نړيوال مقتدر هېوادونه د خپل نفوس زياتولو په هڅه کي دي
تاسي خبر یاست نن نړيوال مقتدر هیوادونه پر نورو هیوادونو د خپل اقتصادي وضعیت نه وروسته تر ټولو زیاته برتري افرادي قوت ته ورکوي، تېــره ورځ صهیونیستانو د خپل نسل د زیاتېدلو خوښي لمانځله، دا ځکه سږ کال په غاصب اسرائیل کي ۱۲۷،۳۵۰-یو لک اوه ویشت زره ماشومان زېږېدلي وو، پر دې سربېـره ۲۰،۰۰۰-شل زره ئې په لري پرتو هیوادونو کي زېږېدلي چي شمېر ئې تر یو لک اوه څلوېښت زرو تېــری کوي، په دې سره د اسرائیل نفوس تر ۹-نــه میلیونه تجاوز وکړ، دوی له همدې امله خوښ دي، دوی هغه مېـندو بلکي والدینو ته ډېر امتیازات ورکوي چي تر دوو ماشومانو زیات بچي زېږوي...
اوس راځو اسلامي نړۍ ته دلته بیا هر څه بدل دي، د همدغو صهیونیستانو اېجنټان او لاسپوڅي مشران وايي ستره کورنۍ جوړول او تر دوو ماشومانو زیات زېږول له خپلو هیوادونو سره د ظلم مترادف عمل دئ، د دوی ټولو په رأس کي به د عبدالفتاح السیسي چي د مصر دیکتاتور دئ خبره درسره شریکه کړم، نوموړی وایي: "زموږ د نفوس زیاتېدل د ستونزو اصل علت دئ." نوموړي په کراتو داسي څرگندوني کړيدي چي مصریان باید خپل نفوس محدود کړي او د فېملي پلاننگ په نتیجه کي تر دوو زیات ماشومان ونه زېږوي، موږ وایو داسي نده، د اولاد محدود کول، د زیاتو ماشومانو زېږولو مخنیوی کول او داسي شعارونه ورکول لکه "فرزند کمتر، زندگی بهتر" او دې ته ورته نور کاپي شوي غربي شعارونه چي صهیونیستانو زموږ هیوادونو ته را صادر کړي دي د ناخوالو پرته بله لاسته راوړنه نلري، زموږ پر دې ایمان دئ چي الله رازق دئ، موږ په دې باور یو چي د زمکي اوسني ذخائر د ټولو انسانانو لپاره کفایت کوي بلکي تر دې هم د زیاتو انسانانو لپاره بس دي، البته د هغوی ناسم وېش او فاسد نظامونه د دې باعث شوي چي ټولي شتمنۍ او ذخائر یوازي تر ځینو اشرافي انسانانو پوري محدود پاته شوي...
چین نن په ډېـر غرور سره د نورو مقتدرو هیوادونو په وړاندي سینه ټکوي، هغوی په خپل نفوس ویاړي، په خپل کدرونو او د هغوی په مغزو افتخار کوي، اسرائیل په سیمه کي د ماشوم په څېـر وېـره احساسوي نو ځکه هم د خپل نفوس زیاتېدل لمانځي او په قدر ئې پوهیږي... هغه هیوادونه چي هلته مفسد قیادتونه واکمن دي، د هغوی مشران خپل ملتونه له لوږي وېروي، خو بیا هم الحمدلله د اسلامي نړۍ نفوس ډېر ښه پر مخ روان دئ، تاسي Countrymeters وېبسائټ وګورئ!
۹۵۹،۳۰۰ - افـغانستان
۴،۵۱۴،۳۰۰ - پــاکستان
۲،۲۹۲،۳۰۰ - بنــگال
۲،۰۰۸،۵۰۰ - مصــر
او داسي نور په لسگونو اسلامي هیوادونه چي شمېر ئې په زیاتېدلو دئ، دا د خوښۍ خبر دئ، الحمد لله چي زموږ مسلمان وروڼه لا هم ډېره د وارد شویو تبلغاتو لاندي ندي راغلي...
