د احمد الله عاطفي لیکنی
د تبوک غزا – دوهمه برخه
له پیغمبر سره دابو عامر ليدنه.
دابوعامردسیسي.
دیسرب دوه تنه مشران.
ابو عامر او دمکي مشرکین.
دپیغمبرسره لیدنه
ابو عامر راهب چې ځانته ډیر هو ښیار او با منطقه ویل بل څوک ئې خپل سیال نه ګڼه، په همدې غرور ئې ځان له ټولو لوړ څرګندوو.
اصلي نوم ئې عبد عمرو بن صیفي بن مالک الاوسي و، دنصرانیت دین ئې منلی و او دانجیل عالم و، په همدي نسبت د ابو عامر راهب په نوم مشهور و .
حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم)چې مدينې منوري ته هجرت وکړ،ابوعامر ئې خدمت ته راغی ،خو په ناسته کې په اسلام او نبووت ئې اعتراض او نیوکې وکړي،حضرت رسول الله(ص...
نور ولوله
د تبوک غزا – دوهمه برخه
د (ملجأ)تفصیل: تبوک غزا
زموږ د استعاذي درس موضوع یواځي د(مَلْجَأَ:پناه) کلمه یادول و، خو دا کلمه چې د غزا(تبوک) اړوند ذکر شوي لازمه مو وګڼله چې دتبوک غزا چې دسختیو غزا په نوم هم یادیږي دالله سبحانه وتعالی په توفیق په تفصیل ذکر کړو.
تبوک غزا
قال الله تبارک وتعالی:لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ.(التوبه:۱۱۷)
ژباړه: یقیناً چي الله پر پیغمبراو هغومهاجرینو او انصارو باندي(له پیرزویني سره) رجوع کړې چي په یوه سخت حالت کي ئې له هغه متابعت کړی چي نږدي وه ...
نور ولوله
قرآنکریم کې (مَلْجَأً) کلمه
قرآنکریم کې د (مَلْجَأً:پناه ځی) کلمه درې ځله په درې مبارکو آیتونو کې ذکر شوي.
التوبه:۵۷ او ۱۱۸ آیتونو کې او هم دالشوری په ۴۷ آیت کې.
قال الله تبارک وتعالی: لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغاراتٍ أَوْ مُدَّخَلاً لَوَلَّوْا إِلَيْهِ وَ هُمْ يَجْمَحُونَ. (توبه:۵۷)
ژباړه:که ئې کوم پناه ځی، څه سوړي یا د ننوتلو کوم ټاټوبی موندلی وی هرومرو به ئې هغه ته مخه کړې وه په داسي حال کي چي ځغستل به ئې.
(مَلْجَأً:پناه ځی)
که منافقین د پناه لپاره دغره په کومه سوړه کې ځان محفوظ وګڼي نو پرته له ځنډ به هلته منډي کړي، معنی داچې منافقین له مجبوریته او له بې و...
نور ولوله
ذي الحجې میاشتې په ليدو؟
ذی الحج میاشت دبرکتونو او د لوړوارزښتونو مبارکه میاشت دی چې داسلام ستر رکن حج مناسک پکې تر سره کیږي او همدا راز داسلامي امت دیو والي شعار ترعنوان لاندي د نړئ په هر ګوټ کې د اخترورځ لمانځل کيږي او په دې مبارکه ورځ کې نه یواځي په ځانګړي توګه داختر لمونځ ادأ کيږي بلکي دسیدنا حضرت ابراهیم (خلیل الله) سنت پرځای کيږي چې د قرباني څاروي ذبحې سره داختر په خوشحالیو کې نارينه،ښځينه،مشران،واړه زاړه او ځوانانو سربېره دهر عمرعام او خاص مسلمانان برخمن کيږي.
د دې مبارکې میاشتي سپوږمۍ په لېدو څو مهم اساسي ټکو ته پاملرنه!
عن ابن عباس رضي الله عنهما: ما من أيَّامٍ أعظمُ عندَ اللهِ ولا أحبُّ إليهِ العملُ فيهنَّ من هذِه الأيَّامِ العشرِ فأكثروا فيهنَّ منَ التَّهليلِ والتَّحميد...
نور ولوله
د موسی علیه السلام استعاذي دویمه برخه
غوا د چا وه؟
دغوا ذبحې دویمه برخه....
قال الله تبارک وتعالی: وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُواْ بَقَرَةً قَالُواْ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷)
لکه څنګه چې په روایتونو کې راغلي که بني اسرایلو دحکم مننه کړې وه ،هرغوا چې دوی ذبح کړې وه اودهغې په غوښي مړی وهلی وی، نو مړی به ژوندی شوی و،خپل قاتل به ئې ښودلی و،خو دوی دغوا ذبح کول نه غوښت، په همدې بنائې غوښتل داسي پوښتني ولاړي کړي چې له ذبحې پرته قاتل معلوم شي، خو د دوی دپوښتنو په اسرار دهغه غوا نښي، نښانې وښودل شوي چې دیو نیک بنده ملکیت و.
ابن کثیر(رحمه الله)دوالدینو پ...
نور ولوله
موسی (علیه السلام) استعاذه
قال الله تبارک وتعالی: وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُواْ بَقَرَةً قَالُواْ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷)
ژباړه:او کله چي موسی خپل قوم ته وویل:الله درته آمرکوي چي یوه غوا ذبح کړئ،وئې ویل:اېا په موږ ملنډي وهې؟ وئې ویل: الله ته له دې پناه وړم چي له جاهلانو وم.
بقره په غوامعنی کیږي خو دانوم دې لپاره پرې ایښودل شوی چې زمکه څیروي(یوې کوي) د کروندې لپاره ئې برابروي.
ځینو بقره اسم جنس تعریف کړی چې په غوا او غوئې اطلاقیږي،اوهمدا راز ځینوبقره مونث نوم ګڼي چې غوا ترې مرادوي،دا قول قرآنکریم هم تائېدوي ځکه په وروستي آیت کې ذکرد(فارضٌ، ...
نور ولوله
د حضرت نوح علیه السلام قبر...؟
په ټوله نړۍ کې پرته له سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دبل یو پیغمبرقبر په معین او څرګنده توګه نه دی معلوم،بلکه ویل شوي او ویل کیږي چې په فلان ځی،ښاراو سیمه کې فلان پیغمبرقبر دی خو په څرګنده داشي قوي شواهد نشته.
لکه داسي ویل کیږي چې د سیدنا حضرت ابراهیم(خلیل الله) قبر په الخلیل کې دی، د اسماعیل(علیه السلام) او مور قبرونه ئې په حجر اسمعیل کې دي او د حضرت اسمعیل (علیه السلام) حجره (خونه) په حرم کي و ...، همدا راز د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) قبر هم په معین او څرګنده توګه نه دی معلوم خو د قبر په اړوند ئې ځینې روایتونه شته، څنګه چې د ځينو نورو پیغمبرانو په اړوند روایت شوي.
عن ابن عمر ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : بمسجد الخيف قبر سب...
نور ولوله
د نوح علیه السلام رحلت اړوند
عن أنس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:لما بعث الله نوحا إلى قومه بعثه وهو ابن خمسين ومائتي سنة، فلبث فيهم ألف سنة إلا خمسين عاما وبقي بعد الطوفان خمسين ومائتين سنة، فلما أتاه ملك الموت قال: يا نوح يا أكبر الأنبياء ويا طويل العمر ويا مجاب الدعوة، كيف رأيت الدنيا؟ قال: مثل رجل بني له بيت له بابان فدخل من واحد وخرج من الآخر.(رواه قرطبي)
ژباړه: سیدنا حضرت آنس (رضی الله عنه) فرمايي: فرمایلي دي حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم):کله چې الله سبحان وتعالی نوح(علیه السلام) خپل قوم ته مبعوث کړ دده عمر (۲۵۰) کاله و، دی په قوم کې (۹۵۰) کاله پاتي شو، وروسته له طوفانه (۲۵۰) کاله پاتي شو(ټول عمر ئې ۱۴۵۰ کاله شو)،کله ورته ملک الموت راغی ورته ئې وویل: اې نوح!،مشرد انبیاوو، داوږدعمرخاوند او م...
نور ولوله
ابو البشر ثاني؟
قال الله تبارک وتعالی: وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ.(الصفافات: ۷۷).
ژباړه:او د ده اولادمو باقي پاته شوي وګرځول.
ايا حضرت نوح(علیه السلام) داوسني انسانانو پلار دویم بابا ( ابوالبشر ثاني ) دی؟
قرآنکریم کي د نوح(علیه السلام) دزامنو نومونه نه دي ذکر کړي یواځي د منکر زوی(کنعان) د نافرماني خبرئي ورکړی.
قال الله تبارک وتعالی: وَنَادَىٰ نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ الْكَافِرِينَ (هود :۴۲)
ژباړه:او نوح خپل زوی ته په داسي حال کي غږ کړچي هغه ګوشی( له نورو بیل) وو:اي زما زوی ګیه! له موږ سره سپور شه اوله کافرانو سره مه کیږه...
نور ولوله
له تنوره اوبه وخټيدې
قال الله تبارک وتعالی: حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ ...( هود:۴۰)
ژباړه:ترهغه چي زموږحکم راغی او تنور وخوټیدو...
دحضرت نوح(علیه السلام) دوخت طوفا دپیل اوبه له کوم تنوره وخټېدې؟
په دې هکله اقوال بېلا بېل دي.
(التَّنُّورُ)جزیرةالعرب،افریقا،مرکزي او جنوبي اسیا د ځینوسیموپه شمول دنړۍ په اکثرو سیمو کې تنوراو دیته ورته نومونه همدا تنورایفاده کوي کوم چې په پښتو کې تنوراو دري کې ورته تندرنوم اخستل کیږي،که څه هم چې تنور په عربي قواعدو کې په څو معانیو ایفاده کیږي.
لمړی:داوبوچینې ته تنور ویل کیږي،یوه ځانګړې چینه وه چې له هغه اوبه په غیرمعمولي ...
نور ولوله
د نوح علیه السلام بېړۍ
قال الله تبارک وتعالی: قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا. (۵) فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا.(نوح: ۶)
ژباړه:وئې ویل:اې زما ربه!قوم مي شپه او ورځ دعوت کړ.
خو بلني مي له تیښتي پرته بل څه په کي زیات نه کړل.
خپل رب (عزوجل) ته د سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) شکایت: اې زما ربه!(عزوجل) ما خپل قوم ته په ښکاره،پټه،په ټولنیزه توګه،فردي توګه،ځانګړي توګه،شپه او ورځ عوت او بلنه ورکړه چې بخښنه وغواړي او الله (عزوجل) ته رجوع وکړئ، خو زما دعوت پر دوی کومه اغیزه ونکړه بلکې د دوی تیښته لا نوره زیاته شوه.
سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) دعذراو شکایت سره غوښتنه وکړه: قَالَ رَبِّ انْص...
نور ولوله
د بُت لمانځلو تاریخ
قال الله تبارک وتعالی: وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا.( نوح : ۲۳)
ژباړه:او وئې ویل: خپل معبودان مه پریږدئ،مه له کوم(ود) لاس اخلئ او مه له کوم(سواع) او مه له کوم(یغوث) او (یعوق) او نسر.
له کومې ورځي چې سیدنا حضرت آدم علیه السلام په زمکه کې میشت شو اونسل ئې په خوریدوشو،د ټولو عقیده دتوحید اوبندګي وه.
د سیدنا حضرت آدم(علیه السلام) داولادي په سلسله کې څو پیړي نه مشرک و اونه کافر، شیطان هڅه کوله چې دالله سبحانه وتعال بندګان ګمراه کړي خو کامیابه کیدی نه شو تردې چې د دوی معروف،مشهور نیکان خلک وفات شول چې هغوي په خدمت، دعوت، ښونه، روزنه، تقوی او بندګي کې د...
نور ولوله
