No-IMG

د مالټې او کينو ګټې!

مالټه او کينو چې په مني کې پخېږي  او اوس یې موسم دی. د وينې لپاره ډېره ګټوره ميوه ده، د شريانونو د تورېدو، د فلج د مخنيوي او نورو ډېرو ناروغيو لپاره مهمه ميوه ده او دا لاندې مواد لري؟

۱ـ د سي ويټامين ستره زېرمه ده،

۲ـ کاروټين بيټا پکې ډېر دي

۳ـ د تبې د کمېدو، او په پښتورګو کې د وينې له ټينګېدا (کلک کېدا) څخه مخينوي کوي

۴ـ د ضد عفوني خاصيت په درلودلو سره د سيفليس په درملنه کې مهمه ميوه ده

۵ـ د A ويټامين په ډېره پيمانه لري، او د سرطان په مخنيوي کې هم اغېزمنه ده

او د لاندې ناروغيو په درملنه کې مهمه ده:

چاغښت

برونشیټ

د کولمو التهاب

ساه بندي

زکام

د وينې لوړ فشار

د پوستکي بېلابېلې ناروغي

ايا د مالټې يا کينو پوستکی هم مهم دی؟

*طبي څېړونکي وايي: چې د مالټې او کېنو پوستکی ژوول د کلسټرول په کمولو کې ونډه لري، چې لکه نور درمل جانبي عوارض نه لري

*د Q40 په نامه يو ترکيب د مالټې په پوستکي کې موجود دی، جې سرطاني حجرو انزايمونه له منځه وړي

*د Antioxidants کچه د مالټې په پوټکي کې د اوبو په پرتله  ۲۰ ځلې ډېر دی

*د زړه له ناروغيو څخه ساتنه کوي

*عصبي ناراحتي، ژورخپګان، دماغي فشار، او د خوب نه راتللو په اړه موثره ميوه ده

* ددې مېوې له شنه رنګ څخه د وينې د ټيټ فشار او التهاب څخه مخنيوی کولای شو.

*د مالټې پوټکی له مينځلو وروسته د لمر وړانګو ته وچ کړئ ، بيا يې د پوډر په ډول ميده او په ډېری خوړو لکه سوپ ، وريجو، چای او د چرګ په غوښه د خوند د ښه والي لپاره دوړولی شئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک