لويه خدايه ته يې حافظ شې
د افغانستان سیاسي تاريخ ته که يو ځغلنده نظر واچوو، نو و به ګورو چې د ډېری نامي سیاستوالو اودسونه په کې مات شول، د ډېرو سرونه په کې وڅرخېدل، ډېر په کې د خپل فکر او شخصیت خلاف د نانځکو په څېر ولوبېدل، او ډېرو نامي!! ډبر دريځو!! په فکري او سياسي لحاظ يو سل اتيا درجې شرمېدلی تغير وخوړ، خو دی له هغې ډلې و نه خوت.
دا د ثابت دریځ، کره او نرې خبرې خاوند که هر څومره د سياسي حوادثو په بټ کې نېنه نېنه او لټ پر لټ واوښت، څومره چې ورته چاپېریال آړپېچلی او اور اورکی شو، او چې څومره د تهمت پر کاڼو ولګېد، هومره يې جذبه تانده او څپڅپانده شوه، مات نه شو.
دی وو چې د سرې ستر واکمنۍ ټغر يې د خدای په مرسته ټول کړ او افغانستان يې د سرې ستر واکمنۍ له إنضمامه بچ کړ. دی وو چې د صليبي إشغال پر وړاندې د بغاوت لومړی توغ يې رپاند کړ. او همدی دی چې اوس هم د غل او مل پر وړاندې ښه په زغرده حقه او نره وايي. نه يې د «آن» پر وړاندې خپل جرأت او شهامت له لاسه ورکړ او نه يې هم د «اين» په تنګه دائره کې د سانسور او إختناق زيندۍ ته غاړه ورکړه.
او ټولو ته د خپل قال او حال په ژبه وايي:
پر ماته کِښتۍ سپور يم طوفانونه مې په مخ کې
پر دغه لار به درومم، که وم وم، که نه وم نه وم
