No-IMG

غربي انصاف: امريکايي محکمو کې تور پوستانو ته پر معمولي جرائمو د کلونو کلونو سزا ورکول کيږي

د سي ان ان تلويزيون د راپور له مخې په امریکايي محکمو کي تور پوستانو ته پر معمولي جرائمو د کلونو کلونو سزا ورکول کیږي، تور پوستی روني لونگ ئې ژوندی مثال دئ، ځکه هم نژاد پالونکي محکمې او فاشیست قاضي پر نوموړي لگېدلي تورونه ثابت شوي جرائم وبلل او د زندان قفس ته ئې واچاوه... پر نوموړي دا تور لگېدلی وو چي ده یوه سپین پوستې مېرمن ځورولې ده او قاضي ئې هم د تفتیش ډېر ضرورت احساس نکړ او سمدستي ئې د ۸۰-کلن حبس سزا ورته واوروله...

روني چي زندان ته ننوتی ۲۰-کـلن ځوان وو، تېره ورځ تر ۴۴ کلن حبس وروسته آزاد کړل شو، وېښتان ئې سپین شوي وو، په ۲۰۰۵م کي ئې تر DNA معائنات وروسته حالت معلوم شوی وو چي کوم تور چي ورباندي لگول شوی وو دروغ وو خو د دې باوجود هم آزاد نشو. اوس ئې هم تر ډېري ستري قانوني مبارزې وروسته آزادي ممکنه شوه، روني په زندان کي د اوسېدلو باوجود واده وکړ او مېرمن ئې د ده په ارتباط ډېر بریالی کمپاین وچلاوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک