No-IMG

سعودي کې څه روان دي؟

سعودي وليعهد محمد بن سلمان وايي، تر 2030 کال پورې به سعودي د دنیوي او بشري پرمختګ په حساب له اروپا سره سيال کړي. نوموړي د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره خورا لوی او انقلابي ماسټر پلان تيار کړی او عملاً يې کارونه روان دي.

د دغه ماسټر يوه برخه په يوه لويه دښته کې د 50 ميليارده ډالرو په ارزښت د يوه فول ټيکنالوژيک ښارګوټي او په پلازمېنه رياض کې د نړۍ د تر ټولو لوړې آسمانڅکې ودانۍ جوړول هم شامل دي چې د دوبۍ تر برج خليفه به هم لوړه وي.

محمد بن سلمان خپل خوب ځکه رښتيا کولای شي چې يو خو د خپلو پرېکړو په عملي کولو کې خورا جدي دی، خپل نظر وروستی ګڼي، مخالفت يې نه زغمي او بله دا چې د هر څومره لويو پروژو له پاره پرېمانه مالي امکانات هم لري. پر دې سربېره سعودي دا ورځې د مهمو نړۍ‌والو لوبغاړو او لوبو، کنسرټونو او غونډو کوربه دی.

تېر کال جده کې په لومړي ځل د جسټن بيبر په شمول ځينو مشهورو غربي سندرغاړو کنسرټونه اجراء کړل. د نوي کال په لومړۍ شپه رياض کې د عربو ټولو مشهورو ښځينه سندرغاړو د سندرو او شب‌بيدارۍ جشن ولمانځه. ورپسې يې د فوټبال اسطوره رونالډو رياض ته راووست او بې درېغه ښه راغلاست یې ورته ووايه. پرون شپه پکې د فوټبال د دوو خورا مشهورو کلبونو بارسلونو او ريال مادريد فاينل لوبه ترسره شوه. همدې ورځو کې به رياض کې د ميسي، امباپې او نيمار په موجوديت کې د فرانسې د PSG او د رونالډو په موجوديت کې د سعودي د النصر کلب ترمنځ يوه دوستانه لوبه ترسره شي چې نندارې ته يې د سعودي او نړۍ ميليونونه خلک د انتظار شېبې شمېري.

سعودي په دې ځانګړې زماني مقطع کې د خورا لويو او حيرانوونکو پېښو شاهد دی. دا خو يې د دنيوي پرمختګ کيسې شوې. له بله اړخه سعودي کې بيخي ډېر کلونه وروسته داسې بارانونه شوي چې ټولې دښتې او غرونه يې زرغون کړي، دښتو کې د اوبو ډندونه ولاړ دي او هوا يې په ريکارډ کچه سړه شوې. دا ټولې پېښې د هغه صحيح حديث مصداق دی چې د قیامت د نږدېوالي يادونه پکې شوې. رب تعالی دې زموږ ستاسې آخره خاتمه په ايمان کړي، آمين.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک