د احمد الله عاطفي لیکنی
أَعُوذُ
د سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) استعاذه(قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ.(هود :۴۷)
ژباړه:وئې ویل:اې زما ربه! زه له دې پناه دروړم چي دهغه څه غوښتنه درنه وکړم چي نه پرې پوهیږم)
د سیدنا حضرت موسی(علیه السلام) استعاذه...
قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷)
ژباړه: وئې ویل: الله ته له دې پناه وړم چي له جاهلانو وم.
د سیدنا حضرت عیسی(علیه السلام) دمور(بي بي مریم) استعاذه...
قال الله عزوجل : قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا.(م...
نور ولوله
مهمو استعاذو یادونه
قرآنکریم انسان ته دهغه بنیادي دښمن ور پیژندلی او سپارښتنه ئې کړې ده چې د هغه دپټوا وښکاره خطرنو نه دحفاظت لپاره الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.
الله سبحانه وتعالی او دهغه رحمتونوته پناه وړل،حقیقي پناه او دخلاصون لاردی چې په قرآنکریم کې په لاندې توګه ذکر شوي.
په مجموع کې ټول پیغمبران او دالله سبحانه وتعالی مطیع بندګان خپل امورات الله سبحانه وتعالی ته سپارل چې دشیطان له ضرراو تاوانه په آمان کې پاتي شي.
سیدنا حضرت آدم (علیه السلام) ته چې کله د شیطان دوکه او دښمني څرګنده شو،له هغه وروسته ئې په هرهغه شیبه کې داستعاذي غوښتنه او دعا کړې چې د ضرراو تاوان ویره وه.
استعاذه په حساسو شیبو کې،دبیلګې په ...
نور ولوله
د یوکراین روانه غميزه
د یو بګنونکي خبر په په رسیدو چې روسې په یوکراین حمله وکړه، دټکان سره مې تېر دردونکي یادونه په یاد شول، چې د جنګ په سیمو کې پراته مجبور خلکو به څه حال وو.
جنګ بد دی مرګونه ،اختلاف، ولږه او نور ډېر مصیبتونه زیږوي.
الله (عزوجل)د اوکرايين او روسې ترمنځ سوله راولي، موږ د جنګ تریخ حقیقت ليدلی، په نورومو هم نه لوريږي.
نه یواځي دجنګ خواوي متأثره کيږي بلکې سيمه او ټوله نړۍ ته تاوان رسيږي بلکې انسانیت ته تاوان رسیږي،بیا په تېره هغه جنګ چې دناروا تيري او اشغال موخي سره وي.
یو حقیقت دادی چې امريکا دوه مخه لري یو ئې د وحشت او بل ئې د وېري ،جبون، زلت او منافقت.
دامریکا دوح...
نور ولوله
د بدیو ځواب نیک
دامام ابن کثیر په قول: په قرانکریم کې درې ځایه داسي ایتونه دي چې هغه دخو او حمیده اخلاقو جامع بنیاد جوړوي او دمکارم اخلاق درس ورکوي، د دې دریواړوځایو آیتونو په وروستي برخه کې له شیطانه پناه غوښتل شوې ده.
لمړی آیت
قال الله تبارک وتعالی: خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ. (۱۹۹) وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.( الاعراف: ۲۰۰)
ژباړه: عفوه اختیار کړه، په معروف ګمارنه کوه او له جاهلانو ډه ډه کوه.
او که دشیطان کومه وسوسه دي وسوسه کړي نو الله ته پناه یوسه، بې شکه چي هغه ښه پوه اوریدونکی دی.
...
نور ولوله
الرَّجِيمِ
د قرآنکریم کې په شپږمبارکو آیتونو کې د رجیم کلمه ذکر شوي ده، له دې سر بیره په یوه آیت کې (رجوما) اوپه بل آیت کې د(مَرْجُومِينَ) کلمه هم ذکرده چې ټول په(ایتونو) کې داسي کلمات راغلی چې دهغه معنی د سنګسار یعنې رجم سره لري.
د (رجیم) کلمه له رجم نه اخستل شوي اصلي معنی ئې په ډبرو ویشتل (سنګسار)، یا رجم شوی یعنې سنګسار شوی او په اصطلاحي معنی کې د شیطان بد صفت دی چې دالله سبحانه وتعالی له رحمته رټل شوی او په لعنت ویشتل شوی چې ملعون ګرځيدلی.
شیطان او رجيم په اصطلاحي توګه دابلیس صفت دی ،شیطان ئې اسم فاعل او رجیم ئې اسم مفعول دی، شیطان دخپل تکبر او غرور له امله مردود وګرځید او رجیم معنی د ترسره کړي فعل له امله په لعنت وویشتل شو ، دالله سبحانه وتعالی له رحمته لر...
نور ولوله
استعاذه (دعا او التجا(
د استعاذې ویل په هر حال او وخت کې دعأ اوالتجا دی، ځکه نامريي دښمن هره شیبه دبندګانو اغوا کولو هڅه کوي، ځان ترې ساتل اسان نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته.
همدا راز دهر ضرر رسونکي له شره آمان غوښتل او الله سبحانه وتعالی ته پناه وړلو دعأ دی.
عن خَولَة بنتِ حكيمٍ رَضي اللَّهُ عنها قالتْ : سمعْتُ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقولُ : مَنْ نَزلَ مَنزِلاً ثُمَّ قال : أَعُوذُ بِكَلِمات اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ ، لَمْ يضرَّه شَيْءٌ حتَّى يرْتَحِل مِنْ منزِلِهِ ذلكَ .( أخرجه الموطأ ومسلم والترمذي وقال: حديث حسن غريب صحيح)
ژباړه:خولة بنت حكيم( رضی الله عنها) فرمايي: ماله سیدنا حضرت رسول اکرم( ...
نور ولوله
استعاذي لغوي،اصطلاحي معنی
استعاذي لغوي معنی:استعاذه د عوذ له ريښې اخستل شوی چې د پناه وړلو او مرستې غوښتلو په معنی دی،په همدې اساس (عوذه) هغه ته ویل کیږي چې دهغه په واسطه له یو شي نه پناه یووړل شي.
مفسرین کرامو دهمدې کلمې او له مشتقاتو ئې له یو نه زیات معاني او تعریفونه لري،دبیلګې په توګه:
الله سبحانه وتعالی ته دعأ او التجا، چې په خپل حال مو پرې نږ دي.
الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل دشر له خلاصونه.
الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل د شر دهر شریر مخلوقه، چې په راس دټولو شرونوکې وسوسه د جني او انسي شیاطینو دی.
دالله سبحانه وتعالی نه دهر شر په وړاندي توفیق غوښتل دي...
نور ولوله
قرآن کې د استعاذي ذکر
قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.(النحل: ۹۸)
ژباړه: نو کله چي قرآن لولې الله ته درټل شوي شیطان پناه یوسه.
په استعاذې سره خوله او ژبه دالله سبحانه وتعالی په په یاد او پنا اخستو سره ډاډ من اوپاکیږي، زړه او دماغ روحاٌ او جسماً پیاوړی کیږي، دښکاره او پټ دښمن چې د دفع او مقابلې توان ئې نه لرومګر دالله سبحانه وتعالیپه مرسته او توفیق دهغه له شر او وسواسه په آمن کې محفوظیږو.
د استعاذې ټول الفاظ په قرآنکریم کې یوځای نه دي ذکر شوي اونه بشپړ آیت دی، بلکه دخبر په توګه ذکردی. &...
نور ولوله
تلاوت او استعاذه
قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.(النحل: ۹۸)
ژباړه: نو کله چي قرآن لولې الله ته درټل شوي شیطان پناه یوسه.
په استعاذې سره خوله او ژبه دالله سبحانه وتعالی په په یاد او پنا اخستو سره ډاډ من اوپاکیږي، زړه او دماغ روحاً او جسماً پیاوړی کیږي، دښکاره او پټ دښمن چې د دفع او مقابلې توان ئې نه لرومګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته او توفیق دهغه له شر او وسواسه په آمن کې محفوظیږو.
د استعاذې ټول الفاظ په قرآنکریم کې یوځای نه دي ذکر شوي اونه بشپړ آیت دی، بلکه دخبر په توګه ذکردی. ...
نور ولوله
عزت او زلت
قال الله (عزوجل): قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ .( العمران: ۲۶)
ژباړه: ووایه!: اې باري ربه! دواکمنۍ واکداره! دا ته ئې چي چاته وغواړې واکمني ورکوې او له چاچي وغواړې دواکمني(جامه) بیرته ترې باسې، چې چاته وغواړې عزت ورکوې او چي څوک وغواړې سپکوې ئې، ښیګڼه ټول ستا په لاس کي ده، بې شکه چي ته په هرڅه قادر يې.
عزت او زلت دالله(عزوجل) له لوري دی، چاته ئې چې واغواړي ورکوي ئې، له چائې چې وغواړي بیرته ئې ترې اخلي .
داسي مه انګیرئ چې په اقتدار، پانګې او شهرت کې عزت وي...
نور ولوله
د امارت له مسؤلینو غوښتنه
د اسلامي آمارت محترمو مسؤلینو! السلام علیکم ورحمت الله و برکاته
یوه لنډه غوښتنه په پراخو محتویاتو!
داچې هیواد مو له کلونو کلونو د نیواکګرو ذهني ،مذهبي ،پوځي، استعماري او استحماري یرغلونو سره مخ وو، او دوی خپلې شیطاني موخې په ظاهره د ښه او جلبونکي شعار تر چتر(شخصي،قلم، وینا، عمل او دښځو ازادي) لاندې پلې کولې.
داچې د غربي پوځي یرغل په لمړیو ورځوکې څومره هیوادوال مو داوراو باروتو په لمبو کې وریت شول، څومره په شقاوت په کانتینرو او لاس تړلي په شهادت ورسیدل دهغو دقیقه احصایه ارزول ستاسو دنده ده.
داچي څومره مدرسي،مسجدونه،مکتبونه، روغتونونه،پلونه او په مجموع کې ټولنیزو ګټو ودانۍ بمباردمان شوي یو یو د تاریخ برخ...
نور ولوله
واجب
قال الله تبارک وتعالی:وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.(الحج:۳۶)
ژباړه:او د(قربانۍ) اوښان مو تاسو ته دشعائرالله په ضمن کي ټاکلي،په همدې کي ستاسو لپاره ښیګڼه ده، نو په داسي حال کي دالله نوم پرې یاد کړئ(حلال ئې کړئ) چي ولاړ وي، نو کله ئې چي ډه ډي پرزمکې ولګیږي، بیاهم خپله ترې وخورئ او هم ئې پرقانع او طمع کوونکي وخورئ همداسي مو تاسو ته مسخر کړي چي شکر وکړئ.
قرآنکریم کې د واجب کلمه پرته له دې یو ځای څخه په نورو آیتونو کې نه دی ذکر ش...
نور ولوله
