له زړه مې وينې څاڅي ..
د وطن د فريفايټ اتل نصرت حقپرست هغه بله شپه له خپل کاناډايي سيال نه لوبه وګټله خو د خپل وطن د بيرغ پر ځای د بل وطن د بيرغ تر سيوري لاندې. حقپرست رسنيو ته ويلي، د ځينو سياسي ملحوظاتو له امله مې د خپل وطن د بيرغ پر ځای د مراکش د بيرغ تر سيورې لاندې سيالي وکړه. حقپرست د مراکش ولس ته د خپلې بريا مبارکي ويلې او مننه يې ترې کړې چې دی يې د يوه مراکشي فرد په توګه تشويق کړی.
حقپرست ويلي، مسلمان يم، خپل وطن او بيرغ مې راته ګران دي، پرې وياړم او په زړه کې مې همېشنی ځای لري.
الجزيرې پر خپله انسټاګرام صفحه د حقپرست ويډيو خپره کړې چې د اتلولۍ تر ګټلو وروسته ځمکې ته ټيټيږي او خدای ته په سجده کې ژاړي. لاندې کمنټونو کې ورته لسګونو مراکشيانو د زوی، اتل او مراکشي تبعه خطاب کړی او آفرين يې ورته ویلی چې د مراکش د بيرغ تر سيوري لاندې يې اتلولي ګټلې.
زما زړه و هر کمنټ ته جدا جدا په اوښکو وليکم چې حقپرست ستاسې زوی نه دی، د افغان وطن زوی او اتل دی او د وخت جبر له موږ ډېر ليرې او پردی کړی خو ګوتو مې ملتيا راسره ونکړه او په اوښلنو سترګو له صفحې راووتم ..
