د احمد الله عاطفي لیکنی
استعاذه یا تعوذ - داستعاذي لمړی درس
استعاذه او تعوذ دواړه کلمې یوه معنی لري، لوستل د (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ).
ژباړه : پناه وړم الله(جل جلاله) ته دشیطان رټلي شوي نه .
الله سبحانه وتعالی ته پناه وړم د رټلې شوي شیطانه.
الله ته پناه وړم دهغه شریر شیطان له وسوسو او شرارته ، چې دالله سبحانه وتعالی له رحمتونو رټل او لرې شوی.
پناه وړم الله سبحانه وتعالی ته د درټلې شوی شیطان څخه چې ماته په دنیاوي او اخروي امورو کې تاوان ونه رسوئ او د ده له شریرو حرکتونو محفوظ شم.
په لمړي ځل داستعاذي لوستل
حضرت ابن جریر(رحمه الله) په خپل تفسیر کې د حضرت عبدالله ابن عبا...
نور ولوله
ستر سباوون
د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) مسعود میلاد لمانځل او که دخوږ نبي د سیرت روزنه؟
خرافات او ناروا کړنې په هر ځای که هغه مسجد کې وي، درمسال، کلیسا،کنیسه،اتش کده، بازار او که کور کې وي ناروا او ګناه دی.
عبادت او بندګې چې په هرځای کې وي ثواب او روا دی.
د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم)د مبارک میلاد په نوم یوشمیر مسلمانان سره راټول شي او هلته دسیرت درس ورکول کیږي او داسلام تاریخ بیانیږي، د دې بدي په څه کې ده او ولي تر سره نه شي.
که دلیل داوي چې خپله حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) او صحابه ئې کرامو مولود شریف نه دې لمانځلی، او په همدې دلیل ټینګ ولاړ ئې چې مولود شریف لمانځل بدعت او ناروا عمل دی، د دې وینا...
نور ولوله
د دوو جهادونو اتل مجاهد او مبارز انجنير محمد صديق
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ .
اللهم أرحمه و أغفر له و أجعل الجنة مثواه ...
په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې داسلامي نهضت یو بل ځلاندی ستوری، (مولوي، علامه، مقرر، خطیب، معلم، مدرس، قاري،انجنیر، مدبرسیاست پوه او بابصیرته شخصیت محمد صدیق) هم په ظاهري بڼه د دنیاوي ژوند له مداره پریوت.
محمد صدیق دلغمان ولایت د مولوي صاحب مرحوم زوی و چې په مولوي صدیق او انجنیر صدیق ئې شهرت درلود، خو ده په خپله به دنوم له پیوند سره مسلم جمله لیکله او خوښوله.
ددې مبارکې کورنۍ اکثره نارینه غړي له دې وړاندې په ځوانۍ کې په شهادت رسیدلي.
محمد صدیق مسلم دلوړو دیني او ...
نور ولوله
