د نوح علیه السلام بېړۍ
قال الله تبارک وتعالی: قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا. (۵) فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا.(نوح: ۶)
ژباړه:وئې ویل:اې زما ربه!قوم مي شپه او ورځ دعوت کړ.
خو بلني مي له تیښتي پرته بل څه په کي زیات نه کړل.
خپل رب (عزوجل) ته د سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) شکایت: اې زما ربه!(عزوجل) ما خپل قوم ته په ښکاره،پټه،په ټولنیزه توګه،فردي توګه،ځانګړي توګه،شپه او ورځ عوت او بلنه ورکړه چې بخښنه وغواړي او الله (عزوجل) ته رجوع وکړئ، خو زما دعوت پر دوی کومه اغیزه ونکړه بلکې د دوی تیښته لا نوره زیاته شوه.
سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) دعذراو شکایت سره غوښتنه وکړه: قَالَ رَبِّ انْصُرْنِی بِمَا کَذَّبُونِ.( المؤمنون: ۲۶) ژباړه: وئې ویل: اې زما ربه! پرهغو بریا را چي زه ئې تکذیب کړم.
د مشرکینو مخالفت او زورونه له حده واوښته، نور د هدایت میندلو طمعه او اُمید ختم شو،سیدناحضرت نوح(علیه السلام) دعأ وکړه چې اې زما ربه! پرهغو بریا را چې حق دعوت ئې تکذیب کړ.
الله سبحانه وتعالی ئې دعأ منظور او د وحي په رڼا کې دبیړۍ جوړولو آمر وکړ،او وویل شو: تر هغه منتظر پاتي شئ چې دطوفان کومې نښي( له تنوره داُبو خوټیدو نښه) څرګندي شي بیأ دهدایت سره سم کښتی ته وخيژئ.
قال الله تبارک وتعالی: وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ .(هود:۳۷)
ژباړه: او زموږ تر نظر لاندي او زموږ دوحي(مطابق) هغه بیړۍ جوړه کړه او دهغو په اړه مه راسره غږیږه چي ظلم ئې کړی، یقینا چي دوی غرقیدونکي دي.
د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) کښتۍ(سفینةالنوح) په اړوند اسلامي تاریخي او اسرائيلي روایاتو کې یوه خبره اتفاقي دی چې نوح علیه السلام بیړۍ جوړه کړه، طوفان راغی او نوح علیه السلام سره د هغه ملګري او نور مخلوقات چې په بیړۍ کې سواره شول په آمن کې پاتي شول، پاتي شوي هلاک شول.
سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) اوږد عمر په دعوت او دقوم په اصلاح کې تیر کړل او دخپلې دندي (دالله سبحانه وتعالی استاز ولي) پوره کوښښ ئې په کمال د صداقت او ایمانداري تر سره کړ،له منکرینو ورته هر ډول تکلیف او ضررونه ورسیدل،خو دی په ټولو حالاتو کې د صبر او دعوت لار پرې نه ښوده،تر دې چې الله سبحانه وتعالی دا منکر قوم د طوفان په واسطه هلاک کړ، نوح(علیه السلام) او هغو ته چې د نجات اراده شوي وه له طوفان څخه په آمن کې د پاتي کیدو لپاره دبیړۍ جوړولو حکم ورکړل شو.
دا حکم په داسي وخت او حالاتو کې ورکړل شو چې تر دې دمه چا د کښتۍ په نوم داسي صنعت نه پیژند، نو د دې حقیقت ښودلو لپاره الله سبحانه وتعالی فرمايي:(وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا ) مبارک کلام نه معلومیږي چې له دې وړاندي نه چا کشتۍ جوړه کړې وه اونه په دې پوهیدل چې له لرګیو داسي دسفر محفوظه اله جوړیدای شي چې د اوبو په څپوکې هم دآمن امید وي اونه ئې د جوړولو په طریقه پوهیدل.
د مبارکو احادیثوله روایاتو څرګندیږي چې حضرت جبرائیل(علیه السلام) دکشتۍ په جوړولو کې د سامان الاتو او ابزارو ښودنه کوله او هم ئې دبیړۍ جوړولو لارې چاري ور ښودلې، تر هغه چې بیړۍ جوړه او دسفر لپاره اماده شوه.
قرآنکریم د نومړي بیړۍ د مساحت، لوړ والي او پلنوالي په هکله څه نه دي ویلي،ځکه قرانکریم معجز کتاب دی،دسیدنا نوح(علیه السلام) حکایت دیو تاریخي موضوع په ډول نه بلکه د پند او نصیحت په توګه د درس په ترڅ کې بیانوي او په اضافي خبرو خلک نه مصروفوي.
د بیړۍ طول،عرض،پلنوالی او څرنګوالي بیان بایبل ته اړوندوي چې بیړۍ درې پوړه وه، طول ئې (۳۰۰)، بر ئې(۵۰) او لوړوالی(۳۰) ذراع وه.
د کړکیو او دروازي کیفیت او موقعت ئې هم بیان کړی.
همدا راز په(البدایة والنهایة، لمړی ټوک) کې د سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) په حکایت کي د ځینو بزرګانواقوال په تفصیل سره راټول کړی شوي چې موږ ئې دبیلګې په توګه په لنډ ډول بیانوو.
د سلفو(ړومبنیو) ځینوعلماووپه قول:کله چې الله سبحانه وتعالی دنوح (علیه السلام) دعاقبوله کړه،هغه ونې کښت کړې چې د هغه لرګي د بیړۍ جوړولو لپاره کارول کېدي.
له کښت کولو نه ئې وروسته (۱۰۰) کاله انتظار وکړ چې هغه دپریکولو مرحلې ته ورسیږي(پخې شي)، وروسته له هغه چې قطعه شوي په ځینو روایتونو کې سل کاله او په ځینو کې څلویښت کاله نور وخت ئې ونیو چې بیړۍ لپاره لرګي وچ شي،ترڅود کارولوجوګه شي.
حضرت محمد بن اسحق له امام ثوري (رحمه الله) نه روایت کوي چې بیړۍ په ځلویښتو کلونو کې د (خشب الساج) د ونو له لرګیو جوړکړی شو.
خشب الساج: د خشب الساج ونې تر (۸۰) کلونو پوري وده کوي(ثمر ته رسیږي)چې دړې ئې د نورو ونو په نسبت قوي او اوږد عمر کوي، له خرابیدو او چینچیو له خطره ترډیره په دې محفوظ دي چې په تر کیب کې ځانګړی غوړاو ربړلري،د نم او هوا مقابل کې مقاومت لري، دا وني اوس په شمال ختځ اسیايي هیوادونو لکه برما، مالیزیا او ورته سیمو کې زیات دي.
د تورات وینا: په تورات کې د سیدنا حضرت(نوح علیه السلام) د حکایت په ترځ کې د بیړۍ په اړوند متن دی چې بیړۍ د(صنوبر ونو) له دړو جوړ کړی شوی و.
دصنوبر دړې ځانګړي خاصیتونه لري چې د نمي،هوا اومکروبونو په خلاف ځانګړی مقاومت لري،د زینتي لوښو په جوړولو،موسیقي وسایلو کې کارول کيږي اوهم قیمتي لوازم ترینه جوړیږي.
په عربي نړۍ او په ځانګړي توګه په لبنان، سوریه، فلسطین ، اردن او ورته سیمو او د دې ځایونو په غرونو کې ځنګل او چمنونه لري.
همدا راز د نومړې بیړۍ د فزیکي جوړښت،اوږدوالي، پلنوالي اوپوړونو په اړوند ویل شوي.
امام ثوري فرمايي: د سفینة النوح اوږدوالی اتیا زراعه او عرض ئې پنځوس زراعه و.
حضرت قتاده فرمايي: ما په تورات کې مطالعه کړي چې د بیړۍ اوږد والی(۳۰۰) زراعه او پلن والی (۵۰)زراعه و .
امام حسن بصري(رحمه الله) فرمايي:اوږدوالی(۶۰۰)زراعه او عرض ئې(۳۰۰) زراعه و.
حضرت ابن عباس(رضی الله عنهما) فرمايي: طول ئې (۱۲۰۰) زراعه او عرض ئې (۶۰۰) زراعه و.
دټولو قولونو په اعتبار لوړوالی (۳۰) زراعه، درې طبقي درلودې،دهرې طبقې ارتفاع ئې(۱۰) زراعه وو،لاندیني طبقه ئې د وحوش(څارویو او ځناورو) لپاره،منځنۍ برخه ئې دانسانانو لپاره او بره پوړ ئې د مرغانو لپاره، په تر تیب جوړ شوې وه،په منځنۍ برخه کې پراخه او لوړه دروازه وه ،پوښ ئې هم درلود.
امام ثوري(رحمه الله) په قول، بیړۍ چې جوړه شوه په ځانګړي مهارت سره په رسیو وتړل شوه چې اوبو خوټیدو سیمې ته نږدي و درول شوه، تر څو لاس رسی اوپورته کیدل ورته اسان وي.
