د اوسني عصر اړتياوو او غوښتنو ته پر کتو تعليم فرض عين ده
د اوسني عصر اړتياوو او غوښتنو ته پر کتو ويلای شو چې زدهکړه تر مباح، فرض کفايي او ورته نورو فقهي نسبتونو ډېره پورته او اړينه ده او آن کولای شو چې ووايو بيخي فرض عين ده.
د قرآن کريم د نزول لومړني پنځه آيتونه او همداراز پر ملائکو د آدم عليه السلام د فضيلت اساسي جوهر او وجه يوازې د دنيوي ژوند د اسبابو او وسائلو د نومونو زدهکړه وه، نه بل څه. ځکه د آدم عليه السلام د پيدايښت پر وخت نه کوم اسماني دين موجود وو، نه نور انسانان وو او نه هم إنسان ته د کوم آسماني دين او شريعت التزام او مکلفيت راجع شوی وو. او هغه چې په قرآن کې ځای ځای له تفکيک او تقسيم پرته د زدهکړې پر أهميت ټينګار شوی، هغه ټينګار هم له هېڅچا پټ او پناه نهدی. دېته پر کتو سړی په قاطعيت سره ويلی شي چې تعليم او زدهکړه د مباح او فرض کفايي له فقهي مصطلحاتو ډېره ډېره پورته او مهمه ده.
بل دا چې قرآن د انساني ژوند ارزښت ته په دې حد کې قائل دی چې د يو بېګناه نفس وژل د ټول انسانيت وژل بولي او بالعکس ژغورل يې بيا د ټول انسانيت ژغورنې مرادف ګڼي، اوس که سړی د قرآن پر همدې بنسټيزه قاعده کې يوه شېبه ژور فکر، معقول او منطقي سوچ ووهي، نو بې له شکه دې نتيجې ته رسېږي چې د قرآن دا بنسټيز أصل يوازې په هغه صورت کې سلسلنه عملي او د تطبيق وړ دی چې پيروان يې د ځينو په اصطلاح؛ پر عصري تعليم سنبال وي. د ځينو په اصطلاح مې ځکه وويل؛ چې زه خپله شخصاً په ديني او دنيوي برخو کې انساني ټولنې ته د خير رسوونکي او ګټور علم پر تقسيمبندۍ او وېشلو هېڅ باور نه لرم او دا ډول باور راته د خپلې ټولنې، هېواد او په ټوله کې د اسلامي نړۍ د وروسته پاتېوالي، فقر، بېوزلۍ او د خپلمنځي تصادم اساسي لامل ښکاري. او تر څو چې دا لامل يو طرفه نهشي، نو تر قيامته راباندې د ښه ژوند او ښو ورځو راتلل د ط ټکی بوله...!
فاعتبروا
