.
د یوه ملک ولسمشر، باید د خپل ملک وګړي، د دنیوي، او ٱخروي، کامیابیو لور ته رهنمایي کړي. دغه ولسمشر، باید هر وخت د اسلام لاره او احکام په نظر کې ونیسي.
همدارنګه، د ملک وګړي هم، باید له خپل ولسمشر څخه غیر اسلامی غوښتنې ونکړي، او د خپل ولسمشر او ملک حالت هم په نظر کې ونیسي.
هېره د نه وي، چې یو کم تعداد خلکو، ځینې ملکونه بدنام کړل. دوی د خپلو ملکونو له بیت المال څخه ناوړه ګټه پورته کړه، او اوس یې خالي خزانې نورو ته پرېښودلې.
که چېرې خدای مکړه، یو ولسمشر په خپل ملک کې سپک شو، نو هغه به بیا په بل هېڅ ځای کې دروند ونه لیدل شي. نو د یوه ملک د وګړو دپاره دا لازمي او ضروري ده، چې د خپل نېک او اکثرو ته د منل شوي ولسمشر قدر وپیژني، او د هغه عزت وکړي.
د پام وړ ټکي:
د یوه ملک د ولسمشر دپاره لازمه او ضروري ده، چې د اسلام په رڼا کې، د خپل ملک د وګړو دپاره تر خپلې وسې پورې، د آرامۍ، خوشحالۍ، او پرمختګ، زمینه برابره کړي.
د یوه ملک ولسمشر، باید هېڅکله د خپل ملک وګړي، د وطن له شریک کوره، شړلو ته اړ نه باسي. که چا، ددغه شریک کور په خلاف کوم کار وکړ، نو هغوی باید په همدغه شریک کور کې، محاکمې ته حاضر شي، او له هغوی څخه پوښتنه او ګروېږنه وشي. که چېرې هغوی مجرم ثابت شول، نو بیا ددغه شریک کور د اصولو مطابق، باید جزا وګالي، او کنه، له ریښتني معذرت غوښتلو وروسته سمدلاسه خوشې شي. البته، دغه خبره د هغو وګړو په هکله د منلو وړ نده، چې په کراتو سره یې د ملک د ولسمشر، او نورو مخلصو وګړو په اسلامی مشورو، غوږونه کاڼه اچولي وي، د ملک اصول یې تر پښو لاندې کړي وي، او یوازې د خپلو شخصی ګټو په خاطر یې دغه خپل شریک کور پرېښی وي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه اسلامی ملک ولسمشر، او ټول وګړي یې باید اسلامی اصولو ته پابند وي، او د ټولو کړنه باید یوازې د اسلام په تله وتلل شي، او بس. که هرڅوک د دغې اسلامي تلې پواسطه کره وختل، هغه قبول، او که هرڅوک ناکره وختل، هغه د منلو وړ ندي.
د ملک وګړي هم باید د ناڅیزه او ناحقه شیانو په خاطر ددغه شریک کور په ولسمشر، تنقیدونه ونکړي، او باید ټول وګړي، اسلامي او د ملک اصولو ته پابند وي. داسې نه وي، چې وګړي د خپلو شخصی ګټو په خاطر، دغه خپل شریک کور پرېږدي.
که خدای مکړه، د یوه ملک وګړي، د سالم تنقید تر نامه لاندې، د ملک پر ضد فعالیت کوي، نو په نورو وګړو لازمي ده، چې د هغوی په مقابل کې سره یو موټی شي، او د هغوی په جدي توګه مخنیوی وکړي.
د یوه ملک، د ولسمشر او وګړو ترمنځ اعتماد، ډېر مهم دی. بې اعتمادي، او بې انصافي د یوه ملک ریښې وچوي، چې دا کار باید هېڅکله ونشي، او ټول مشکلات د خبرو له لارې حل او فصل شي.
هېره د نه وي، چې ددغه شریک کور ځینو ولسمشرانو، د خدمت کولو تر نامه لاندې، د خپل ملک عزت، غیرت، ملي سرمایې، آزادي، سیالوالي، او پرمختګ، تر پښو لاندې کړي دي، او ګمان نکوم، چې هېڅوک دغسې خدمت کول وغواړي.
همدارنګه، ځینو وګړو هم، ددغه شریک کور، په چورولو کې، رغنده برخه لرله، او دوی هم د خدمت تر نامه لاندې، ددغې شریک کور، ټول ملي ارزښتونه چور کړل.
د یادونې وړ ده، چې ځینو ولسمشرانو، هېڅکله هم ددغه شریک کور په هکله، کوم خیانت ندی کړی، او هر وخت یې خپل ژوند، ددغه شریک کور، د ساتلو او آبادولو، دپاره وقف کړی دی.
د یوه اسلامی ملک ولسمشر، باید هر وخت اسلام او خپل ملک ته وفادار وي، او دغه مشر ته هر وخت ملي ګټې، ډېرې د اهمیت وړ وي، او په هېڅ صورت کې، په اسلام او ملي ګټو معامله ونکړي.
غواړم یوه خبره هم ذکر کړم، چې که دغه شریک کور (وطن)، د هغو په ټولو وګړو حق لري، او بې له شکه حق خو حتمي لري. لېکن، دا هم باید له یاده ونه باسو، چې د یوه ملک خلک، په خاصه توګه ټول افغانان هم پدغه شریک کور (وطن) کې باید مساوی حق ولري. یا په بل عبارت، په غم او خوشحالۍ کې یې باید شریکه ونډه ولري.
لېکن، تر اوسه پورې خو دغسې ندي شوي. یعنې ځینو افغانانو، یوازې د وطن له ګټو استفاده کړې ده، او د غم په وخت کې یې خپلې پښې ټولې کړې، او وطن یې نورو ته پرېښی دی. همدارنګه، ځینو افغانانو دغه وطن په خپلو وینو آزاد کړی، مګر بیا پدغه شریک کور کې هېڅ برخه نده ورکړ شوې. یعنې کله چې ټول شیان سم او آرام وي، نو ځینو افغانانو ته دغه د شریک کور ټکی بیا هېڅ په یاد نه ورځي، او د امتیازاتو په وخت کې د نورو په هکله هېڅ فکر نکوي. خو کله چې وطن ترې لاړ شي، نو بیا دغه د شریک کور ټکی ورپه یاد شي، او نورو ته وایي، چې راشه، خپل وطن د آزاد کړه.
ښه خبره خو به دا وي، چې په دغه شریک کور کې ، هم د خوشحالۍ او هم د غم په حالتونو کې، باید مساوي ونډه واخستل شي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړې. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com
