No-IMG

د سياسي مخالفت تر نقاب لاندې د خپل حريف سپکول د نامردۍ تر ټولو وروستی حد دی

زموږ يوه ټولنيزه ستونزه دا هم ده چې له تحقیق او تبين پرته د يو چا سپکاوي ته پر دوو ناست يو او کنځلو ته يې محض بهانه لټوو او له بده مرغه همدې بې‌خونده چارې ته بيا تر هر څه ډېر د سپېڅلې سياسي بزرګۍ!! او هېوادپالنې!! نوم هم ورکوو او عام ذهنيت پرې خطا باسو.

پرون جُمعه مشر په خپله خُطبه کې د ډرون الوتکو د راتلو په اړه خورا يو منطقي او مستدلل ټاپيک هم ځای پر ځای کړی وو او د يادې موضوع د تحليل په اړه يې د افغانستان او پاکستان وروستيو دولتي دريځونو ته پر کتو خپل نظر هم په دوه لنډو مبحثونو کې څرګند کړ چې يقيناً هر عاقل إنسان به يې له اورېدو وروسته په يادو مباحثو کې ذکر شويو قرائنو او شواهدو ته پر کتو د دواړو له منځه يو نه؛ يو نظر پر غوڅ توافق انتخابوي او يا به په دواړو نظرونو کې ذکر شويو احتمالاتو ته پر کتو دواړه حتماً تر يو بريده مني، خو ستونزه داده چې زموږ د هېواد منافقانه رسنۍ د جنجال پارولو له‌ پاره د ځينو مشهورو سياسي څېرو له وينا د حساسو موضوعاتو هغه برخه  له سياق او سباق پرته رااخلي چې د دوی له انده يې په رسنيز مارکټينګ او پروموټ کې ډېر اغېزمن واقع کېدای شي، له خپل غوږه د ناخبرو وګړيو په ناخود اګاه إستعمال کې ورته مفيد وي، إجتماعي ذهنيت پرې مغشوشولای شي او بالاخره خپل فکري او سياسي مخالفين له همدې لارې د مسألې له عُمق پر ناخبرو وګړيو کنځلای او سپکولای شي. خو د تأسف ځای دادی چې د همداسې ناخبرو او سرناخلاصو کنځلمارو په ډله کې کله ناکله ځينې داسې کسان هم د سړي تر سترګو شي چې ځان به تر ټولو ډېر د سياست، فرهنګ او ملي ارزښتونو مدافع شمېري او ځان به تر ټولو ډېر سياسي او فرهنګي بزرګ ورته ښکارېږي.

شېبه وړاندې مې د ښاغلي اسد دانش يو پوسټ مخ‌ته راغی چې د پژواک خبري اژانس له مخ‌پاڼې يې د مشر د پرونۍ خُطبې هغه برخه سکرين‌شاټ کړې وه، چې ياد اژانس د هغه له خُطبې د سياق او سباق پرته رااخيستې، او بيا يې له خپله اړخه پرې کنځلو ته ورته خپل ليدلوری!! هم ور علاوه کړی او...

سړی حيران شي چې آخر دومره عُقده ولې؟!

سمه ده او وبه‌منو چې؛ د يو چا له سياسي نظرياتو سره مخالفت د هر فرد مُسَلَّم حق دی، مګر د سياسي مخالفت تر نقاب لاندې د خپل سياسي او فکري حريف سپکول او يا يې نورو ته د سپکاوي پلمه پر لاس ورکول مردانه او عاقلانه تګلاره نه‌ده، بلکې د نامردۍ تر ټولو وروستی حد دی، چې د نارينتوب او عقلانيت په قاموس کې هېڅ ځای ورته نه‌شته.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک