کله چې يو بېلارې مسلمان د الله تعالیٰ لورې ته ورْبَلل کېږي
کله چې يو بېلارې مسلمان د الله تعالیٰ لورې ته ورْبَلل کېږي نو دغه دعوت او بلنه به له حکمت سره توأم وي، پهدې معنیٰ چې له کوم څه بېفکره او ناخبره وي، نو د همغه څه لور ته به بلنه او لارښوونه ورته کېږي، او له کوم څه چې غافل وي، نو يوازې پر همغه څه د التزام او تمسک سپارښتنه به ورته کېږي، نه دا چې هغه ته د لارښوونې او پر دين د تَمَسّک خطاب په داسې شکل سره وشي، چې ګواکې کوم ملحد، يهودي، نصراني او مشرک دې مخاطب دی.
له همدې کبله دا اړينه ده چې داعي د خپلو مخاطبينو له ټولنيز او اخلاقي جاج اخيستنې وروسته د دعوت لهپاره لاس په کار شي. له ياد تفکيک او جاج اخيستو پرته هېڅ داعي توانېدای نهشي چې په اغېزمن ډول خپل دعوتي پيغام مقابل لوري ته ولېږدوي. دې ته پر کتو کولای شو چې د ټولنيز مزاج او اخلاقي جوړښت له مخې مسلمانان په دوه برخو تقسيم کړو.
لومړۍ ډله هغه چې ظالمان نهدي او حق ته غاړه ږدي، خو ستونزه يې يوازې ناپوهي ده، هغوی ته يوازې حق ويل او حق ښودل کافي دي. دوهمه ډله يې هغه ده چې د مال، دولت، منصب او خواهشپرستۍ له وجې يې له حق غاړه غړولې او په شهواتو کې راګېر دي، نو هغوی ته بيا دعوت په نرمه ژبه، نېکې وينا، ترغيب او ترهيب سره مفيد دی. خو درېغااا چې زموږ په داعيانو کې دا جوهر موجود وای؛ چې د تشديد، تکفير او تذليل پر ځای يې په نرمه ژبه او حسنه اخلاقو خلک د خدای لور ته ور بللای او...
متأسفانه چې فعلاً زموږ په ټولنه کې تر ټولو زشت، پرېوتی او توند چلن همغه چا خپل کړی چې ځان «الداعي إلی الله» او «الداعي إلی الخير» ګڼي، خو دېته يې پام نهدی؛ چې دا وړ چلن د قرآن له صريحو لارښوونو او نبوي منهج سره کاملاً او سلسلنه مغائر دی.
