د عربي نړۍ مشهور کارتونيست عماد حجاج د محمد بن زايد د تصوير پر کارتون ونيول شو
د عربي نړۍ مشهور ترین اُردني کارتونیست (عماد حجاج) پر یوه کارتون ونیول شو، سیمه اییزو چارواکو دغه کارتون د متحد عربي اماراتو سپکاوی وباله، نوموړي کارتونیست په دغه کارتون کي د اماراتو د ولي عهد محمد بن زايـــد تصویر انځور کړی، د هغه په لاس کي ئې د سولي یوه داسي کوتره ترسیم کړې چي د اسرائیل بیرغ ورباندي لگول شوی، د آل نهیان گمراه شهزاده کوتري ته په مینه کتلي او هغې بیا د نوموړي پر مخ لاړي تُـــف کړي چي نښي ئې د ده پر څېـره له ورایه ښکاري...
کاتونیست دې ته اشاره کړې چي امارات د اسرائیل سره څومره د میني اظهار کوي، هغه ئې په رسمیت وپېژانده خو اسرائیل ئې په مقابل کي دوی ته د F-35 طیارو د ورسپارلو مخالفت وکړ، که چیري تاسي د کوتري لاړو ته ځیر شئ نو وبه گورئ چي په لاړو کي ئې f35 لیکلي، د کارتون پر سر لیکل شوي: ”اسرائیل تطلب من امیرکا عدم بیع الامارات طائرات اف ۳۵“ (اسرائیل له امریکا غوښتنه کړې چي هغوی دي د اِف ۳۵ طیارې امارات ته نه ورکوي.“
دا کارتون د اگست پر ۲۶-مـه په ”الموقع العربي“ نومي مشهوري وېبپاڼـي کي نشر شوی وو، په همدې ورځ چارواکو عماد ونیوی، الجزیره وايي ممکن نوموړي ته د پنځه کلن حبس سزا واورول شي، د انساني حقوقو تنظیمونو سمدستي د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه کړېـده، دا یادونه مهمه ده چي عماد حجاج د عربي نړۍ مشهور ترین کارتونیست دئ، په ځانگړي ډول چي کله نوموړی د اسرائیل سره د عربي نړۍ د پلورل شویو مشرانو تصویرونه جوړ کړي نو هغه کارتونونه ئې ډېر مشهور شي...
