No-IMG

انقلاب ضد قوتونه Counter-Revolutionary Forces

احمدشاه مسعود چي د مجاهدینو د عظیم انقلاب د ګډوډ کولو تر ټولو ستر لوبغاړی ثابت شو، د کابل ورانولو مهم کرېــکټر، داسي فاشیست Fascist چي د خپل قوم د خدمت تر عنوان لاندي هر ډول شوم عمل ته لبیک ویلی شي، نوموړي پروټوکولي قوماندان د روسانو سره د هغوی د سالم وتلو پروټوکولونه لاسلیک کړي وو او ورته نورو جنایاتو په اړه ئې روسي ملګرو ډېر اعترافات کړي او اوس ئې زوی

احمد مسعود د ډبل اېجنټ امر الله صالح او نورو فراري چارواکو په ملاتړ د نوي انقلاب په وړاندي د ودرېدلو او مقاومت کولو هڅي کوي، فرانسې او هند ته په چاپلوسۍ او د هغوی د مرستو ترلاسه کولو لپاره د خپل پلار په څېـر خیانتونه کوي...

دوی دا ثابت کول غواړي چي دوی د دې پېړۍ د دوو افغاني انقلابونو ضد قوت Counter-Revolutionary Force وو، د دوی مشر تېر ځل د اشغال (د شوروي اشغال) په ورستیو کلونو کي د غلامۍ طوق غاړي ته اچولی وو خو زوی ئې د وروستي اشغال (امریکایي اشغال) په دوران کي د همدوی په ډالرو را ستر شو...

په جمهوریت کي دا اوس شرمېدلی کلتور ګرځېدلی چي د پلار ځای ناستی به زوی وي ولو که هغه زوی د احمد مسعود او یا بلاول بوټو په څېر ګډوډ مخلوق هم وي، د داسي ګوندونو مشران مبارزین مړه غوږونه او ټیټ سرونه په داسي کشرانو پسې روان وي چي هغوی تر اوسه لا سیاسي بلوغ ته هم نه وي رسېدلي، نه پوهېــږم داسي ګوندونه چي خپله د ډیموکراسۍ بنیادي غوښتني تر پښو لاندي کوي هغوی څنګه د جمهوریت د دفاع چیغي وهلی شي؟!

دا ثابته ده چي دلته ځیني انسانان یوازي د خپلو اشرافو بتان د دې لپاره مقدس بولي او لمانځنه ئې کوي چي د هغوی په څنګ کي د دوی خېټو ته هم یو شی ولویږي، دوی هیڅ اصول او تګلار نـلري، د دوی یوازینۍ غوښتنه مادیات وي... او بس!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک