ابو البشر ثاني؟
قال الله تبارک وتعالی: وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ.(الصفافات: ۷۷).
ژباړه:او د ده اولادمو باقي پاته شوي وګرځول.
ايا حضرت نوح(علیه السلام) داوسني انسانانو پلار دویم بابا ( ابوالبشر ثاني ) دی؟
قرآنکریم کي د نوح(علیه السلام) دزامنو نومونه نه دي ذکر کړي یواځي د منکر زوی(کنعان) د نافرماني خبرئي ورکړی.
قال الله تبارک وتعالی: وَنَادَىٰ نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ الْكَافِرِينَ (هود :۴۲)
ژباړه:او نوح خپل زوی ته په داسي حال کي غږ کړچي هغه ګوشی( له نورو بیل) وو:اي زما زوی ګیه! له موږ سره سپور شه اوله کافرانو سره مه کیږه.
زوی ئي په ځواب کي وویل:(قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ :وئي ویل: کوم غره ته به پناه یوسم چي په اوبو کي له غرقیدا مي وژغوري.
اياحضرت نوح (علیه السلام) خبر و چي زوی ئي(کنعان) مشرک دی؟، که پوهیده چي هغه کافر دی بیائي ولي هغه ته په کشتۍ کي دسوریدو بلنه ورکړه؟.
په دي اړوند مفسرین کرام پوره ډاډمن اومعقول تفسیرونه لري دبیلګي په توګه نوح خپل زوی ته په داسي حال کي غږ کړچي هغه ګوشی( له نورو بیل) وو، نوح(علیه السلام) داسي وانګیرله چي له مشرکینو بیل شوی پښیمانه له توبي سره ګوښي شوی.
دویم روایت:تردي دمه حضرت نوح(علیه السلام) دخپل زوی په څرګند شرک خبرنه و.
دریم روایت: دادی چي ده ته داهل نجات په زیري کي امید پیداشوی و چي الله سبحانه وتعالی به ئي له کفره پښیمانه،مطیع او صالح بنده په توګه هدایت کړي.
قال عزوجل: وَنَادَىٰ نُوحٌ رَّبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ.( هود:۴۵)
ژباړه:او نوح خپل رب ته غږ(لوړ) کړ او و وئي ویل: اي زما ربه! زما زوی خو زماله کورنۍ و او ستا وعده رښتیني ده، او ته تر ټولوغوره حکم کونکی یي.
قال الله تبارک وتعالی: قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ ۖ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ ۖ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۖ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ.(هود:۴۶)
ژباړه:وئي فرمایل:اي نوح هغه ستا له ټبره نه دی،هغه یوناصالح شی دی، نو له ما دهغه څه په اړه مه پوښته چي نه پري پوهیږي، زه د دي وعظ درته کوم چي (داسي نه چي) له جاهلانو شي!.
یوشمیر مفسرین د نوح (علیه السلام) په دي خبره چي (دا زما زوی دی او زما له اهله دی،د ده ځواب الله سبحانه وتعالی ورکوي چي دا ستا اهل نه دی) لیکي: کنعان د نوح علیه السلام خپل زوی نه و بلکه د ښځي زوی ئي و(برګټی و).
دویم: دا د مور د خیانت په اساس(ولدزنا) زیږیدلی و، که څه هم دا قول د مجاهداو حسن قول بلل شوی،خو په صحي سند سره ثابت نه دی بلکه دا د انبیاوو(علیهم السلام) توهین دی، او په دي قول امام ابن کثیر،امام رازي،سراج المنیر او زیات مفسرین کرامو په کلکه رد کړی .
دریم : دشرک او کفر په بنأ الله سبحانه وتعالی هغه دنوح(علیه السلام) له اهله بهر کړی و .
په دي ټولو قولونو کي غوره، بهتره او قوي قول همدا دریم قول دی،الله سبحانه وتعالی دحضرت نوح(علیه السلام) په اهل کي ټول مؤمنان شامل و بلل او هغه چي کافراو مشرکین و که څه هم د حضرت نوح(علیه السلام) دخپلي کورنۍ خلک و او یا خپلوان پردي وبلل شول.
را ګرځو اصل موضوع ته:
داسرائيلي روایاتو په اساس حضرت نوح(علیه السلام) د (۵۰۰) کالو په عمر کي دري زامن درلودل( سام، حام او یافث) چي اوسنی انساني نسلونه له همدي دریواړو ورونو نه خواره شوي،چي سام دټولو وروستنیو پیغمبرانو پلار دی، او ټول هغه مسلمانان چي په کشتۍ کي سواره او له طوفانه ئي نجات پیدا کړ ټول عقیم او بي اولاده پاتي شول (كتاب التاريخية وأطلس الجغرافيا التوراتية ). والله اعلم
سام
د اسرائيلي روایاتو په بنأ حضرت نوح(علیه السلام) مشر زوی ئي سام و چي دطوفان په وخت ئي عمر(۹۸) کاله و بیا (۵۰۰) کاله وروسته له طوفانه وفات شو.
د سام پنځه زامن وو:عيلام ،آشور ،آرام ،أرباجشاد او لود.
همدا راز په اسرائيلي روایاتو کي په مطلقه توګه سام د عربانو ، رومیانو ،فارسیانو او دیته ورته قومونو پلار دی.
همدا راز ځینو مفسرین کرامو هم همدا قول تائید کړی.
حام
دحضرت نوح(علیه السلام) دویم زوی حام نومیده، چي د ده په اولاده کي تور پوستي قومونه وزیږیدل.
یافث
دحضرت نوح(علیه السلام) دریم زوی یافث نومیده، چي ده (۷) زامن درلود(جومر،ماجوج ،تيراس،جافان،ميشيخ ،توبال او ماداي)
یافث دترکانو،چینایانو او دیته ورته قومونه پلار بللی شي.
دځینو تاریخي روایاتو په بنأ مفسرین کرام او اسلامي تاریخ لیکونکو هم اسرائیلي روایاتو ته ورته روایتونه لري.
دابن اسحق(رحمه الله) په روایت دیافث شپږ زامن وچي یو زوی ئي په دوه او زیاتو نومونو یاد شوی هریو:كومر( عومر)، ياوان ( يافان او يونان)، ماغوغ (ماجوج)، طوبال( قطوبال)، ماشح ( كاشح) وطبراش.
دامام بهقي په روایت کي سربیره پر دي شپږو زامنو داووم زوی نوم ئي (علجان) ذکر کړی.
ابن سعد د یافث اووم زوی د( سویل) په نوم یاد کړی.
کنعان
دحضرت نوح(علیه السلام) څلورم زوی کنعان(یام) نومیده، چي په طوفان کي غرق شو له ده نه نسل نه دی پاتي.
