د ژوند اووه خورا ترخه حقايق
- هېڅوک ستا په کيسه کې نه دي. ته خپله بايد پر خپل ځان، خپله کورنۍ او هغو کسانو پام وساتې چې درته مهم دي.
- له ناکامۍ، نهيلۍ او پښېمانۍ پرته ژوند اصلاً ژوند نه دی.
- د خيانت په اړه تر ټولو تريخ واقعيت دا دی چې هېڅکله يې دښمن نه کوي، دوست یې کوي.
- د دې له پاره چې عظمت ته ورسېږې، وده او پرمختګ وکړې، بايد ځينې څيزونه له لاسه ورکړې او هېڅ پروا يې ونکړې.
- حتمي نه ده هره خبره له ملګرو سره شريکه کړې، کله کله بايد مطلق سکوت اختيار کړې.
- دا چې وخت څومره په تېزۍ تېريږي، يوازې هغه مهال يې درک کوې چې له لاسه يې ورکړې.
- ستا او هدف ترمنځ دې يوازينی خنډ خپل ځان ته دا باور ورکول دي چې خپل هدف ته نه شې رسېدای.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
