د حضرت نوح علیه السلام قبر...؟
په ټوله نړۍ کې پرته له سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دبل یو پیغمبرقبر په معین او څرګنده توګه نه دی معلوم،بلکه ویل شوي او ویل کیږي چې په فلان ځی،ښاراو سیمه کې فلان پیغمبرقبر دی خو په څرګنده داشي قوي شواهد نشته.
لکه داسي ویل کیږي چې د سیدنا حضرت ابراهیم(خلیل الله) قبر په الخلیل کې دی، د اسماعیل(علیه السلام) او مور قبرونه ئې په حجر اسمعیل کې دي او د حضرت اسمعیل (علیه السلام) حجره (خونه) په حرم کي و ...، همدا راز د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) قبر هم په معین او څرګنده توګه نه دی معلوم خو د قبر په اړوند ئې ځینې روایتونه شته، څنګه چې د ځينو نورو پیغمبرانو په اړوند روایت شوي.
عن ابن عمر ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : بمسجد الخيف قبر سبعين نبيا.( رواه: المعجم الكبير للطبراني ،مجمع الزوائد،مختصر البزار و...)
ژباړه: حضرت عبدالله ابن عمر(رضی الله عنها) فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم): په خیف مسجد ( دمسجد په احاطي یا سیمه کې) د اویاوو(۷۰) تنو پیغمبرانو (علیهم السلام) قبرونه دي.
أخرج الطبراني عن ابن عباس قال: أول من طاف بالبيت الملائكة، وإن ما بين الحجر إلى الركن اليماني لقبور من قبور الأنبياء، كان النبي منهم عليهم السلام، إذا آذاه قومه خرج من بين أظهرهم فعبد الله فيها حتى يموت.
ژباړه: حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) فرمايي: په بیت الله لمړی طواف ملائکو تر سره کړی، دحجر اسود نه تر رکن یماني پورې د (ځینو) انبیاوو، قبرونه دي، کوم یو پیغمبر چې قوم ئې ورته زیات تکلیف رسوو،(له سیمي په وتو اړ ایستل کېده) حرم شریف ته به ئې تشریف راوړ،دلته به په عبادت مصروفیده تر هغه چې رحلت ئې کوو.
وأخرج الأزرقي والبيهقي من طريق عبد الرحمن بن سابط عن عبد الله بن ضمرة السلولي قال: ما بين المقام إلى الركن إلى بئر زمزم إلى الحجر قبر سبعة وسبعين نبيا، جاؤوا حاجين فماتوا فقبروا هنالك.
ژباړه: حضرت عبدالله بن ضمره السلولي(رحمهما) فرمايي: د مقام(مقام ابراهیم) نه تر رکن، او د زم زم کوهي او حجر اسود تر منځ د(۷۷) تنو پیغمبرانو قبرونه دي چې دوی دلته د حج لپاره راغلي وو، او دلته ئې رحلت کړی.
عبد الله بن ضمرة السلولي جلیل القدر تابعي دی چې دژبې بلاغت، سره مفسر،محدث او سیرت کې ستر عالم و.
وأخرج الجندي من طريق عطاء بن السائب عن محمد بن سابط عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: كان النبي من الأنبياء إذ هلكت أمته لحق بمكة فيتعبد فيها النبي ومن معه حتى يموت، فمات بها نوح وهود وصالح وشعيب عليهم السلام،وقبورهم بين زمزم والحجر.
ژباړه: محمد بن سابط(رضی الله عنه) دحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) څخه روایت کوي: د پیغمبرانو نه دکوم پیغمبر اُمت چې هلاک شول،هغوی به مکې ته راتلل او دلته به ئې دالله سبحانه وتعالی ته په عبادت مصروفیدل تر هغه چې رحلت ئې کوو، له دوي څخه نوح، هود، صالح او شعیب( علیهم السلام) چې دلته وفات شوي او قبرونه ئې د زم زم او حجر اسود تر منځ واقع دي.
وأخرج الأزرقي عن مقاتل قال: في المسجد الحرام بين زمزم قبرسبعين نبيا،منهم هود وصالح وإسماعيل، وقبر آدم وإبراهيم واسحق ويعقوب ويوسف في بيت المقدس.
ژباړه: حضرت مقاتل(رحمه الله) فرمايي:په مسجد الحرام، دزمزم (کوهي په سیمه) کي د (۷۰) تنو پیغمبرانو قبرونه دي .
له دوی څخه دهود، صالح او اسمعیل (علیم السلام) قبرونه دلته په حرم شریف کې او د آدم ،إبراهيم،اسحق ،يعقوب او يوسف (علیهم السلام) قبرونه په بيت المقدس کې دي.
دا روایتونه سر بیره پر دي چې مراجع ئې ورسره ذکر شوي په
(كتاب تحقيق إزالة الدهش والوله - إزالة الدهش والوله - المكتبة الشاملة الحديثة) کې هم ذکر دي.
سبط ابن الجوزي (رحمهما) په خپل تالیف( مرآة الزمان في تواريخ الأعيان) کې لیکلي: دنوح (علیهم السلام) قبر د(الكَرْك) په سیمه دي دی،(الكَرْك) دسفح غره په لمن کې واقع دی، چې دې غره ته(جبل الدير) هم وايي، دا غر په لبنان کې واقع دی، چې مسکن د زیاتو صالحینو او ابدالو دی.
دا روایت هم شته چې دا همغه غر دی چې کنعان بن نوح ورته پناه وړي وه او قرآنکریم ئې حکایت کوي(قَال سَآوي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ، هود ۴۳).والله اعلم.
یوروایت داهم دی چې دنوح(علیه السلام) قبر په (البقاع) په ښارچې په کرک نوح یادیږي او په ځیني روایتونو کې د موصل ښار یاد شوی(البدایة والنهایه). والله اعلم.
داهل تشیع په ځینو روایتونو کې د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) قبر په نجف کي یاد شوی. والله اعلم.
