No-IMG

موسی (علیه السلام) استعاذه

قال الله تبارک وتعالی: وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُواْ بَقَرَةً قَالُواْ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷)

ژباړه:او کله چي موسی خپل قوم ته وویل:الله درته آمرکوي چي یوه غوا ذبح کړئ،وئې ویل:اېا په موږ ملنډي وهې؟ وئې ویل: الله ته له دې پناه وړم چي له جاهلانو وم.

بقره په غوامعنی کیږي خو دانوم دې لپاره پرې ایښودل شوی چې زمکه څیروي(یوې کوي) د کروندې لپاره ئې برابروي.

ځینو بقره اسم جنس تعریف کړی چې په غوا او غوئې اطلاقیږي،اوهمدا راز ځینوبقره مونث نوم ګڼي چې غوا ترې مرادوي،دا قول قرآنکریم هم تائېدوي ځکه په وروستي آیت کې ذکرد(فارضٌ، بکْرٌ او عوانٌ) چې دا صفتونه دمونث دي.

بقره غوا(مونث) او ثورغویه(مذکر)همدا رازعجل مذکر بچی.

دسیدنا حضرت موسی(علیه السلام) وینا چې قرآنکریم ئې حکایت کوي،الله سبحانه وتعالی آمرکوي دریښتینولي څرګندېدو لپاره یوه غوأ ذبح کړئ،هغوی په ځواب کې وايي:اېا په موږملنډي وهې؟ یعني دغوا په حلالولو کې څه ترلاسه کیږي؟ دې خبري سیدنا حضرت موسي (علیه السلام) سخت خفه کړ چې دالله عزوجل آمر دوی ته ملنډي ښکاري،په ځواب کې وايي(قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ :وئې ویل: الله ته له دې پناه وړم)

دغوأ ذبح کولوآمر په اړوند مفسرین کرام مشرح تفسیرونه لري.

یو تفسیر دادی چې بني اسرايلومکاره څهره(سامري) دسیدنا حضرت موسی(علیه السلام) دغیابت په موده کې له ابزارو سخوندرجوړکړ،دمعبود مقام په ورکولو سره ئې دهغه عبادت پیل کړ، حضرت موسی(علیه السلام) چې بیرته ستنیږي،جوړکړی شوی سخوندر په اور کې سوزوي او بني اسرائلوته فرمان ورکوي که تاسو په رښتیا توبه تایب شوي یاست یوه غوا ذبحه کړئ،ترڅوستاسو له زړونود غوی معبودیت مینه له منځه ولاړ شي.(دقرآن پلوشې) .

د مشکات شریف په شرحه( مرقاد) کې لیکل شوي: په بنی اسرائلو کې یوتن وژل شوی و، قاتل ئې معلوم نه و، بني اسرائلو سیدنا حضرت موسی(علیه السلام) ته عرض وکړ:له الله سبحانه وتعالی نه دقاتل په پیژندلو کې مرسته وغواړه،(چې زموږ تر منځ دفساد خوریدو ویره دی)، الله عزوجل دیو غوا ذبح کولو آمر وکړ،چې دهغه په غوښه مقتول ووهل شي،هغه به ژوندی شي او خپل قاتل به معلوم کړي.

بني اسرائلو دعادت په بنأ لمړی په دې الهي حکم سیدنا حضرت موسی(علیه السلام) ته وویل: پرموږملنډي وهئ؟، دقتل سره دغوا ذبح کولو څه اړیکه ده؟،چې کله مجبور شول بیائې دغوا په څرنګوالي کې بحثونه او وخت ضایع کوو.

ابن جریج(رحمه الله) فرمايي: رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمایلي: دبني اسرايئلو زیاتو پوښتنو په دوی حالات سختول تردې چې دوی د(ان شأ الله) په ویلو سره دنورو ستونزو مخه ونیوله او که دوی ان شأالله نه وی ویلي هیڅکله به ئې مقصد نوی تر لاسه کړی،که دوی په لمړي حکم سره په عادي توګه یوه غواذبح کړی وه او دهغه په غوښي مړی وهلی وی؟ مړی به ژوندی شوی و، خپل قاتل به ئې ښودلی و،همدا مظمون په یو مرفوع حدیث کې د ابو هریره(رضی الله عنه) نه روایت شوی،خوسند ئې غریب دی،داسي بریښي چې دا کلام د خپله ابو هریره(رضی الله عنه) دی والله اعلم .

ابن کثیر(رحمه الله) د دې عنوان( قاتل څوک دی؟) لاندي پوره شرح او تفصیل لیکلی او یوشمیر نورو مفسرین کراموهم،چې موږ ئې په لنډه توګه مطلب نقلوو.

 په بني اسرائیلو کې یوتن خورا بډای (پانګوال)و،نارینه اولاد ئې نه درلود،یواځي یوه لورئې وه،د ده یو وراره و، چې دشیطان په لمسون ئې ځان سره وپته ئيله، تره به مړ کړم،مړی به ئې په نورو تاوان کړم، له هغو به دیت تر لاسه او دلور سره به ئې نکاح وکړم،په دې تر تیب به دا ټول مال او جایداد زما ملکیت وګرځي.

وراره ئې یوه ورځ زمینه برابره ولیده خپل تره ئې وواژه او یو طرف ته ئې خوندي کړ،دبني اسرائيلو یوه قبیله چې له جنګونو او دښمنیو ستړي شوي وو،دوی په یوقلعه ډوله کلي کې چې دښار په بله څنډه کې اباد ول اوسیدل دماښام سره ئې د کلي دتګ راتګ دړې بندول،چې ناخلفه خلک داخل نه شي.

وراره دخپل تره مړی په یو ډول د دې کلي تردروازې ورسو او هلته ئې ګذار کړ،بیرته ستون شو او دخپل تره دلټون شور اوغوغا ئې جوړه کړه، خلک د مالدار پسي ګرځیدل چې خبر ورسید،چا وژلی او دفلان کلي تر څنګ ئې مړی پروت دی.

وراره ئې چې دخلکو نه خبر ترلاسه کړ،دهغه کلي په خلکو ئې دقتل او دیت دعوی وکړه.

دکلي خلکو د قتل سره لا تعلقي اعلان کړه ،خو دمړي وراره دخپلو ملګرو سره په هغوی دبرید دړکه ورکوله، بالاخره کلیوال مجبورشول، سیدنا حضرت موسی(علیه السلام) ته ئې شکایت راوړ او دالله سبحانه وتعالی نه ئې د قاتل په پیژند ګلوي کې مرسته وغوښت.

حضرت موسی(علیه السلام) دعا وکړه، الله سبحانه وتعالی وحيي نازله کړه: چې یوه غوا ذبح کړئ او دهغه په غوښي مقتول ووهئ، هغه به ژوندی شي او خپل قاتل به تاسوته در وپیژني.

کله چې حضرت موسی(علیه السلام) دویته دغواذبح کولو حکم واورولو، دوی وویل: ایا پرموږ ملنډي وهئ؟،حضرت موسی(علیه السلام)په ځواب کې وئې ویل: الله ته له دې پناه وړم چي له جاهلانو وم، یعني په شرعي امورو کې ټوکې دناپوهانو کار دی.

سیدنا حضرت موسی(علیه السلام) وفرمایل همدا دغوا ذبح کولو حکم دی،بني اسرائیلو د پوښتنو لړۍ پيل کړه،چې خپل رب(عزوجل) ته زموږ لپاره دعا وکړه چي موږ ته ئې څرګند کړي چي دا څه دئ؟، په ځواب کې وفرمایل شو دا داسي غوا ده چي نه  زړه دی اونه وړه، ترمنځ، بس په هغه څه چې ګمارل شوي یاست هغه وکړئ، یعنې نورې پوښتني مه کوئ.

دوی بیا پوښتنه وکړه چې رنګ ئې څنګه دی؟ وفرمایل شو: دا تکه زیړه غوا ده چې لیدونکي ښادوي، یعني دا غوا داسي جاذب رنګ او ،څرمن او بدني جوړښت لري چې په لیدو ئې هریو خوشحاله کیږي.

دوی بیا عرض وکړ:خپل رب ته موږ لپاره دعا وکړه، چې موږ ته ئې نور هم څرګند کړي،یعني اوس موږ په شک کې یو،که الله کول موږ به حتماً هدایت میندونکي شو،یعني داسي ډول غوا ګاني خو ډیر دي.

په ځواب کې وویل شو،دا داسي غوا دی چې نه زمکه یوې(قولبه) کوي اونه ئې خړوبوي یعنې ارټ هم نه تاووي چې اوبه وباسي دزمکو خړوبولو لپاره، روغه رمټه غواده چې په بدن کومه ټاپه هم نه لري.

بني اسرایلو دهر پوښتني ځواب تر لاسه کړ او بیا ئې وویل:اوس موسمه خبره وکړه، او موږ اوس دا غوا وپیژندله.

دوی دا غوا په داسي حال کې ذبح کړه چې نه ئې غوښتل دا کار وکړي، دابن عباس(رضی الله عنهما) په یو روایت بني اسرائيلو تر څلویښتو کلنو دا مړی ساتلی و، دغوا پیژندلو په اړوند ئې اشکالونه جوړول.(ابن کثیر)

بالاخره غوا ئې ذبح او دهغې غوا دبدن په یوې ټوټي ئې مړی ووهه، مړی ژوندی شو، خپل قاتل چې وراره ئې و وښود او وئې ویل: زه خپل وراره دمال ،دولت لپاره ووژلم او غوښتل ئې زما لور سره نکاح وکړي چې هر څه خپل کړي، دهمدې وینا سره دوباره مړشو.

خلکو دمړي وراره ونیو او دجنګ فتنه د بني اسرائلو ترمنځ ډپ او قاتل قصاص کړی شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک