ګټه په تاوان کيږي!
يوې امريکایي تحقيقاتي ادارې Defence of Democracies په خپل تازه تحقيق کې ويلي چې ايران به د برجام تړون د بېرته احياء کېدو په صورت کې يو ټريليون ډالر ګټه وکړي. دا اداره په خپل تحقيق کې وايي، د برجام اتومي تړون تر تازه کېدو وروسته به نه يوازې دا چې په بهر کې د ايران 118 ميليارده کنګل شوي ډالر له بنديزونو خلاص شي بلکې ايران به له ملا ماتوونکو نړۍ والو تجارتي بنديزونو هم راووځي، له نړۍ سره به په خلاص لاس تجارت پيل کړي، تېل به يې په نړۍ والو بازارونو کې په ښه بيه خرڅ شي او دا هر څه به تر 2030 کال پورې ايران ته يو ټريليون (1000 ميليارده) ډالر ګټه ورسوي.
غربي هېوادونو په 2016 کال کې له ايران سره د اتومي پروګرام پر سر د برجام په نوم تړون لاسليک کړی و چې دا څو کاله د سياسي کش و ګير له امله کمرنګه شوی و خو پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته او په نړۍ والو بازارونو کې د تېلو د سپلای په اړه راپورته شويو اندېښنو غرب مجبور کړی چې له ايران سره په هر ممکن قیمت د برجام تړون بېرته ژوندی کړي. د برجام بېرته ژوندي کېدل نه يوازې د نړۍ د انرژۍ بازار ته نوې سا پوکوي بلکې خپله ايران پکې اصلي ګټيالی دی ځکه يو ټريليون ډالر کافي غټ رقم دی او د ايران نيمه ژوندي اقتصاد ته نوی ژوند وربخښي. تاسې ته دې وويل شي چې ايران دا هر څه بې زحمته او بې تاوانه نه ترلاسه کوي بلکې د دې له پاره يې کلونه سختې قربانۍ ورکړي او اوس یې خوږه ثمره ترلاسه کوي. هوښيار ملتونه همداسې وي، له نورې نړۍ سره ځيرکانه او سنجيده تعامل کوي او د خپلو اوږدمهالو ګټو د تضمين له پاره له خپلو لنډمهالو ګټو او خوښيو تېرېږي.
