په خوب کې له لوړه ځايه لويدل
ايا کله داسې پېښ شوي چې د خوب په لومړيو شېبو کې فکر کوئ چې له لوړه ځايه ولوېدئ (وغورځېدئ) او يا کوهي ته ورغوځار شئ او له خوبه يو ناڅاپه راپورته شئ؟!
دې کار او حالت ته په علمي اصطلاح کې Hypnagogic jerk وايي او په نړۍ کې ۷۰ فيصده خلک په دې مشکل د خوب په لومړيو شېبو کې هغه وخت چې په اصطلاح پرېښاني وړی وي اخته شوي دي، په دې ډول چې د پښو او لاسو عضلې یې په ناشعوري ډول نيولې غوندې شي، او يا کېدای شي په خودبخوده ډول د بدن عضلې لکه چا چې نيولې وي او بيا د غږ، رڼا، او يوه بل خارجي محرک په وسيله تحريک شي، ځينې خلک وايي کله چې کله خوب ويني او يا د خوب پيل شي او يا يې د خوب راتللو په وخت کې حواس يو پر بله شي نو چې کله يې فکر ته ورشي چې وغورځېدم نوپه يو دم او شېبه کې يې عضلې کار پيلوي او پښه يا لاس اخوادېخوا اچوي. او دا په دې مانا نه ده چې هرڅوک ناروغ وي په دې مشکل اخته دی، روغ کسان په دې مشکل په يوناڅاپي ډول اخته کېږي. او په ماشومانو او لويانو دواړو کې پېښېږي.
لاملونه يې: ډېر پرېشانه کېدل او اضطراب، ذهني فشار او خپګان، الکول، د کافيينو کارول،د شپې ناوخته سپورتي تمرین کول، په ناسم ځای ويده کېدل، او ډېره ستړيا اوخسته کېدل ښودل شوي دي، خو لا یې هم بېخي کره او دقيق لامل نه دی څرګند شوی چې ولې داسې حالت په سړي راځي.
کله له دې پېښې سره مخ شوي یئ؟!
