احمد الله عاطفي
د احمد الله عاطفي لیکنی
د نورو په مذهبې ورځوکې ګډون؟
په دې درس دښه پوهېدولپاره لنډه مقدمه:مدېنه منوره په یثرپ مشهوره سیمه وه،چې قرآنکریم کې هم یاده شوې ده.
قَالَ اللهُ تَعَالَى:وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا.( الاحزاب: ۱۳)
ژباړه:اوهغه مهال چي د دوی یوې ډلي وویل:اې دیثرب استوګنو!دټېکي ځای درته نشته؛ نو بېرته ستانه شئ او د دوی یوې لویي ډلی له پیغمبره په داسي حال کي اجازه غوښتله چي ویل ئې: یقیناً چي زموږ کورونه نا محفوظ دي، حال داچي نامحفوظ نه ول،له تېښتي پرته ئې بل څه نه غوښتل.
دا دمنافقینو مش...
نور ولوله
د شوال المکرم میاشت
د نکاح لپاره مستحبه دی نه منحوسه.
داشهر الحج لمړۍ میاشت.
د اشهرالحرم مقدمه.
لیکوال: احمد الله عاطفي
قال الله(عزوجل): إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ...(التوبه:۳۶)
ژباړه:یقیناً چې دالله خواته او دالله په کتاب کي دمیاشتو شمېر دولس میاشتي دي له همغي ورځي چي آسمانونه او زمکه ئې پیدا کړل.
شوال المکرم میاشت دهجري قمري کال لسمه میاشت دی.
شوال معنی : کوم لورته دسفر سامان تړل .
عربان به په دې میاشت کې د...
نور ولوله
په انسان د شیطان سلطه
هر بنده سره دپیدایښت له اولي ورځي شیطان ملګری کیږي تر هغه چې له دې دنیا ولاړ شي،په دغه ټول وخت کې شیطان د بنده ګمرا کولو او بې لاري کولو نه یوه شیبه غفلت نه کوي، داسي ملګرتیا لکه چې د ده خپله وینه په رګونو کې ګرځي.
عن صَفِيَّةُ بِنْتُ حُيَيٍّ رضي الله عنها قالت: قال النبي(صلی الله علیه وسلم):إنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنْ ابْنِ آدَمَ مَجْرَى الدَّمِ. (متفق علیه)
ژباړه: رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمايلي: یقیناً شیطان د بني آدم د ویني دجریان په ځایو کې ګرځي (لکه څنګه چې وینه په رګونو کې تګ راتګ کوي)
له اُم المؤمنین سیده صفیه بنت حی(رضی الله عنها) نه امام بخاري او امام مسلم (رحمهما) سر بېره نورو محدثینو هم روایت لري چې فرم...
نور ولوله
د رضا او ثواب معاملات
(إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً عَن تَرَاضٖ مِّنكُمۡۚ: مګر داچي ستاسو د رضأمندۍ تجارت وي) هر روا او مشروع سوداګري سر بېره نور مشروع اوشرعي معامعاملات چې په هغه کې انصاف، رضأ او خوشحالي شامل وي عبادت دی.
تجارت عام لفظ دی چې بدله تر لاسه کول وي خو دلته هر هغه ارزښت روا او ثواب دی چې په رضأ او روغ نیت ورکړل شي لکه هبه، هدیه،صدقه،بخشش او خوړل ئې هم روا او جائز دی، له دې سر بېره دمالک او کارکونکي تر منځ چې کومه شرعي راکړه ورکړه د کار او معاش دی دا هم په لفظ دسودا ګرۍ کې راځي(تفسیرمظهري).
عَنْ رِفَاعَةَ بْنِ رَافِعٍ(رضی الله عنه) أَنَّ النَّبِيَّ(صلی الله علیه وسلم) سُئِلَ: أَيُّ الْكَسْبِ أَطْيَبُ؟ قَالَ: عَمَلُ الرَّجُلِ بِيَدِهِ، و...
نور ولوله
د لمړني شفاخانې سر طبيبه؟
د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په هدایت مسجد نبوي سره روغتون جوړ شو چې لمړنۍ سر طبيبه ئې ښځه وه.
قرآنکریم علم نه دی وېشلی اونه ئې د نارینه وو او ښځينه وو دتعلیم تر منځ توپېر کړی.
دينې احکامو علم او عصري ضروري علوم(دنیاوي او اخروي علم) په ټولو یو ډول دجنسیت اوفزیکي جوړښت او غوښتنو په بنأ فرض دی.
دا داسي یو آمر دی چې په ضعیف حدیث کې هم نه شو مېندلی چې مېرمنې له زدکړې منع شوي وي، نه یواځي نه شو مېندلی بلکې په پراخه پیمانه د زدکړې په اړوند آمر او تشویقې لار ښوونې او هدایات لروو.
دشریعت غوښتنو په بنأ تعليمي ماحول جوړول لازم او ضروري دی چې حجاب په تمامه معنی مراعات شي،د انجو...
نور ولوله
دانجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې غميزه دی
انجونې او تعلیم
زموږ هغه طمه چې په علم ،حجاب او اسلامي ارزښتونو مزین مېرمنې به غرب ته د اسلام حقیقي پیغام وړاندي کولو سره د دوی د بشر او ښځو حقوقوکاذب حقیقت په دلاېلو او عملي کړنلارو روښانه ځوابوي له مایوسي سره مخ کړ.
دنیواکګرو ماته ، داشغال پای او د هېواد خپلواکي تر لاسه کولو سره نه یواځي په هېواد او اسلام میئن افغانان بلکې د نړۍ ازاد فکر او زړه سوانده، عادلو انسانانو ته داسي د خوشحالي زېری وو چې داسلامي امارت راتګ سره ئې دارمانونو غوټۍ په سپړېدو شول.
دیو اباد خپلواک او په تمامه معنی داسلامي ارزښتونو او نړیوالو پرنسیپونو او سالمو اړيکو په رڼا کې دپر مختللي او سیالیو سره برابر بلکې په امتیازي ډول دښوونې او روزني په شمول په هره برخه کې دیو ن...
نور ولوله
معاملات په رضأ،پرته له خوښۍ
(عَن تَرَاضٖ مِّنكُمۡۚ) هغه تجارت او معاملات چې په خوښه،رضأ ،انصاف او د سوداګرۍ دنېکو اصولو برابر وي عبادت دی که څه هم دزړه خوشحالي ورسره هم نه وي،خو هغه توافق چې تر شائې جبر او ظلم وي فاسد ناروا او ګناه دی.
لمړی:ځينې داسي معاملات مخې ته راشي چې په تر سره کولو ئې نه یواځي زړه خوشحاله نه وي بلکي خفګان ورسره وي، خو په تر سره کولو ئې رضایت وي، داسي معاملات په اقرار اوعمل تر سره کيږي، خو په هر حال که انصاف لمن پرې نه ښودل شي بیا هم ثواب او اجر پکې نغښتی وي د بیلګې په توګه یو تن پوروړی دی او یا دا چې ضرورت لري خپله زمکه، کور، موټر اویا هر وسایل چې لري، پلوري په دې خاطر چې خپل ضرورت پرې مرفوع کړي په پلورلو کې راضي وي ولې قلباً خوشحاله نه وي په دې ټولو صورتونو کې معامله تح...
نور ولوله
معاملات په جبر او اکراه
په مجموعي توګه معاملات درې ډوله دي،چې په ځینوکې ئې په شرعي توګه د ژبې وینا سره دزړه خوښه او رضأ داعتبار وړوي، په ځینوکې یواځي په ژبه اقرار شرط وي نه دزړه خوشحالي،چې دا ټول روا او جائز دي،بلکې عبادت دی چې دانصاف لمن پرې نه ښودل شي دریم هغه چې رضأ وي خو تر شا ئې اکراه او مجبوریت وي چې دا ډول معاملات فاسد او ناروا دي.
لمړی: هغه چې په اکراه او جبر تحمیل شي.
دویم:هغه چې پرته له خوښېۍ په اقرارتر سره شي.
دریم: هغه معاملات چې رضأ او خوښه پکې شامل وي.
معاملات په جبراواکراه
قال الله تبارک وتعالی: يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَأۡكُلُوٓاْ أَمۡوَٰلَكُم بَيۡنَكُم بِٱلۡبَٰطِلِ إِلَّآ أ...
نور ولوله
قرآنکریم کې د وسوسې ذکر
دآ قرانکریم کې په پنځوآیتونو کې د وسواس ذکر راغلی .
قال الله تبارک وتعالی: فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ.(الاعراف: ۲۰)
ژباړه:نو شیطان وسوسه کړل، د دې لپاره چي لدوی پټي جثې ئې ورته بر بنډي کړي او (ورته) وئې ویل: خپل رب یوازي د دي لپاره لدې وني منع کړي ئې چي داسي نه فرشتې شئ او تلپاته شئ.
وسوسه په خپل ذات کې دومره بده اغیزه لري چې بنده په هر څه پوه هم وي بیائې هم له بدې اغیزي ځان ساتل ممکن نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته....
نور ولوله
وسوسه
وسوسې ته له یوه نه زیات معاني او تعریفونه شوي، خو څومره معاني او اصطلاحات چې ورته خطاب کې راغلي دټولو معانیو مراد په یو څه توپير یو تعبیردی.
وسوسه په شرعي اصطلاح
وسواس: کرار، نرم، ارام او پټ غږ ته وايي.
وسوسه په شرعي اصطلاح: هر هغه شی چې زړه دالله سبحانه وتعالی له یاده غافلوي، شک او ګناه لورته ئې تشويقوي وسوسه دی، په همدې اساس ویلی شو، وسوسه پټه مکارانه هڅه دی چې دطمعې سره د بنده په زړه، ذهن او فکر کې بد خیالات دعمل لپاره اچول کیږي.
وسوسه په بیلا بیلو معانیوو
شیطان د خپلې منني لورته د یوې ناڅرګندې خبرې په مټ جلب او بلل دي، چې د انسان زړه ته پرته له کوم اوازاوریدو، مفهوم او مطلب واچول شي.(امام قرطبي...
نور ولوله
مسجد ضرار (ضرار مسجد)
قال الله تبارکه وتعالی:وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ ۚ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَىٰ ۖ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ . (۱۰۷)
لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا ۚ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ. (۱۰۸)
ژباړه:او هغه چي جومات ئې دضرر، کفر، دمؤمنانو تر منځ دتفریق(وسیله) او هغه چاته مورچل ګرځولی چي تر دې مخکي له الله او دهغه له پیغمبر سره جنګیدلی، او حتماً په تاکید سره لوړه کوي چي له ښ...
نور ولوله
دوه میړني زامن
دابو عامر او عبدالله بن اُبی بن سلول زامن(حضرت عبد الله بن عبدالله بن اُبی بن سلول او حضرت حنظله بن ابو عامر راهب) دا دواړه دسیدناحضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سرخندونکي او مخلص صحابه ئې کرام وو.
د دوی دواړو پلرونه داسلام او په ځانګړي توګه دسیدناحضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره حسادت، کینه او دښمني درلوده.
دواړو صحابه ئې کرامو له سیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) څخه غوښتنه وکړه، چې اجازه ورکړي خپل پلرونه ووژني، تر څو د دوی له شره مسلمانان په آمن کي شي.
حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دویته اجازه ورنکړه، چې خپل پلرونه ووژني.(ابن الحجر:الاصابة)
دبني مصطلق له غزانه په...
نور ولوله
