فکري اختلاف له إنساني خلقت او فطرت یو نه بېلیدونکی جزء دی
فکري اختلاف له إنساني خلقت او فطرت یو نهبېلیدونکی جزء دی. څه ډول چې د انسانانو رنګ، ژبه، کلتور او ټولنیز عرفوعادات سره متفاوت دي، همدا ډول یې فکري لیدلوري او تګلوري هم سره فرق کوي.
پر نورو دا منل چې نور دې هم زموږ په څېر فکر وکړي، نهیوازې دا چې شونې نهده، بلکې د طبیعي قوانینو پر ضد جرم او بغاوت دی. ځکه د کائناتو خالق پر إنسانانو خپل دین د اکراه او جبر له لارې نهدی تحمیل کړی، پاتې لا د دنیوي أمورو او کړنچار په اړه یو واحد فکر او دریځ ته اړویستنه.
دمسلمانانو تر منځ چې کله د واحد فکر او همغږۍ خبره کېږي، نو هغه په تمامه معنیٰ د الله تعالی تر هر اړخیز وحدانیت او د عقیدې تر بنسټیزو أُصولو محدوده ده. په دې معنیٰ که یو څوک همدا یاد شیان راسره ومني، نو هغه زموږ د ټول مسلمان امت د لوی جسد برخه ده، هېڅڅوک، هېڅ څه او هېڅ شخصي اند او واند یې زموږ د ستر جسد له چوکاټه نه شي بېلولای.
له دې ور اخوا د فروعي او دنیوي مسائلو په اړه اختلاف حتمي او لازمي دی. له دې کبله د نورو ترټل، تجرید او نهزغم، نه دا چې یو إسلامي او إنساني عمل نهدی، بلکې د سړي پر ټولنیز هویت، تشخص، داعیه، اهدافو، اړیکو او راتلونکي ډېر بد او منفي اغېز ښندي.
دا چې فکري اختلاف یو طبیعي او حتمي پدیده ده، باید له یو بل سره په طبیعي ډول وپالل شي. له شخصي حدودو او سرو کرښو وا نهړول شي. که څوک د فکري اختلاف تر نامه لاندې دا سرې کرښې کراسوي، نو ګواکې هغه په خړو اوبو کې د ماهیانو نېول غواړي؛او دېته بیا فکري اختلاف نه، بلکې د ذات دښمني وايي چې یوازې د شخصیتونو ترور او انتحار په کې هدف وي، بل هېڅراز سپېڅلی هدف او مرام پرې نه متحقق کیږي.
