د یووالي ټغر؛ د خپلمنځي خواخوږۍ ښکلي او زړه راښکونکي انځورونه
دا انځورونه یوازې په پرونۍ ورځ او د ارواښاد حاجي صاحب د فاتحې په مراسمو پورې خاص نه، بلکې دا په حقيقت کې د افغانانو تر منځ د بېسارې مینې، خپلمنځي يووالي او د مشترکو ټولنیزو ارزښتونو د هنري تابلوګانو او سمبولو پر بڼه د افغان سياسي تاريخ پاڼو کې ثبت شول.
په داسې یوه حساسه زماني مقطع کې چې خلک ګڼو ستونزو له يو بله لرې کړي او په په خپلو خُوَلُوْ کې ډوب دي، ياد سفر له ځان سره دا پیغام لېږدول غواړي، چې یو بل ته د غم په شېبو کې لاس ور غځول زموږ د وياړلي افغاني کلتور یوه نه جلاکېدونکې برخه ده.
هو؛ دا عکسونه درې ځانګړي پیغامونه او ګڼې ټولنیزې معنیٰوې تر خپلې شا لرلی شي:
لومړی پيغام، د افغان کلتور ژوره ریښه:
موږ افغانان عموماً د یو بل په غم او خوښۍ کې شریککېدل نه یوازې د افغاني دود، بلکې د خپل ایمان برخه ګڼو. کله چې زموږ له منځه یو څوک د دنیا له غم او ژونده اوږې سپکې کړي، موږ یې غم خپل ګڼو او کورنۍ ته يې د تسلیت او تعزيت لهپاره هر ډول خنډونه تر پښو لاندې کوو. داسې لکه قدرمن مشر چې د ګڼو امنیتي ګواښونو له شتون سره سره د ګردې څېړۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ، دې کار د افغانانو هغه ویاړمنه روحیه ژوندۍ وساتله چې «موږ سره یو او د يو بل په غمونو او ښاديو کې شريک يو».
دوهم؛ ملي وحدت او د رهبرانو مسئولیت:
کله چې رهبران د خلکو په منځ او د هغوی په غم او ښادۍ کې شریک وي، د ولس او مشرتابه تر منځ هغه فاصله له منځه ځي چې د ډېرو ملتونو د ناکامۍ لامل ګرځي/ګرځېدلې ده. په دا ډول مراسمو کې ګډون کول څرګندوي؛ چې مشران او رهبران یوازې د واک د ګدۍ خلک نه، بلکې که وغواړي د خپلو ولس د دردونو د التيام او ټکور لهپاره هم، زړور ګامونه اخيستای شي.
درېيم؛ د یووالي پر ټغر؛ د راتلونکي انځور:
دې تصويرونو ته په ځیر کتل موږ ته دا راښيي، چې که هر څومره ستونزې، خنډونه، او توپیرونه شتون ولري، بیا هم زموږ کلتور، زموږ دین او زموږ ملي ارزښتونه موږ اړ باسي چې پر یوه ټغر را-ټول شو، او هغه ټغر د ملي وحدت او سرتاسري ورورولۍ عملي انځورول دي، چې له دې هېواده نه یوازې د نفاق توره ورېځ شړلای شي، بلکې د سبا لهپاره د سولې، پرمختګ او امید نوې لارې هم خلاصولای او پرانستای شي.
هو؛ که یووالی زموږ قوت شي، هیڅ ځواک زموږ خاورې ته د وېش او خپلمنځي اختلافاتو لاس نه شي را-اوږدولای. يقيناً چې د ورورولۍ او محبت ټغر تر ټولو ستره او کارنده وسله ده، چې د هر توپان مخه پرې نېولای شو.
همدې مواردو ته پر کتو ويلای شو، چې دا تصویرونه یوازې د فاتحې مراسم نه، بلکې زموږ د خپلمنځي يووالي او خواخوږۍ هغه روښانه انځور دی، چې په ډېرو سختیو کې یې د خپلې خواخوږۍ پر مټ زموږ د ژوند تياره مسیر روښان ساتلی.
نو؛ راځئ چې دا ټغر د خپلمنځي يووالي، مينې او خواخوږۍ پر مټ همداسې وېړ وساتو، څو مو راتلونکي نسلونه په يو سولهییز، متحد او پرمختللي افغانستان کې نړۍ ته سترګې وغړوي.
وحدت_ما_قوت_ما
