د بُت لمانځلو تاریخ
قال الله تبارک وتعالی: وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا.( نوح : ۲۳)
ژباړه:او وئې ویل: خپل معبودان مه پریږدئ،مه له کوم(ود) لاس اخلئ او مه له کوم(سواع) او مه له کوم(یغوث) او (یعوق) او نسر.
له کومې ورځي چې سیدنا حضرت آدم علیه السلام په زمکه کې میشت شو اونسل ئې په خوریدوشو،د ټولو عقیده دتوحید اوبندګي وه.
د سیدنا حضرت آدم(علیه السلام) داولادي په سلسله کې څو پیړي نه مشرک و اونه کافر، شیطان هڅه کوله چې دالله سبحانه وتعال بندګان ګمراه کړي خو کامیابه کیدی نه شو تردې چې د دوی معروف،مشهور نیکان خلک وفات شول چې هغوي په خدمت، دعوت، ښونه، روزنه، تقوی او بندګي کې دلوړ مقام خاوندان اود صله رحم وصلونکي وو، د دوې په وفات قوم صدمه ولیده او د دوی د قبرونو خواته به را ټولیدل غمرازي او د دوی نیکو کارونو او ښه اخلاقو یادونه ئې کوله.
شیطان د یو خوا خوږي په توګه دویته وسوسه کوله چې د دوی مجسمې جوړې کړئ، تر څو د دوی یاد ژوندی وي،او په دې احساس به تاسو اوستاسو اولاده په مینه او ولولو دالله عبادت او بندګي وکړئ.
دوی همدا کار وکړ،د دوی مجسمې ئې جوړي او په هغه ځایو کې کیښودل کوم ځي کې چې د دوی د درس حلقي او دناستي ځایونه وو.
شیطان د دې خلکو په راتلونکي نسل داسي وسوسه وکړه چې ګویا د دوی پلرونو د دې مجسمو په وصیله او برکت خپل ضرورتونه تر لاسه کول، دقحطي نه خلاصون، باران ورولو او نور شرکي چاروکې د همدې مجسمونه مرسته غوښتل .
شیطان چې کله دخلکو ګمراهي ولیده اوډاډمن شو بیائې همدا بتان د دوی دپلرونو معبودان معرفي کړل او په دې ترتیب بت لمانځنه پیل شوه.
نور نو دا مجسمي مستقل بتان او معبودان وګرځیدل چې خلکو به دخپلو ستونزو اوغوښتنو لپاره د دوی پښوته غورځیدل،بتان ئې دالله سبحانه وتعالی مخور شریکان ګڼل چې د زمکې چاري د دوی په واسطه اداره کیږي.
د دوی مشرانو به خپلو اولادو او ماتحتانو ته په ځانګړي توګه د (وَد، سُوَاع، يَغُوث، َيَعُوق او نسْر) سپارښتنه کوله چې دا بتان زموږ دپلرونو معبودان وو، تاسوئې پرې نږدئ، له دی سر بیره دوی نور بتان هم درلودل.
