راځئ مینهناک واوسو، نورو ته مینه ورکړو او له نورو د کرکې پر ځای مینه طلب کړو
هغوی چې له خپل ژونده ناهیلي دي، که نور هېڅ مرسته ورسره نهشو کولای، نو یوه خوږه او له مینې ډکه مُسکا خو مو حتماً له توانه پوره ده، چې باید همدا وړ ناهیلو وګړیو ته یې وکړو.
تجربه شرط ده؛ ډېری داسې انسانان چې فکر کوي، ژوند کول یې د ټولنې پر اوږو بار او عار دی او له همدې وجې د کمترۍ احساس پرې غالب شوی، خو کله چې په خبرو کې ورسره له مینې، عاطفې او له مُسکا ډک تعامل وشي، فکر کوي چې د نړۍ تر ټولو نېکمرغه، ښکلی او غوره موجود همدی دی. د خوښۍ او نېکمرغۍ کرښې یې بیا له ورایه په ټنډه او اننګو کې داسې برېښي؛ چې ته به فکر کوې، چې د نړۍ تر ټولو آسوده او مرفه ژوند به د هغه برخه وي.
کله چې زموږ پر یوه خوږه خبره او مُسکا یو خوږمن او ویرجن انسان ته دومره خوښي رسېږي، نو ولې له همداسې یو مینهناک او نورو ته د خوښیو له ورکوونکي اندازه کار وانهخلو!؟
راځئ مینهناک واوسو، نورو ته مینه ورکړو او له نورو د کرکې پر ځای مینه طلب کړو!
هو؛ زموږ ټولنیز دود، عُرف او ټولنیزو ستونزو ته پر کتو مینهناک اوسېدل او د نورو له بد حالته د راویستو په پار دا وړ چلند خپلول او کول یو څه سخت او د ټولنې له عام مزاج سره ټکراو دی، أمَّا؛ ناشونی، بد او بې ګټې کار هېڅکله نه دی.
نو مینه وکړئ، مینهناک واوسئ او نورو ته د ترټنې، تهمت او پیغور په نهورکولو سره د کرکې او نفرتونو له خپراوي ډډه وکړئ!
أحبکم في الله جميعاً دون إستثناء
