امریکا په افغانستان کي د ښاري ښځو لپاره حقوق غوښتل خو پر کلیوالو ښځو ئې هوايي بریدونه کول
د نیویارکر په وینا چي د افغانستان تر ۷۰% فیصد ډېر اوسېدونکي د ښارونو پر ځای په کلیــو او بانډو کي ژوند کوي، هلته په کلیو کي د دوستانو سره د چای څیښلو او یا د خور په واده کي موټر چلول د خپل ژوند سره د لوبو مترادف عمل وو...
نــویارکر بیا وایي: "امریکا په افغانستان کي د ښاري ښځو لپاره حقوق غوښتل خو پر کلیوالو ښځو ئې هوايي بریدونه کول."
زه خو وایم دا پورتنۍ جمله ئې باید د سرو زرو په اوبو ولیکل شي، او یا هم د کابل پر دېوالونو، دا ځکه د مېرمنو د شل کلنو حقوقو لاسته راوړني، د دوی له لوري د هیواد د اسلامي او افغاني کلتور پر خلاف د مېرمنو روزل او نور ورته شرارتونه په دې جمله کي را خلاصه شويدي، موږ د مېرمنو د حقوقو مخالف نه یو البته هغوی ته د غربي حقوقو غوښتونکي هم نه یو...
