موږ د نور ناوخته کولو فرصت نه لرو!
د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون بلنه نه راکول کیږي. زموږ په ګاونډ ازبکستان کې د سيمې د خورا مهم سیاسي-اقتصادي سازمان شانګهای په کلنۍ غونډه کې حتا د ناظر په توګه د ګډون بلنه نه ده راکړل شوې. په ويانا کې اروپايانو غونډه جوړه کړې، احمد مسعود او ځينې نور سياسيون يې په VIP سياسي پروټوکول وربللي خو د څلوېښت ميلیونه ناخبره ملت په استازيتوب پکې هېڅوک نشته. نړۍ کې هره اوونۍ يا مياشت وروسته زموږ د سرنوشت په اړه همداسې يوه مهمه غونډه جوړيږي خو موږ خپله پکې نه يو او زموږ په اړه نور پکې غږيږي.
دا په اوسنۍ One Village World کې نهايت خطرناکه سياسي، اقتصادي او اجتماعي انزوا ده او موږ له نورو ناورينونو سره مخ کوي. زه د يوه شعوري او مسئول افغان تبعه په توګه پر اوسنيو حاکمانو غږ کوم چې د دې خطرناکې انزوا د کنګل ويلې کولو هر ممکن کوښښ وکړي، له نړۍ سره تعامل او سازش وکړي او د روابطو جوړولو مختلف او فعال چينلونه جوړ کړي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې حاکم نظام څلوېښت ميليوني ملت په غېږ کې ونيسي، مينه او احترام ورکړي، د زړه آواز يې واوري، د شعوري بيدارۍ څرکونه يې وويني، معصومې او معقولې انساني غوښتنې يې ومني او بالآخره ټول په ګډه په توپاني سمندر کې د خپل وطن د سرنوشت راايسار بېړۍ په خوندي توګه د نجات ساحل ته راورسوو.
