ټويټر په امريکا کې د ګډوډيو د خپرولو او له وېرې د ټرمپ شخصي اکاونټ د تل لپاره وتاړه!
بالاخره ټويټر د ډونالډ ټرمپ اکاونټ چې شاوخوا ۸۹ ميليونه فالورز يې لرل بيخي وربند کړ. ټويټر ليکلي چې کېدای سي ټرمپ له دې څخه په امريکا کې دګلمرجانيزم او ګډوډيو خپرولو لپاره کار واخلي.
فيسبوک هم د بايډن د لوړې تر مراسمو د ټرمپ فيسبوک پانه او پروفايل وربند کړي او پوسټ نشي کولای ، يوټيوب هم د ورته اقدام د اخيستلو ويلي دي.
ټويټر مخکې هم ګوتڅنډنه کړې وه چې ټرمپ په ځلونو د.دوی له اصولو سرغړونه کړې ده او د دوی زړه يې ورخوړين کړی.
څو نورو سترو امريکايي ټولنيزو شبکو هم د ورته اقدام اعلان کړی.
دې ته وايي ژمنې رسنۍ نه لکه طلوع، کابل نيوز، هشت صبح او نورې چې د پرديو او ګډوډيو لاسپيکرونه دي.
• ګلمرجانيزم Gulmarjanism: د ولسمشري له ټاکنو وروسته د بايلونکي کانديد د ماتې نه منلو هغه غيرقانوني های هوی ،جنجال، او د خلکو د راپارولو پروسې ته ويل کېږي چې ډاکټر عبدالله په افغانستان کې د ۲۰۰۹, ۲۰۱۴ ، ۲۰۱۹ په ټاکنو کې د سيالو کانديدانو پر وړاندې پيل کړی وو.
