No-IMG

سږ کال مونږ د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي مهمې نړۍ‌والې غونډې ګډونوال نه يو

د ملګرو ملتونو پر ويب‌سايټ مې د دې سازمان د کلنۍ عمومي غونډې Annual General Assembly د څرنګوالي، ارزښت او پرېکړو په اړه ولوستل. د نهايت خپګان ځای دی چې سږ کال موږ د دې مهمې نړۍ‌والې غونډې ګډونوال نه يو او نړۍ ته خپلې ستونزې، دردونه او ګيلې نه شو رسولای. له سږنۍ عمومي غونډې د ګډونوالو له لسته د افغانستان نوم ليرې کول د 40 ميليوني ملت په حق کې د نړۍ‌والو د سپکاوي او بې‌غورۍ اظهار دی. نړۍ دې ته هم ونه کتل چې افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان له اصلي او مؤسسو غړو څخه دی او دغسې له پامه غورځول يې نه شي توجېه کېدای. سږ کال چې بايد دې مهمه غونډه کې زموږ ښه نماينده‌ګي شوې وای او نړۍ مو له اصلي حالته خبر شوې وای، موږ يې له غونډې حذف کړي يو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک