د ليبيا قوي او بانفوذه قذاذفه قبيله د جنرال حفتر څخه خپله لاره جلا کړه
د اگست پر ۲۱-مـه د لیبیا د کورنیو جګړو مخالفو طرفونو (ملي وفاق حکومت او د باغي جنرال حفتــر طبرق پارلمان) په خپل منځ کي اوربند اعلان کړ، که څه هم دوی په پرلپسې ډول پر یو بل دا تورونه ولګول چي ګواکي مخالفین ئې اوربند نه مراعاتوي او لا هم دا تورونه جاري دي.
د اگست پر ۲۷-مه په لیبیا کي یو نوی بدلون راغی، هغه داسي چي د لیبیا د مشهوري قذاذفه قبیلې عمومي شوریٰ اعلان وکړ چي د جنرال حفتر جنګیالي په سرت ښار کي د القذاذفه قبیلې د کورونو د حریم د سپکاوي مرتکب شوي دي، دوی هلته د عامو خلکو کورونو ته داخل شوي او بې ګناه قذافیان ئې ځورولي دي، القذاذفه قبیلې خپلو ټولو جنګیالیو ته امر وکړ چي د حفتر له ملېــشو نه را ووځي.
القذاذفه د پخواني لیبیايي دیکتاتور ډگروال معمر القذافي قبیله ده، نوموړې قبیله د سلاح او مهماتو له امله د لیبیا لومړۍ قوي او با نفوذه قبیله ده، نوموړې قبیله له تيرو دوو کلونو راهیسي د جنرال حفتر په الکرامه عملیاتو کي د هغه ملاتړې وه خو تېـره ورځ ئې د لار جلا کولو اعلان وکړ، داسي ویل کیږي چي د نورو قبیلو لخوا هم پر دې غور و فکر کیږي چي نور نباید د حفتر په څنګ کي ودریږي...
دا مو په پام کي وي چي لیبیا د قبایلي سیسټم نه جوړه شوې ټولنه لري، هلته د یوه کس بریا او ناکامي له دې معلومیږي چي په قبایلو کي څومره خواخوږي او ملاتړي لري، د قبایلو د ملاتړ پرته پر لیبیا حکومت کول ممکن ندي.
په لیبیا کي تر ټولو ستري شپږ مهمي او قوي قبیلې موجودي دي چي د نظام په جوړولو کي اساسي رول لوبوي:
د افرادو د شمېر له مخي ستره قبیله الورفله ده، د هیواد ۶% آبادي دوی تشکیلوي، د دوی اکثریت په بن غازي، سرت او فزان کي هستوګن دي.
د همدې شمېر پر اساس د لیبیا دوهمه ستره قبیله القذاذفه ده خو د سلاوو او جنګي ملېشو د شمېر او قوت له امله بیا تر ټولو مشهوره قبیله ده، د لیبیا په منځنیو سیمو په ځانګړي ډول سرت او سبھا کي القذاذفه اکثریت دي.
پر درېیـم نمبر ترهونه قبیله ده چي نږدې شپږ سوه ښاخونه لري، د طرابلس نیمه آبادي دوی تشکیلوي.
المقارحه د لیبیا څلورمه ستره قبیله ده، د قذافي د استخباراتو مخکینی مشر عبدالله السنوسي له همدې قبیلې وو.
پر پنځم او شپږم نمبر په ترتیب سره زناته او الطوارق (تواریګ) قبیلې حسابیږي، آخرنۍ دواړي قبیلې عربي قبیلې نه بلکي امازیغي قبیلې دي په عربي المغرب کي تر عربانو وروسته تر ټولو ډېر او د شمالي افریقا اصلي اوسېدونکي دي. (المغرب العربي لیبیا، مراکش، تونس، الجزائر او موریطانیې ته ویل کیږي.)
د لیبیا د قبائلو اکثریت اوس د قذافي د زوی سیف الاسلام قذافي ملاتړي ښکاري، نوموړي د ۲۰۲۱م د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین هم پیل کړی دئ. د لیبیا اوسېدونکي په دې نظر دي چي بهرنیو مداخلاتو له لیبیا نه افغانستان او صومالیه جوړه کړېده، دوی پر هغو ټولو هیوادونو شدید اعتراضات کوي چي لیبیا د جګړي پر خوا بیایي...
د القذاذفه قبیلې په اړه معلومات په لاندیني لینک کي موجود دي:
https://ar.m.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%D9%82%D8%B0%D8%A7%D8%B0%D9%81%D8%A9
