د موسی علیه السلام استعاذي دویمه برخه
غوا د چا وه؟
دغوا ذبحې دویمه برخه....
قال الله تبارک وتعالی: وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُواْ بَقَرَةً قَالُواْ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷)
لکه څنګه چې په روایتونو کې راغلي که بني اسرایلو دحکم مننه کړې وه ،هرغوا چې دوی ذبح کړې وه اودهغې په غوښي مړی وهلی وی، نو مړی به ژوندی شوی و،خپل قاتل به ئې ښودلی و،خو دوی دغوا ذبح کول نه غوښت، په همدې بنائې غوښتل داسي پوښتني ولاړي کړي چې له ذبحې پرته قاتل معلوم شي، خو د دوی دپوښتنو په اسرار دهغه غوا نښي، نښانې وښودل شوي چې دیو نیک بنده ملکیت و.
ابن کثیر(رحمه الله)دوالدینو په احترام، دالهي انعام ترعنوان لاندي لیکي: بني اسرايل د ښودل شوي غوا لټون پیل کړ،داسي غوا یواځي دیو هلک سره وه چې ډیر نیک،د مور،پلارمطیع او خادم و.
دا هلک په دې وخت کې پلار وفات و،خو دمور په خدمت کې د غربت کړاونو سره شپې سبا کولي، د ده ملکیت کې همدا یوه غوا دلیدو وه.
د دې هلک داطاعت په اړوند لیکي: پلار ئې مالدار و، یوه ورځ یو سوداګر قیمتي کاڼي پلوره، دسوداګراوهلک ترمنځ سودا پخه شوه قیمت ئې اویا زره(۷۰۰۰۰) وټاکل شو،هلک چې کورته راغی پلار ئې ویده و او د خزانې کلي دهغه دبالښت لاندي و،هلک ونه غوښتل چې دپلار خوب کې غلل پیداشي، بیرته سودا ګرته ورغی اوعرض ئې وکړ، چې پلار مې ویده دی،که لږه شیبه نور تم شئ زه به د اویا زرو پرځای اتیا زره درکړم.
سوداګر وویل : که همدا اوس ئې اخلي لس زره کم راکړه(۶۰۰۰۰)، هلک نه غوښتل چې دپلار خوب کې خلل واقع کړې ده د قیمتي کاڼي بیه لوړوله او سودا ګر ټیټوله تر دي چې سودا ګر وویل: که همدا اوس نقد روپۍ راکوې قیمت ئې دیرش زره(۳۰۰۰۰) شو،هلک سلوزرو ته لوړ شو، سودا ګر په قهر سودا فسخه او روان شو.
الله سبحانه وتعالی ته د دې هلک اطاعت او احترام چې ده خپل والدینو ته درلود خوښ شو، او په ځانګړي حکمت ئې داغوا د دې ملکیت کې ورکړه.
څه موده وروسته ئې پلار وفات شو او په دوی دغریبي کړاوونه راغلل، نوره داراي ئې ختمه شوې وه یواځي همدا غوا وه چې دی ورسر خوشحاله و.
بني اسرایلو دښودل شوي غوا نښي یواځي په همدې غوا کې وموندلې، له هلک نه ئې د غوا اخستو بیه وړاندي کړه هلک ونه منل، دوی دیوه غوا پرځي د دووغوا ګانو وړاندیز وکړ،هلک ونه منله، قیمت او شمیر ئې زیات کړ،هلک دغوا په پلورلو نه راضي کیده، دوی حضرت موسی(علیه السلام) ته شکایت وکړ هغه وفرمایل: تاسو دا هلک راضی کړئ، هر څه چې غواړي ورئې کړئ.
دوی مجبور شول دهلک غوښتنه ومني،بالاخره سودا داسي وشوه چې دوی حاضر شول د غوا وزن سره برابر سره زر ورکړي او غوا تر لاسه کړي.
الله سبحانه وتعالی د دې هلک دوالدینو خدمت په بدله کې دیو غوا په درلودلو سره دوباره د سیمي یو پانګوال جوړ کړ.
دغوا په ذبح کې څه حکمت و؟
دغوا په ذبح کولو کې چې هر څه حکمت و په هغه الله سبحانه وتعالی ښه پوهیږي ، قرآنکریم حکم دی چې غوا ذبح کړئ او دپوښتنو په ځوابونو کې د غوا رنګ ،فزیکي جوړښت، عمر او دکارڅرنګوالی هم وښودل شو.
دموضوع په اړوند نبوي ارشاداتو سر بیره اسرائيلي روایاتو په رڼا کې د مفسرین کرام معلومات ارایه کول دي چې په لنډه توګه ئې توضیح او تشریح شي.
د دې پوښتني چې د دذبح لپاره دنوروحیواناتو نه غوا ته په کوم حکمت ځانګړ تیا ورکړل شوه ؟،د دې ځواب هم مفسرین کرامو ورکړی.
امام قرطبي (رحمه الله) لیکي: په مصر کې بقره(غوا،غویه، سخوی اوسخوندر) مقدس څاروي منل کیده،بني اسرائيلو کې هم دسامري په شان ناپوهان و چې غوښتل ئې د غوا عبادت وکړي،عملا ئې دا کار هم وکړ.
الله سبحانه وتعالی دبقرې په ذبح سره د دوی باطلې عقیدې باندي دبطلان خط کشول و.
همدا راز امام نسفي په مدارک او ابن القیم جوزي په تفسیر بدایع التفسیر کې لیکلي چې دا ډول حیوان(بقره) خپل ځان له زلت یعني یووې ،قولبه(زمکه څیرل) هرټ تاوول(اوبه ویستل)،ګاڼۍ اونوردمشقته ډک کارونو نه ځان نه شي خلاصولی نو دمعبود مقام به څنګه ولري.
یادښت
دغوا ذبح کولوحکم قرآنکریم کې ذکردی،داسي یو حقیقت دی چې منکر ئې کافردی،پدي اړوند چې څومره نور روایتونه ذکر شوي دهغو په سندونو کې صحیح او مرفوع روایت نشته، بلکه زیاتره روایات له اسرائيلیاتو اخستل شوي.(ابن کثیر)
ابن کثیر داهم لیکلي: داسرائيلي روایاتو نقل روا او جائزدی،خو دریښتینولي او کذب تصدیق اوتائد ئې په هغه صورت کې کولی شو چې اسلامي شریعت سره ئې حکم موافق وي.
اسرائيلي روایاتو حکم
داسرائيلي روایاتو د حکم، منلو، ردولو او خپلولو په اړوند څرګنده لار ښوونه دادی چې داسرائيلي روایاتو آمر، نهي او پرې خاموشه پاتي کیدو اصل حقیقت په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې وکتل شي.
لمړی: کوم حکم او خبر چې په قرآنکریم او په نبوي احادیثو کې تائيد شوی وي هغه داسلامي شریعت برخه دی،منل او عمل پري فرض او منکر ئې کافر دی لکه د غواذبح، دفرعون غرقیدل او...
دویم: هغه حکم،خبر او روایات چې په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې پرې رد شوی وي، دهغه ردول پرموږ لازم او منل ئې کفر دی لکه عذیر (علیه السلام) ته دالله عزوجل زوی ویل او...
دریم: داسرائيلي روایاتو، حکم، خبر او نهي په اړوند چې قرانکریم او نبوي احادیثو کې څه نه ئې ویل شوي پرموږ هم لازم دی چې نه ئې تائيد کړو اونه ئې رد لکه ننی انساني نسل ټول د حضرت نوح(علیه السلام) اولاد ګڼل او...
