No-IMG

له تنوره اوبه وخټيدې

قال الله تبارک وتعالی: حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ ...( هود:۴۰)

ژباړه:ترهغه چي زموږحکم راغی او تنور وخوټیدو...

دحضرت نوح(علیه السلام) دوخت طوفا دپیل اوبه له کوم تنوره وخټېدې؟

په دې هکله اقوال بېلا بېل دي.

(التَّنُّورُ)جزیرةالعرب،افریقا،مرکزي او جنوبي اسیا د ځینوسیموپه شمول دنړۍ په اکثرو سیمو کې تنوراو دیته ورته نومونه همدا تنورایفاده کوي کوم چې په پښتو کې تنوراو دري کې ورته تندرنوم اخستل کیږي،که څه هم چې تنور په عربي قواعدو کې په څو معانیو ایفاده کیږي.

  لمړی:داوبوچینې ته تنور ویل کیږي،یوه ځانګړې چینه وه چې له هغه اوبه په غیرمعمولي توګه وخوټیدې.

دویم:د زمکې مخ(سطح) ته تنورویل کیږي یعنې دزمکې په مخ اوبه وخوټیدې.

دریم: دزمکې لوړې برخي ته هم تنور ویل کیږي.

څلورم: دډوډۍ پخولو تنورته هم تنور وايي.

په همدې بنأ دتفسیرامامانو بیلا بیل معاني ترې اخستي.

په دي اړوند دوه بیلګي:

امام طبري په خپل تفسیر کې د ابن عباس(رضی الله عنهما) روایت نقلوي.

حدثني يعقوب بن إبراهيم قال ، حدثنا هشيم، قال: أخبرنا العوام بن حوشب، عن الضحاك، عن ابن عباس أنه قال في قوله: وفار التنور ، قال: (التنور)، وجه الأرض.

قال ابن عباس : قيل له: إذا رأيت الماء على وجه الأرض، فاركب أنت ومن معك.

قال ابن عباس:والعرب تسمى وجه الأرض: تنورالأرض.

همداسي روایت له حضرت ضحاک نه هم روایت شوی.

عن عكرمة، في قوله: (وفار التنور)، قال: وجه الأرض.

التَّنُّور:هوتنويرُالصبح ،من قولهم:(نوَّرَ الصبح تنويرًا).

حدثنا أبو هشام الرفاعي قال ، حدثنا محمد بن فضيل قال ، حدثنا عبد الرحمن بن إسحاق، عن عباس مولى أبي جحيفة، عن أبي جحيفة، عن علي رضى الله عنه قوله:(حتى إذا جاء أمرنا وفار التنور)، قال: هو تنوير الصبح، هو(طلع الفجر).

حدثنا محمد بن بشار قال،حدثنا سليمان قال،حدثنا أبو هلال قال، سمعت قتادة قوله:(وفار التنور) قال:أشرف الأرض وأرفعها فار الماء منه.

لنډه داچې دایو اشاره او راز و دالله سبحانه وتعالی او دهغه داستازي حضرت نوح (علیه السلام) ترمنځ، چې پردې نوح (علیه السلام) ښه پوهیده.

داو د تنور په اړوند دروایاتواختصار،خوهغه تنورچې ډوډۍ پکي پخیږي او دا ملکیت و د سیدنا حضرت نوح(عله السلام) په دي کې هم دروایاتو یو والی نشته.

دا ځانګړی تنورد شام په (عین ورد) کې واقع و.

دحضرت حسن، مجاهد، شعبي، او ابن عباس(رضی الله عنه) قول دی چې دا تنور په کوفه کې و.

حضرت شعبي(رحمه الله) قسم یادوي چې دا تنور د کوفي ښار په یوه سیمه کې و.

د دوی په قول:حضرت نوح(علیه السلام) کښتۍ د کوفي مسجد په احاطې کې جوړه کړې وه او دا تنور هملته موجود و.

امام قرطبي او مظهري(رحمهما) د حضرت ابن عباس (رضی الله عنه) قول نقولي:تنور د نوح علیه السلام دکور دروازي تر څنګ و،او الله سبحانه وتعالی ورته هدایت کړی و،چې دلته ګوره ،هر کله له دې تنوره اوبه وخوټیدي دطوفان پیلیدو نښه دی.

یو روایت داهم دی چې دا تنور د ډبرونه جوړ و چې د بي بي حوا ملکیت و او دا روایت هم دی چې دا تنور دهند په زمکه کې و.(بدایة النهایه)والله اعلم.

امام قرطبي غوره تفسیر سره فرمايي: که څه هم د تنور په اړوند د مفسرینو اقوال بیلا بیل دي خو په دې کې څه اختلاف نشته، که اوبه دزمکي له سطحي،دزمکې له لوړو دطوفان اوبه وخټیدي یا د عین الورد او کوفي له تنوره او یاهم له چینو اوبه وخوټیدي، دلته اصل مطلب دادی چې دزمکې له چینو اُوبو وخوټیدي او له بره دباران په شکل اوبه را کوزي شوي.

قال الله تبارک وتعالی:فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُّنْهَمِرٍ.

وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَىٰ أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ.(القمر:۱۱ــ۱۲)

ژباړه:نو داسمان دړي مو په رابهیدونکو اوبو پرانستې.

او زمکه مو رواني رواني چینې کړه؛نو(دواړه) اوبه د داسي کار لپاره سره یوځای شوې چې له وړاندي مقدر شوی وو.

څه مبارک کلام دی، چې فرمايي: دکافر قوم غرقیدو لپاره د دوی په سر آسمان دړې پرانستل شوې چې اوبه ئې دوریدو پرځای وبهیدل او زمکه خُټیدونکې چینې چېنې شوه.

دطوفان نیمې اوبه له بره کوزې شوي اونیمې له زمکې وخوټیدي، چې زمکه ئې داوبو لاندي کړه،د لوړې څوکې په سرهم (۱۵) زراعه او په بل روایت (۴۰) زراعه همدا راز تر(۸۰) زراعو پورې ویل شوي اوبه لوړې وي.(بدایة النهایه)

په دې روایتونو کې هم اختلاف نشته ممکن د موقعیت په لحاظ په ځینو برخو کې اوبه د زمکې له صطحې(۱۵)زراعه، په ځينو نورو برخو کې چې صطحه ئې ټيټه اویا زیاته ټیټه وه تر څلویښت او (۸۰) زراعو پوري له صحې لوړې شوي وي .(والله اعلم).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک