د ښاغلي حکمتيار پرون او نن ته لنډه کتنه
په ۱۹۹۲ کال کې چې کله شوریٰ نظار او جمعیت اسلامي د کميونيستي واکمنۍ د وروستي مشر ډاکټر نجیب الله په حکومت کې د پنځم ستون په مرسته او یو اړخیز ډول کابل نیسي او په پايله کې د افغانستان لهپاره د ملګرو ملتو د سولې منل شوې تګلاره شنډوي، هغه چې د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند يې پليکېدا ته پر تمامه ژمن وو، نو همغه مهال ښاغلی حکمتیار د يو ټولمنلي اسلامي نظام د إقامې پر وړاندې د مرحوم رباني او مسعود پر ټوله سیکټاریسټي نقشه پوهیږي او د دوی د درواغجن اسلامي دولت د شعار پر وړاندې غوڅ دریځ خپلوي.
له همدې ځايه ويلای شو چې د کابل ښار د وېجاړۍ او د بيبيسي او امريکا غږ د تبليغاتي ارقامو له مخې د ۷۰زره کابلیانو د ټولوژنې مسئوليت هم ځکه د شوریٰنظار او جمعیت اسلامي پر غاړه لوېږي؛ چې دوی له يوې خوا د ملګرو ملتونو د سولې پلان شڼد کړ او بلخوا مرحوم برهان الدین رباني د پېښور د شوي تفاهملیک په خلاف چې دی پهکې د څلورو میاشتو لهپاره د دولتمشر په توګه ټاکل شوی وو، د واک د غځولو او دائمي کولو لهپاره جګړې ته لاس واچاوه.
د دغه جګړې له لارې شوریٰنظار او جمعیت اسلامي غوښتل دولتي واک او انحصار پر خپل ګورت کې واخلي او وروسته بیا خپل نور سیکټاریسټي او شوم پلانونه پلي کړي؛ همدې څه ته پر کتو ښاغلی حکمتيار مجبوراً جګړې ته اړ کېږي او د هغوی د شومو پلانونو د تطبيق د مخنېوي لهپاره مټې نغاړي؛ چې پهخپل ذات کې او د مجبوريت له مخې يې يو برحقه جګړه بللی شو.
د بُن په استعماري کنفرانس کې هم د دولتي واک په سلو کې اویا سلنه ونډه شوریٰنظار او جمعیت اسلامي ته ډالۍ شوه؛ او پهدې توګه د هېواد زیاتې ملي څېرې؛ په ځانګړي ډول حا او ط+ال+بان له واکه ګوښه پاتې شول چې هلته بیا هم د تېر په څېر د خونړيو شخړو لهپاره لار پرانیستې وساتل شوه.
که د لنډ تېر تاریخ شخړهايز څپرکی يوې خواته کړو او پر ننني تاریخ بحث ته راشو، نو ښاغلی حکمتیار نن هم په هېواد کې د يو ټولمنلي اسلامي نظام د حاکميت لهپاره غوره طرحه لري او نن هم د روغې جوړې لهپاره يوې سولييزې او منلې تګلارې ته په جار هرکلی او ښه راغلاست وايي.
پرون يې هم د يو سولييز حل لهپاره په ۱۹۸۹ کال کې د مجاهدینو هغه جګړه چې د جلال اباد ښار د نېولو لهپاره يې پر بېبندوباره ډول کړېوه ستره تېروتنه وبلله او په ياده تېروتنه د زړه له کومي معترف شو چې یو زړور، بامسئوليته او سوچه افغاني ګام يې بللی شو.
دا اعتراف د هغه سياسي حريفانو ته ورزده کوي چې د کابل ښار د ۷۰ زره کابلیانو په تبليغاتي ټولوژنه اعتراف وکړي او لږ تر لږه د کابل له اوسېدونکو او قربانيانو بښنه وغواړي؛ خو درېغااااا چې هغوی دومره جرئت او شهامت لرلای!
له هغې راوروسته بيا تر ننه د يو قوي مرکزي حکومت د جوړېدا لهپاره وخت پر وخت د ښاغلي حکمتيار دا غوښتنه (چې بايد داسې ټولمنلی اسلامي زعامت منځته راشي چې هم په کور دننه د ملت فرد فرد پهکې ځان وويني او هم له بهره ور پېښو خطراتو ته پر وخت او د دقيق ځواب جوګه وي) د نن ورځې تر ټولو غوره غوښتنه او سپارښتنه ده چې نبايد حاکم لوری يې پر اورېدو غوږونه کاڼه او ځان ناګاره ونيسي، او هغه ځکه چې؛ هوښياران وايي:
څوک چې په پيل کې د وړيا نصيحت اورېدو ته تيار نهوي؛ نو په پای کې به يې په لوړه کچه تاوان پرې کړي.
