زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده!
د حکمتيار صاحب له ځينو مواقفو سره إختلاف پر خپل ځای، خو د افغان سياسي شخصيتونو له منځه يوازېنی شخصيت چې هره خبره يې پر علمي شواهدو، سنجيده منطق او کره دليل ولاړه ده او وي، هغه يوازې حکمتيار صاحب دی. تاسې که له سياسي او فکري تعصب، ګوندي او مذهبي تمايل پرته د هغه ليکلي آثار، ليکنې او خُطبې لږ په دقت ولولئ، وا يې ورئ، او يا له نږدې ورسره کينئ، بيا پوهېږئ چې زما إدعاء څومره پر ځای او يا څومره ناسمه ده؟ خو د تأسف ځای دادی چې؛ زموږ په عُقدهپاله ټولنه کې قضاوت له تَبَيُّن او تحقیق پرته محضِ پر اورېدلو تاويلو ماويلو او اتهاماتو سره کېږي، او له قلیلې إستثناء پرته نور هېڅ يو يې د حقائقو او واقعیتونو په کرهوالي او وضاحت پسې سر نهګرځوي. هغه د شاعر په خبره چې:
(هغه د ګرم بازار چغو پسې ځان رسوي
ړوند به له ښاره راچاپېر دېوال ته څنګه ګوري)
هو؛ قصه له همدې ړوند او عُقدهمن قضاوته ورانه شوې، ګنې په واقعيت کې چې ما په نوموړي کې څومره د دې مظلوم ملت خيرخواهي حس کړې او ليدلې؛ په خدای قسم! که مې تر اوسه په بل هېڅچا کې ليدلې او يا حس کړې وي.
د خپلې همدې إدعاء د إثبات له پاره درته يوه وړه بېلګه وړاندې کوم، او هغه دا چې؛ که
تاسې يوازې د نوموړي د جُمعې خُطبې واورئ او يا يې ولولئ، نو درته جوته به شي چې دا سړی څومره خپل سپېڅلي آرمان، خپلې سپېڅلې داعيې او خپل هېواد ته ژمن دی. نږدې په هره خُطبه کې يې له روان ناورين او بُحران نه د وتو داسې معقول، منطقي او علمي إستدلال او طرحه موندل کېږي چې که عملي شي، نو يقيناً چې هېواد او ملت مو له دې بدبختيو په حتمي توګه ژغورلای شي. ډېر لرې به نهځو؛ په همدې پرونۍ خُطبه کې يې هم د روانې معضلې د حل په اړه داسې يوه جامع، معقوله او منطقي طرحه موجوده ده چې که د أمورو زمامداران يې له چون او چرا پرته د تطبيق له پاره لاس په کار شي، نو په پوره ډاډ سره ويلای شو چې په بریالۍ توګه به له دې مرګوني ګردابه د نجات ساحل ته لار ومومي، خو هغه د خوشال خټک په خبره چې:
(زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور دې وسوځي دا تورې قلمونه)
له هغو يارانو هم د سړي ګيله وشي چې ټوله ورځ په فيسبوک او ټويټر کې د وطنپرستۍ د کاذب شعار په پلمه دا د کار او شمار سړی د سپکوونکي نقد پر کاڼو ولي، خو چې پر هېواد د ننګ او د نجات خبره راشي، بيا يې له ډاره پر خولو داسې ټينګ مهر لګېدلی وي، چې آن د بدرګې يو کمزوری غږ يې هم د ژبې سر ته نه رادرومي.
دوی که رښتيا هم وطنپرستان وای، نو لږ تر لږه خو به يې د خپلې هېوادنۍ مينې د إثبات په خاطر دا خُطبې پر خپلو ټولنيزو صفحو په پراخ ډول بدرګه کولای...!
