No-IMG

د ملکه اليزابت د تکفين، تدفين او تعزيت مراسم به لس ورځې روان وي

د ګارډين بریتانوۍ ورځپاڼې په حواله، د ملکه اليزابت د تکفين، تدفين او تعزيت مراسم به لس ورځې روان وي.

ملکه به په فوق العاده دولتي تشريفاتو خاورو ته وسپارل شي، د نړۍ د مشرانو او مشهورو څېرو په شمول به زرګونه کسان د هغې په جنازه کې ګډون وکړي او لسګونه زره نور کسان به د نړۍ له ګوټ ګوټ نه هغې ته د احترام مراتب پرځای کړي.

د ملکې د مړينې له امله په بريتانيا او د بريتانیا تر کنټرول لاندې جمهوريتونو او جزايرو کې بيرغونه په نيم ځوړند حالت کې دي. ملکه اليزابت د بريتانيا په تاريخ کې د تر ټولو ډېر وخت يعنې 70 کالو له پاره د ټولې لويې بريتانيې ملکه پاتې شوې.

د ملکې د مړينې له امله د انګلينډ او جنوبي افريقا ترمنځ د درېيم ټيسټ د نن ورځې لوبه هم کنسل شوې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک